توپیر چرته دی؟!
زما د سطحي فکر لرونکي او احساساتي افغانان وروڼه په پاکستان کې له روان ناورین یوازې خوند اخلي او د خوښۍ ګوړي ماتوې، ملامت هم نه دي؛ پدې زړونو ولاړې تڼاکي ماتولو او ټټر یخولو لپاره دا بسنه نه کوي.
زه ولې د دوی په دا ډول خوښۍ ښکارولو خجالت باسم؟!
ـ په ایران کې یوه ښځه د بې حجابۍ په تور ووژل شوه، په بدل کې یې زرګونه عوام لارو کوڅو ته راووتلل، د نړۍ کوټ کوټ یې ولړځاوه، چارواکو ته یې نړیوالو واښه نه وراچول، په لوی سیاسي و مذهبي ناورین یې هر څه بدل کړل.
د پاکستان عوام که په حقه دی او که ناحقه، خو یو وېښ، ژوندی او با احساسه ولس دی، بدلون غواړي، یو موټی او یو غږ دي او هر کله چې ولس منسجم، یو غږ و یو موټی شي، د نړۍ هېڅ ځواک یې نشي ماتولی.
توپیر چرته دی؟!
راشه زما ځیګر افغانستان ته؛ موږ یوازې دیته پرېږده چې غمجنې ټپې ووایو.
زما په غمجنه خاوره زما د بې سرنوشته لوڼو پر مخ د ښوونځیو دروازو تړلو نن ۶۰۲ ورځ ده،خو موږ د ګاونډ ماتم پداسې حال کې نمانځو چې پخپله د زړه سوې وړ یوو….
پاکستان کې به څو ورځې وروسته هر څه عادي حالت ته راوګرځي دوام به نه کوي، خو کله مو په خپل او د خپل نوي نسل او د لوڼو د راتلونکي په اړه فکر کړئ، چې دا حالت به ترکله دوام مومي او دا ضایع به په څو پیړیو تاثیر پرېږدي؟!!
ـ باچا خان به ویل؛
زه اوس سپین ږیری شوی یم. زه نشم کولی چې کلي په کلي، کوڅه په کوڅه وګرځم او خپل ولس ته ووایم؛ چې د اسلام په نوم چې له تاسو سره کومه لوبه لوبېږي، دا له بربادۍ پرته بل څه نه ده.