پوهنهژوند او بریا

خپله خپله برخه کریکټر ولوبئ او پاتې نور هیر کړئ!

  • یو سړي د ساحل په غاړه قدم واهه، لېرې یې ولیدل چې یو څوک ټیټېږي، یو څه له ځمکې راپورته کوي او بحر ته یې غورځوي *

کله چې ورنږدې شو، نو ګوري چې په زرهاو کبان د ساحل غاړه په شګو کې پراته دي، ښایې کومې لویې څپې دوی له بحر څخه شګو ته راباسلي وي، چې نوموړی سړی هڅه کوي دا کبان بیرته بحر ته وغورځوي او ژوند یې وژغوري.

ده د دې سړي په حماقت وخندل او په خندا یې ورته وویل:
څه توپیر کوي ، په زرهاو کبونه دي ، تاسې به نو له دې څومره وژغورلی شئ … ؟

د دې په اوریدو سړی ټیټ شو ، یو ځوریدلی کب یې له ځمکې راپورته او بحر ته یې وغورځاوه. کب ژر په تېزی سره اوبو کې غوټه وخوړه او ښکته شو، بیا هغه په آرامۍ سره له دې بل سړي وپوښتل: ” څه توپیر یې وکړ … ؟؟”

ـ دا کیسه موږ ته راښیې، چې زموږ په کوچنی یا لږو هڅو سره ممکن عمومي وضعیت بدلون ونه کړي ، خو د یو چا لپاره خورا ګټور کیدی شي.

نو لهذا خپل زړه لوی لرئ؛ د خپل ځواک، دریځ او حیثیت سره سم “ښه” کوئ ، پدې اړه اندیښنه/فکر مه کوئ، چې ستاسو هڅې به په ټولنه کې څومره بدلون راولي؟
بلکې پرځای یې دا فکر وکړئ؛ چې تاسې د خپلې برخې حق (هڅه/ښه) څومره په منظم ډول ترسره کړي دي؟! .

د الله تعالی د مخلوق سره مرسته وکړئ … که یې نشئ کولای، حدالقل هغه څوک چې یې د کولو هڅه کوي، ” د انتقاد پرځای یې وهڅوئ (تشویق یې کړئ نه نیوکه) “.

په هغه چا شک مه کوئ، چې د مرستې غوښتنه درځنې کوي، ولو که دروغ هم وایې؛ بلکې پدې نیت ورسره مرسته وکړئ، چې الله تعالی په ملیونونو خلکو کې تاسې د مرستې لپاره غوره کړی یاست، چې د ده په زړه/ کې یې د مرستې لپاره ته وروستی یې!! .

که نه نو الله تعالی کولی شي، چې دا کار د بل چا په واسطه ترسره کړي!! .

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!