لیکنېنقلِ قول

مېلمه د خدای دوست دی.

حدیث دی، نبي کریم ﷺ فرمایې؛
مسلمان سړي ته روا نه ده،چې د خپل ورور خواته تر هغه پروت وي، څو یې ګناهګار کړي. صحابه ؤ وویل، څنګه یې ګناهګار کړي؟
ده ﷺ وویل، چې د هغه خواته اوسي، خو هغه دومره شی نه لري، چې د ده مېلمستیا پرې وکړي.

بل حدیث کې راځي:

چا چې د مسلمان مېلمه پالنه وکړه يا يې د هغه کوم حاجت پوره کړ، الله تعالی به په جنت کې خادمان ورنصيب کړي.
(مکارم الاخلاق، ص ۳۴۵، حدیث ۹۴)

ـ د یوې میرمنې میړه به تل یو نه یو میلمه کور ته راوسته او خپلې میرمنې ته به یې ویل، چې د دوی لپاره خواړه تنظیم کړي.هغې به هره ورځ د میلمه لپاره خواړه چمتو کول.
بلا اخره هغه د دې هرې ورځې له معمول څخه ستړې شوه، او یوه ورځ پیغمبر ﷺ ته ورغله او شکایت یې وکړ چې :
“اې د الله رسوله ، زما میړه هره ورځ کور ته یو نه یو مېلمه راولي، چې زه نوره له ډېر پخلي و مېلمه پالنې ستړې شوې یم.”
یا رسول الله صلی الله علیه وسلم، ته یوه داسې لاره راوښایه، ترڅو زما میړه کور ته د مېلمنو راوستو څخه منع شي.
نبي کریم ﷺ هېڅ ځواب ور نه کړ او غلی پاتې شو، ښځه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د چوپتیا په لیدو بیرته خپل کور ته ستنه شوه.

ـ بله ورځ ، پیغمبر ﷺ د ښځې میړه راوغوښت او ورته یې وویل چې ، “زه سبا ستا میلمه یم.”
سړی ډېر خوشحاله شو او راغی خپلې میرمنې ته یې وویل، چې نن به نبي کریم ﷺ زموږ مېلمه وي. د هغه مګېرمن هم ډېره خوشحاله شوه او ژر ژر یې د ښه ښه خوړو چمتو کول پیل کړل.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې ښځې کور ته راغی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې ښځې مېړه ته وویل:
کله چې ما ډوډۍ وخوړه او بیرته ستنیدم، نو خپلې مېرمنې ته دې ووایه چې زما تر وتلو پورې زما شا وڅارې.
د ده سړي مېرمنې همداسې وکړل؛
کله چې نبي کریم ﷺ لاړ، نو دې مېرمنې ولیدل چې مار،لړم او نور حشرات د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره روان دي وځي، د دې منظرې په لیدو ښځه بې هوښه شوه.

بله ورځ دا ښځه بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته وویل؛ مېلمه چې چیرته ځي، خپل نصیب (رزق) پخپله له ځان سره وړي او کوم زحمت چې د مېلمه لپاره ویستل کېږي، د هغې په بدل کې؛ “کله چې مېلمه له کوره بیرته ځي، نو د هغه کور بلاوې او ټول ګناهونه، له ځانه سره لېرې کوي

الحمدلله

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!