یو څوک باید ولرې

یو څوک باید ولرې (یوولسمه برخه)

یو څوک باید ولرې،

چې هره ورځ درسره هماغه یوه مینه له مختلفو زاویو په یوۀ نوې انداز او نویو الفاظو اظهار کړي.

کله چې ورسره کلمې/الفاظ ختم شي، په نوې ژبه یې بیان کړي او کله چې ورسره ژبه ملتیا پرېږدي، نو په اشارو یې اظهار کړي.

داسې څوک، چې د ورېیځو په اقامت او د بڼو په سجدو کې یې مینه ومومي. په نه شتون کې یې په احساس پوه شې. 

تر دې چې « مینه مو تلپاتې او ذات مو فنا شي… »

****

یو څوک باید ولرې،

چې درته ووایې، زما مینه په دیوال دغه قیمتې تابلو یا پر مېز دغه درې رنګه ارزښمتمن بیرغ ثابتولی نشي، نه هم زموږ د خوب پر بستر زما له وجوده توی شوې عطر.

هو البته، دا زما د شتون و ملتیا ډاډ ضرور درکولی شي!

داسې څوک چې درته ووایې،  مینه د سرو زرو میډال نه دی چې ستا پر ټټر یې وټوبم، نه هم د فخر پګړۍ ده چې در په سر او نړۍ ته یې وښئیم .

« زما مینه روح دی، کوم چې ستا په وجود کې دننه دی، ته بې ما او زه بې تا تمام یم!! »

‏***

یو څوک باید ولرې،

چې له دنیایي رنګونو څخه دې پاک په خپل رنګ کې دې رنګ کړې. داسې رنګ چې موقتي رنګ نه وي؛ کوم چې ظاهري بڼه ونه لري، کوم چې کم اصل/کچه نه وي..چې ستړی کوونکی نه وي … هغه رنګ چې تر مرګه کم رنګه کیدونکی نه وي..

ولو که هر څومره باد، باران او طوفانونه پرې راشي، ان که د سترګو په وړاندې یې هر څومره رنګینې صحنې تېرې شي دا خپل رنګ له لاسه ور  نه کړي.

داسې یو رنګ چې په زړه او روح دې پاچاهي وکړي …

****

یو څوک باید ولرې،

کله چې دې خپلې نېمګړتیاوې ځوروې درته ووایې: هېڅوک بشپړ نه دي نېمګړتیاوې ټول لرو. دا مه هېروه چې  ما او تا پر یو و بل بشپړ او پرته له یوۀ و بل نېمګړې یو…!!

داسې یو څوک چې تاته ارزښت و عزت درکړي؛ دا ستورو، سپوږمۍ او نورې ټولې وعدې افسانوې کیسې دي..

****

یو څوک باید ولرې،

د دې پر ځای چې درته ووایې، دا ستونزمنې ورځې به کله پای ته رسېږي؟ لاسونه دې په غبرګ لاسونو کې ټینګ ونیسي او درته ووایې، اندېښنې مه کوه،  موږ به په ګډه د دې ستونزمنو ورځو او سخت وخت څخه بریالي وځو..

****

یو څوک باید ولرې،

چې پدې بې ساه ماښامونو کې د روژه ماتې لپاره بهر ورسره تللي.

له پیشمني وروسته تر سهار لمانځه دې د ښار په واټونو کې ورسره تازه نفسه قدم وهلی.

****

یو څوک باید ولرې،

چې د وطن غم مات/ ماته کړې وې؛ غمجنو سترګو ته په کتو دې خپلې سینې (زړه)  ته په اشارې ووایې،

« دا ستا “وطن” (کور) دی! “»🤞🏻💞✌️❤️🇦🇫

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!