ژوند او بریا

وړې خوښۍ

کوم څوک چې ستا وړو وړو خوښیو ته پاملرنه نه نشي کولی، د لویو خوښیو درکولو تمه ځنې مه کوئ!

ځکه، په وړو خوښیو کې؛ احساس، مینه او اخلاص نغښتی وي، او په لویو خوښیو کې؛ مالي، معنوي تاوان، ځانې زیان او نوری قربانۍ ورکول کېږي .

مثلاً له وړو خوښیو څخه:
که د یو چا تر څنګ د اوبو جک ایښئ وي، خپله ځانته اوبه نه راخلي، له تا یې غواړي، مه ورته وایست چې له ما تاته نږدي دي پخپله یې راواخله او یا به درته په کم نظر ګوري.
فکر وکړه! اوبه پخپله هم راخیستلای شي، ښایي ستا توجه راړول او یا د خپل ځان ارزښت معلومول غواړي، ناز کوي.

ـ خبره/ سپارښتنه دې نه هیرول، کوم څه/ کار چې دې نه خوښېږي، هغه نه ترسره یا تکرارول، د ناروغۍ په حالت کې درسره شپه رڼول او…

لویو خوښیو کې: ستا پر سر یو څوک خفه کول، په تنګه کې لاس درکول/ په بده ورځ ستا په کاریدل، ستا پړه پر خپله غاړه اخیستل، د فرهاد په څېر غره کې لار جوړول، د شاه جهان په څېر درته تاج مهل جوړول او ها د چا خبره چې: په یوه اشاره دې مړ کیدل و ژوندی/ژوندۍ کیدل

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!