افغانستانژوند او بریالیکنېنثر

ستړې اروا

ستړې اروا

د جلال‌آباد لمر له سهاره ستړی وي.
دوبی یې داسې وي، لکه لمر چې لومړی پر خپله سینه سوځېدلی وي، بیا یې خپل تاوده نفسونه پر ښار خپاره کړي وي. خلک لا د ورځې د کارونو په فکر کې نه وي، چې تودوخه د ښار پر دېوالونو، کوڅو او بامونو خپره شوې وي. د ونو سیوري لنډ وي، د سړکونو دوړې پورته کېږي، او هوا داسې وي، لکه د پرونۍ ګرمۍ ستړیا یې لا هم پر اوږو بار وي.
په جلال‌آباد کې دوبی یوازې موسم نه دی.
د ژوند یوه بڼه ده.
هغه سهار هم همداسې و.
مور مې د دروازې ترڅنګ ولاړه وه. زموږ د وتلو ننداره یې کوله. لامده لاسونه یې د څادر په پیڅکه وچول، خو سترګې یې زموږ پر مخونو ولاړې وې.
په نه زړه توب یې وویل:
«ډېر لرې مه ځئ، ګرمي ډېره ده. هسې نه زړه مو خراب شي او کوم ځای ضعف پرتې وئ.»
ما په موسکا ځواب ورکړ:
«مورې، ژر بېرته راګرځو.»
هغې څه ونه ویل.
یوازې یې سر وخوځاوه.
ځینې اندېښنې په خبرو نه بیانېږي؛ یوازې د مور په سترګو کې ژوند کوي.
اوس د هغې ویره د دوبي له لمره وه.
خو یو وخت…
همدې سترګو کې هر سهار يوه بله پوښتنه وه؛ هغه پوښتنه چې هېڅکله یې په ژبه نه راوړه.
موږ ووتلو.
زه او مشره خور مې د زیتون باغ پر لور د قدم وهلو لپاره روانې شوو.
ښار لا نیم ویده و. په کوڅو کې دومره ګڼه نه وه.
د لرې جومات له لوډسپیکره د سهار د درس وروستي غږونه راتلل.
د نانوايي له تنوره د تودې ډوډۍ بوی خپرېده.
د ګاونډي د کور له بامه د کولر پکې د اوبو واړه څاڅکي راڅڅېدل.
د یوه دوکان مخې ته تازه اوبه شیندل شوې وې.
او لمر…
لمر ورو ورو د ښار پر اوږو خپل دروند لاس کېښود.
ما تل له دې ښار نه یوه پوښتنه لرله.
جلال‌آباد دومره ګرمي ولې زغمي؟
او انسان…
انسان دومره ګرمي څنګه زغملای شي؟
لا مې همدا پوښتنه په ذهن کې تاوېده، چې ناڅاپه مې پښه د ځمکې له یوې راوتلې ډبرې سره ونښته.
هر څه په یوه شېبه کې وشول.
داسې لکه چا چې له شا په دواړو لاسونو ټېل وهلې وم.
لاسونو مې په هوا کې وزرونه ووهل.
لکه مارغه مې هڅه وکړه ځان وساتم.
خو بدن مې خپل توازن له لاسه ورکړ.
ولوېدم.
ځمکه تر ما صبرناکه وه.
لومړی مې ښی لاس ولګېد.
بیا مې زنګون.
درد مې لا بشپړ احساس کړی نه و، چې په ورغوي مې سوي څړېکې حس کړي.
لاس مې په یوه اغزن بوټي کې خښ کړی و.
په وچو څانګو یې واړه ژېړ ګلان غوړېدلي وو.
داسې ژېړ…
لکه چا چې د دې سوځېدلې دښتې پر تندي د لمر یوه کوچنۍ ټوټه ټومبلې وي.
همالته کښېناستم.
د زنګون پوستکی مې ګریدلی و.
د وینې نرۍ کرښې ورو ورو د پرتوګ پر زنګانه خپرېدې.
په احتیاط مې یو اغزی راوایست.
بیا بل.
خور مې په منډه راورسېده.
«ډېره خو به نه یې ژوبله؟»
ما د درد پر ځای ګل ته کتل.
د ورغوي اغزي مې یو په بل پسې ایستل.
هر اغزی چې راووت، یو درد ورسره راووت.
خو ذهن مې نور د جلال‌آباد په دې باغ کې نه و.
ځینې شیان یوازې شیان نه وي.
یو بوی…
یو رنګ…
یوه وچه پاڼه…
یا یو کوچنی ګل…
کله ناکله د حافظې هغه دروازې پرانیزي، چې انسان ګومان کوي کلونه مخکې یې تړلې دي.
دا ژېړ ګل هم زما لپاره یوازې یو ګل نه و.
دا د یوې اوږدې خاطرې لومړۍ پاڼه وه.
د پکتیکا د «ارګون» د غرونو پاڼه…
او د هغه ورور پاڼه، چې خپلې ورځې او شپې یې د هماغو غرونو تر اسمان لاندې تېرولې.

ورور مې د ګلونو سړی نه و.
له ماشومتوبه یې خبرې لنډې کولې.
خندا به یې سپموله.
او اندېښنې به یې داسې په زړه کې بندولې، لکه څوک چې د کور زاړه صندوق ته قلف واچوي.
موږ به یې له سترګو پوهېدو، چې ستړی دی؛ خو دی به بیا هم موسکا کوله.
له هغه وخته چې د پکتیکا ارګون ته په دنده تللی و، زموږ د اړیکو ډېره برخه د ټیلیفون او واټس‌اپ په څو لنډو پیغامونو راټوله شوې وه.
عجیبه دا وه، چې هغه به د جګړې خبرې نه کولې.
نه یې د پوستو د سختیو کیسې کولې.
نه د ډزو.
نه د چاودنو.
کله به یې د یوې درې انځور راولېږه.
کله د غرونو.
کله د سکڼي ماښام.
کله د شین اسمان.
او کله…
د یوه کوچني ژېړ ګل.
لومړی ځل چې یې دا ګل رالېږلی و، حیرانه شوم.
په انځور کې نه وسله وه.
نه سنګر.
نه عسکر.
یوازې د تیږو ترمنځ یو اغزن بوټی ولاړ و.
پر وچو څانګو یې واړه ژېړ ګلان غوړېدلي وو.
شاته یې د ارګون غرونه ښکارېدل.
غرونه، چې د مازیګر لمر داسې زرین کړي وو، لکه ټوله غرنۍ لمن یې په طلا پوښلې وي،شاعرانه منظر و.
د انځور لاندې یې یوازې یوه جمله لیکلې وه:
«نن مې بیا ستا د خوښې رنګ پیدا کړ.»
د خندا سټیکر مې ورکړ.
ورپسې مې ولیکل:
«ته په سنګر کې یې، که زما د خوښې رنګونو پسې ګرځې؟»
ځواب یې ژر راغی.
«کله کله یو ګل هم سړی ژوندی ساتي.»
هغه وخت مې وخندل.
دا جمله راته عادي ښکاره شوه.
خو اوس…
کلونه وروسته…
د دې جملې وزن احساسوم.
کله چې انسان هره ورځ د مرګ او ژوند ترمنځ شپه سبا کوي، د ژوند هره کوچنۍ نښه ورته معجزه ښکاري.
یو ګل.
یوه شنه ونه.
د باران بوی.
یا د کورنۍ د کوم غړي غږ.
ورته مې ولیکل:
«په دې وچو غرونو کې هم ګلان راټوکېږي؟»
ویې لیکل:
«شپږ میاشتې یې نه وینې، خو چې راووځي، سترګې دې ترې نه اوړي.»
ما بیا انځور ته وکتل.
په رښتیا هم…
هغه ګل د ټولې وچې دښتې په منځ کې داسې ښکارېده، لکه ژوند چې له مرګ سره په پټه سیالي کوي.

ورور به کله ناکله د پوستې نور انځورونه هم رالېږل.
خو عجیبه دا ده…
نن چې یې راپه یادوم، د جګړې هېڅ انځور نه را یادیږي.
نه وسله.
نه سنګر.
نه عسکر.
یوازې غرونه.
اسمان.
او هماغه ژېړ ګل.
شاید حافظه هم د انسان په څېر وي.
هغه څه ساتي، چې زړه یې ساتل غواړي.
یوه ورځ یې یو بل انځور راولېږه.
په لیدو مې وخندل.
د پوستې تر شا یو خړ خر ولاړ و.
پر شا یې دوه لویې ژېړې بوشکې تړلې وې.
ورور مې لاندې لیکلي وو:
«دا زموږ د اوبو ټانکر دی.»
لا مې خندا نه وه ختمه شوې، چې غږیز پیغام یې هم راورسېد.
په هماغه ارام او خندني غږ یې ویل:
«هره ورځ له لاندې کلي نه پرې اوبه راوړو. که دا خر نه وي، موږ ټول د تندې بندیان یو.»
ما موبایل مور ته ورکړ.
هغې هم وخندل.
تر ډېر وخته مو د «خر ټانکر» ټوکې کولې.
خو اوس چې هغې ورځې ته راګرځم، بله مانا پکې وینم.
هغه ژېړې بوشکې…
چې زموږ لپاره یوازې د اوبو لوښي وو…
د همدې وطن په بل سر کې به همداسې ژېړې بوشکې د مرګ لپاره هم کارېدې.
یو رنګ…
خو دوه برخلیکونه.
په یوه کې اوبه وې.
په بل کې اور.
یوه د ژوند وسیله.
په بل کې مرګ.
هېڅ شی پخپله نه ښه وي او نه بد.
د ښه او بد مانا انسان ورکوي.
ورور مې تل سخت ژوند داسې بیاناوه، لکه د کومې ټوکې کیسه چې کوي.
هېڅکله یې نه ویل، چې د شپې یې خوب نه دی کړی، یا څومره ساعته یې په پوسته کې تېر کړي، او یا مرګ څو ځله تر څنګ تېر شوی دی.
موږ به یې له غږه پوهېدو، چې ستړی دی.
خو دی به بیا هم خندل.
موږ به هم ورسره خندل.
مور به هم موسکۍ شوه.
خو چې زنګ به پای ته ورسېد…
په کوټه کې به چوپتیا خپره شوه.
مور به ورو لاسونه پورته کړل.
او تل به یې هماغه یوه جمله تکراروله:
«خدایه… سلامت یې راولې.»
همدې یوې جملې کې د مور ټول عمر نغښتی و.
…..

هغه کال چې اختر رانږدې شو، یو ماښام د ورور ټیلیفون راغی.
د مور په مخ داسې رڼا خپره شوه، لکه د اوږدې وچکالۍ وروسته چې لومړی باران شوی وي.
لا یې سلام نه و بشپړ کړی، چې په خندا یې وویل:
«مورې! دا ځل، له خیره، اختر ته خامخا درځم. څه دروړم؟»
مور موسکۍ شوه. په پلو یې د مخ خوله وچه کړه، بیا یې ورو وویل:
«یوازې ځان روغ راته راوړه، زویه…»
ورور وخندل.
«نه مورې، تش لاس خو نه درځم. ټولو ته مې ټیکري اخیستي دي.»
موږ خوېندو یو بل ته وکتل.
ما په ټوکه ورته وویل:
«بیا به دې ارزانه اخیستي وي.»
بې له ځنډه یې ځواب راکړ:
«یوازې ستا ټیکری په زر روپۍ شوی، لېونۍ!»
مور حیرانه شوه.
«زویه! دومره ګران؟»
هغه بیا وخندل.
«مورې… په کالدارو، نه په افغانۍ!»
کور له خندا ډک شو.
هغه ماښام، د څو شېبو لپاره، داسې احساس کېده، لکه دنیا چې یوازې همدا کوچنی کور وي؛ نه لرې غرونه وي، نه پوسته، نه جګړه، نه انتظار.
هغه ماښام مو د ټیکري بیه هېره کړه.
موږ یوازې د هغه پر خندا خندل.
نن چې هماغه شپه راپه یاد شي، پوهېږم…
موږ په ټوکې نه وو خوشحاله.
موږ ځکه خوشحاله وو، چې زموږ ورور لا ژوندی و.
لا یې غږ اورېدل کېده.
او لا یې کولای شول، زموږ د اندېښنو بار په یوې ټوکې سپک کړي.
انسان ډېر وروسته پوهېږي، چې د ژوند تر ټولو قیمتي خاطرې، هماغه عادي شېبې وې، چې ده عادي ګڼلې وې.
هغه کلونه اوس د بلې زمانې په څېر ښکاري.
موږ به سهار راپاڅېدو.
چای به مو څښه.
درسونه به مو لوستل.
ماښام به مو د ورور ټیلیفون ته انتظار کاوه.
ژوند، په ظاهره، عادي روان و.
خو د همدې عادي ژوند تر پوست لاندې یوه خاموشه وېره اوسېده.
موږ پوهېدو، چې ارګون عادي ځای نه دی.
هر سهار چې به مو سترګې پرانیستې، د زړه په یوه پټه برخه کې به یوه ناویلې پوښتنه هم راویښېده:
«نن به څنګه وي؟»
خو بیا به مو هم خپل ورځنی ژوند کاوه.
ځکه انسان، که هر څومره له وېرې سره ژوند کوي، بیا هم غواړي عادي پاتې شي.
شاید همدا د انسان تر ټولو لوی قوت وي؛ چې د وېرې تر څنګ هم د ژوند لپاره ځای پیدا کوي.

…..
کلونه تېر شول.
د ښارونو رنګونه بدل شول.
خلک بدل شول.
د خلکو بڼه او جامې بدلې شوې.
خبرې او فکرونه بدل شو.
غرونه شاته پاتې شول.
پوستې هم.
ورور بېرته کور ته راغی.
هماغه سړی…
چې یو وخت به یې د ارګون په غرونو کې د خر پر شا د اوبو ژېړې بوشکې تړلې،
اوس د جلال‌آباد په سوځنده لمر کې د یوې زړې ژېړې رکشې سټیرنګ نیولی و.
د ژوند رنګ بدل شوی و.
خو ژېړ رنګ لا هم ورسره روان و.
رکشه یې دومره زړه، لکه د کلونو ستړیا چې يې په هره پرزه کې پاتې وي.
چت یې د خړ ترپال له ټوټو جوړ . باد به چې لږ زور واخیست، سوری سوری ترپال به یې داسې رپېده، لکه نور چې یې د مقاومت توان نه وي پاتې.
دروازې یې نه لرلې.
ګرم شمال به له هرې خوا ورننوت.
د دوبي په غرمه کې به یې دننه داسې احساس کېده، لکه انسان چې د اوسپنې په یوه ګرمه بټۍ کې ناست وي..
ډېر ژر مې یوه بله خبره درک کړه:
ځینې سفرونه چې انسان یې فزیکي پای ته رسوي، په روح کې یې لا دوام کوي.
هغه چې د سنګر له خاموشۍ نه راځي، د ښار شور ورته کله ناکله پردی ښکاري.
داسې نه وه،چې هغه یوازې ستړی و.
موږ ټول ستړي وو.
یوازې زموږ ستړیاوې بېلابېلې وې.
د هغه ستړیا د کلونو مسؤلیتونو وه.
زموږ ستړیا د هغو کلونو د انتظار وه.
نن چې هغه په رکشه کې ګرځي، ډېر خلک یوازې یوه رکشه ویني.
یوه عادي رکشه.
یو عادي چلوونکی.
خو زه چې يې وینم، زما سترګو ته هغه انسان ولاړ وي،چې یو وخت به یې د غرونو په منځ کې د شپې ساتنه کوله.
هغه څوک، چې د نورو د امنیت لپاره به ولاړ و.
نن د خپل کور د اړتیاوو لپاره له سهاره تر ماښامه په دوړو کې ګرځي.
خلک به یې شاید نه پېژني،
نه پوهېږي،چې د دې سړي د چاودو لاسونو کرښې یوازې د کار نښې نه دي؛
د انتظار، مسؤلیت او قربانۍ نښې هم دي.

….

زما لاس په ګل زخمي شو.
خو په حقیقت‌ کې، زما ذهن زما اروا په یوه بل ځای کې زخمې شوې وه.
ما د ژېړ ګل اغزي نه ایستل.
ما د کلونو یادونه راایستله.
موږ په ژوند کې څومره ډېرې لارې وهلي دي، خو ځینې وړې نښې موږ بېرته هماغه ځای ته وړي، چې فکر مو کاوه ډېر ليرې ترې راغلي یوو.
لا هم د ژېړ ګل تر څنګ ناسته وم،
هغه لا هم هماغسې غښتلی ولاړ و.
ژېړ.
ښکلی.
او له اغزو ډک.
لکه ځینې انسانان..
له بهره سخت، خو دننه له ژوند څخه ډک.
ما د ګل له څانګې سترګې واړولې، خو ذهن مې د کلونو شا ته ګرځيده.
هماغه جلال‌آباد…
هماغه سوځنده دوبی…
هماغه پنځه څلوېښت او شپږڅلوېښت درجې ګرمي…
او هماغه لارې، چې هر سهار به مو د پوهنتون پر لور وهلې.
اوس چې یې را یادوم، زموږ پر تن د جامو وزن د لمر تر تودوخې ډېر و.
د جلال‌آباد د اوړي په ګرمو ورځو کې به موږ له کوره داسې وتلو، لکه د یوه اوږد او نامعلوم سفر پر لور چې روانې یو.
لومړی به مو زېرجامې اغوستې.(کلک نيکر او سينه بند)
بیا به مو د کور عادي جامې.
بیا به مو د پوهنتون اوږدې او ازادې جامې، یا عبايه.
او په پای کې به مو چادري پر سر کړه.
تر هغې چې د کور له دروازې تر عمومي سړک پورې رسېدو، خولې به مو له تندي تر زنې را رسېدلې وې.
ساه به مو تنګه وه.
بدن به مو د جامو تر څو پوړونو لاندې داسې بندي و، چې هوا به یې نه شوه لمسولای.
خو هېڅکله مو د جامو له ډېرښت شکایت نه کاوه.
زموږ اندېښنه له ګرمۍ لویه وه.
هغه کلونه…
چاودنې د خبرونو سرلیکونه نه وو.
د ژوند یوه عادي برخه شوې وې.
هره ورځ به د کوم سړک، کوم بازار، کوم جومات یا کوم پوهنتون نوم د چاودنې له خبر سره یو ځای یادېده.
د هدفي وژنو خبرونه به لا د شهيد تر پورته کيدو مخکې ښار ته رسېدلي وو.
او ماښام به د بلې چاودنې اوازې ګرځېدې.
موږ هر سهار له کوره په دې باور نه وتلو، چې ماښام به خامخا بېرته راګرځو.
موږ یوازې په دې هیله وتلو…
چې ښايي نن زموږ وار نه وي.
ډېر خلک به ګومان کوي، چې موږ دومره پوښلې ځکه وو، چې چا به مجبوره کولو، یا به د ټولنې له دود وېرېدو.
نه…
کیسه تر دې ډېره درنه وه.
موږ د خپل عزت وېره لرله.
هغه وېره، چې ډېری افغان نجونې یې په زړه کې ګرځوي، خو په ښکاره یې ویلای نه شي.
موږ به له ځان سره ویل:
«که، خدای مه کړه، چاودنه وشي… که جامې وسوځي یا وشلېږي… که ټپي شو… لږ تر لږه دې زموږ پر بدن یو پوښ پاتې وي.»
موږ د مرګ نه مخکې، د خپل عزت فکر کاوه.
دې وېرې موږ پوهنتون ته له تګه را ونه ګرځولو.
موږ پوهېدو، چې تعلیم یوازې د درس نوم نه دی.
تعلیم د انسان د فکر د ساه اخیستلو نوم دی.
د یوې نجلۍ لپاره، کتاب یوازې کتاب نه وي.
هغه د دې شاهد وي، چې انسان کولای شي د خپل ژوند بله دروازه هم پرانیزي.
زموږ مور په دې خبره ښه پوهېده.
ځکه یې هېڅکله ونه ویل:
«مه ځئ.»
هغه به یوازې زموږ تر شا ودرېده.
لاسونه به یې لپه کړل.
او تر هغې به یې څارلو، څو چې به له کوڅې پنا شوې نه و.
اوس چې د هغو ورځو په اړه فکر کوم، زړه مې درد کوي.
نن ځینې کسان د نجونو د تعلیم او حجاب په اړه داسې خبرې کوي، لکه دا دواړه چې د یو بل دښمنان وي.
حال دا چې موږ…
موږ په هماغه حجاب، په هماغه څو پوړه جامو او په هماغه سوځنده لمر کې پوهنتون ته تلو.
نه مو حیا پرېښوده.
نه مو ایمان.
او نه مو د زده کړې هیله.
موږ غوښتل هم خپل دین وساتو…
او هم خپل راتلونکی.
خو جګړې زموږ له اوږو دواړه ازمویل.
نن چې د پوهنتون دروازې د زرګونو نجونو پر مخ تړلې دي، زه نه بحث کوم، نه شعار ورکوم.
یوازې هغه لارې را یادوم، چې موږ به هر سهار پرې تېرېدو.
هغه نجونې را یادوم، چې د ګرمۍ، وېرې او چاودنو ترمنځ هم د کتابونو بکس پر اوږه روانې وې.
او له ځانه پوښتم:
ایا رښتیا هم زده کړه د یوې نجلۍ تر ټولو لویه ګناه وه؟
که نه…
ګناه یې یوازې دا وه، چې هغې غوښتل زده کړه وکړي، پرته له دې چې خپل عزت، حیا او باور قرباني کړي.
همدا فکرونه وو، چې د ژېړ ګل یوه اغزي بېرته راژوندي کړل.
ما ورو خپل ورغوي ته وکتل.
اغزي مې ایستلي وو.
خو ځینې زخمونه داسې وي…
چې په پوستکي نه، د انسان په حافظه او اروا کې پاتې شي.
…..

موږ چې کور ته ورسېدو، مور لا هم د انګړ د توت تر سیوري لاندې ناسته وه.
سترګې یې پر موږ ولګېدې.
زما پر زنګون یې نظر شو.
ژر راپاڅېده.
«ما نه درته ویل، چې نن مه ځئ؟ ګرمي ډېره ده.»
په خبرو کې یې ملامتي نه وه.
اندېښنه وه.
زما لاس یې په خپل لاس کې ونیو.
د ورغوي کوچنۍ زخمې کرښې ته یې په غور وکتل.
په اوبو یې ورو ورو پاک کړ.
بیا یې یوازې دومره وویل:
«ښه ده… ډېر ژور نه دی.»
ما په موسکا وویل:
«مورې، هېڅ نه دي.»
خو مورګانې د اولادونو درد د هغوی له خبرو نه، د هغوی له سترګو لولي.
هغې نور څه ونه ویل.
یوازې یې زما لاس لږ نور هم په خپل لاس کې ټینګ ونیو.
د مور لاسونه عجیبه وي.
کله چې ماشوم یې، ستا د تندې خوله پاکوي.
او کله چې لوی شې، ستا د زخمونو ترڅنګ خپلې ناویلې وېرې هم پټوي.

هغه شپه خوب ژر رانغی.
له کړکۍ مې د جلال‌آباد د شپې څراغونو ته کتل.
دا ښار د شپې هم د ورځې ګرمي پر ځان لېږدوي.
لکه دېوالونه، کوڅې او ونې چې لا هم د لمر له ستړیا نه وي خلاصې شوې.
زما د لاس درد ورو ورو کمېده.
خو ذهن مې لا هم د ارګون په غرونو کې ګرځېده.
د ورور زاړه انځورونه مې په موبایل کې پرانیستل.
غرونه…
پوسته…
ماښامنی اسمان…
او هماغه کوچنی ژېړ د «ککرګل». (اکاسیا. Acacia)
څومره عجیبه ده…
هغه وخت مې یوازې یو ګل لیدلی و.
اوس پکې یو بشپړ وخت وینم.
یو بشپړ عمر.
یو کور.
یوه مور.
او یو ورور، چې زموږ له سترګو لرې و، خو زموږ د هرې ورځې تر ټولو نږدې برخه و.
سبا سهار ورور مې د رکشې په مینځلو بوخت و.
له لرې مې ورته کتل.
په ډېره حوصله یې اوبه پرې شیندلې.
لکه څوک چې زړې اوسپنې نه، د خپل ژوند پاتې عزت پاکوي.
خور مې ورو وویل:
«وروره… دا رکشه دې نور بدله کړه، بېخي له کار لوېدلې.»
هغه شېبه چوپ شو.
لاس یې د رکشې پر ژېړ بدنه ورو راکش کړ.
لکه د یوه زوړ ملګري مخ چې لمسوي.
بیا یې په ارام غږ وویل:
«بدلوم یې…
که وس مې ورسېد.»
وروسته یې نیمه موسکا وکړه.
هغه موسکا چې کلونه مخکې به یې د ټیلیفون له هغې غاړې موږ خندولو.
خو اوس یې تر شا ستړیا ډېره وه.
«خلک عجیبه دي…
لس افغانۍ کرايه ورکوي، خو ګوري به درته داسې، لکه غریبي چې دې ګناه وي.»
ما د هغه خبرې اورېدې.
خو ذهن کې مې بله پوښتنه ګرځېده.
ایا رښتیا هم د ده په ژوند کې یوازې موټر بدل شوی و؟
نه…
یوازې سنګر بدل شوی و.
پرون یې د غرونو په منځ کې د پوستې ساتنه کوله.
نن د ښار په دوړو کې د خپلې کورنۍ د سبا ساتنه کوي.
د جګړې بڼه بدله شوې وه.
خو جګړه لا نه وه ختمه شوې.
کله ناکله فکر کوم…
ځینې کسان له جګړې وروسته له جګړې نه راځي.
یوازې له یوې جګړې بلې ته ځي.
یو وخت د وطن د ساتلو جګړه.
بل وخت د کور د ساتلو جګړه.
او دا دواړه…
انسان ستړی کوي.
شاید هم همدې ته «ستړې اروا» وایي.

ما بیا د ژېړ ګل انځور ذهن ته راوست.
هغه لا هم زما په حافظه کې هماغسې تازه و.
د لمر په رنګ رنګین.
د اغزو په منځ کې ولاړ.
یو وخت مې فکر کاوه، چې د دې ګل ښکلا یې په رنګ کې ده.
اوس پوهېږم…
ښکلا یې په دې کې وه، چې د دومره وچکالۍ، دومره تودوخې او دومره سختۍ سربېره بیا هم غوړېدلی و.
شاید انسان هم همداسې وي.
ارزښت یې په دې کې نه وي، چې هېڅکله نه ماتېږي.
ارزښت یې په دې کې وي، چې له ماتېدو وروسته هم د غوړېدو توان ولري….

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!