ژباړې

د ګاڼې محتاجه کېږه مه…..

ما فکر کاوه چې چورې پاجامه ، غوږ کې د ګل ټومبل ، سلیم شاهي پڼې په پښو چې کله تالار ته ورننوځم، نو اشفاق صیب به لاسونو پړقولو ته مجبور شي،
خو، نه..!
اشفاق احمد د هر انسان په اړه یو ځانګړی فکر په خپل درون کې لري. هغه یو ګرځنده پاچا سړی دی. هغه غواړي انسان لږترلږه دومره لوړ شي یا ځان څرګند کړي، څومره یې چې طبیعت درون نیولی وي.
زه چې کله په ۹۲ ځل د *”امراوجان” د ادا په سټايل په چونتره کېناستم، د اشفاق احمد تندی به تريو شو او غږ به يې راوکړ، چې قدسيې! دا د ښځو نخرې پېښې مه کوه!
یوازې زما د ژوند ملګرې اوسه!
زه د ګاندي مينه‌وال نه یم، خو که د هغه پر تګلاره عمل وکړې، خپل ذات به وپېژنې.
د کالیو/ جامو مرسته مه اخله، د ګاڼې محتاجه کېږه مه…..
لیکل کوه، محنت وکړه، شپه او ورځ کار وکړه؛ چې په کار و محنت سره به یوه داسې آزادي ولرې، چې هېڅ څوک به ورته زیان ونشي رسولای.”

انځور د بانو قدسیه اودژوند ملګری یې اشفاق احمد

(بانو قدسیه … کتاب: مردِ ابریشم)

  • نوټ “امراوجان” د مغلو په حکومت کې يوه ښځه تېره شوې، چې ډمه او ډېره نخره بازه وه.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!