عبادت تر عادت غوره دی!
تۀ زما او د بلې تر منځ متردد شوې!
پښه دې وښوئېده؛ بلې ته دې پناه یوړه، خو هغه د بل چا د سینې ګل وه. وزرونه دې مات، لکه باران وهلی ټپوس راستون شوې زما د قامت ښاخ ته دې بیرته پناه راوړۀ.
زه چې په خپل مقام ولاړه او بېخي ډېره ستره شوې وم، خپلې څانګې مې درباندې وغوړؤلي، نه د کوم ترس له مخې او نه هم د کوم مجبوریت له مخې، بلکې د محبوبیت له مخې، د خپل هغه بې ګناه احساس له مخې چې هېڅکله متردد شوی نه ؤ..نه دی.. او نه به هم شي!!
پوهېږم…، چې تۀ اوس زما تللی “باز ” نه یې، خو لا دې هم څهره زما “باز “ته ورته ده؛ چې همدا څهره زما د ژوند سکون و هېله ده….
- نو زه د ځواکمنو پدې کاذبي غښتلتیا باور نه لرم چې وایي، په تلونکي پسې د بیا راستنیدو دروازي وتړئ “
تلونکي پسې دروازه تړل اسانه ده، خو که خپل زړه دې پسې بې در و بې درګاه شي، نو ځان لپاره به ارام ګاه چرته لټوې، د صبر دارو به له کوم حکیم ورته راوړې؟
تلونکی که یو ځل لاړ شي هغه یې لار شي. په بیا بیا به ځي، اما په بیا بیا راستنېدنه یې، دا قابل د غور ده! ځکه
تلل یې عادت او راتلل یې عبادت دی. او هېڅ سپیڅلی عبادت ضایع کیدونکی نه دی.
کله چې یو غییر اهل کتاب هم د دنیا له رنګینو، عیش و عشرت ستړی د نشي په حالت کې له ځانه ناخبره، بوتل په لاس د خپل ذاته بهر وځي نو اخري منزل یې یؤ ارام ګاه لټول وي، یوۀ عبادت ګاه، چې خپل درد ورسره شریک کړلی شي،د خپل ناکام ژوند کیسه ورته وکړلی شي، خپل مات ځان لمن ته ورواچوې او خپل ټپونه پرې ملهم کړلی شي، ورته وژاړي او په غیږ کې یې ویده شي. دا د ده د شعور منزل و ټاکنه نه وي، بلکې دا د ده د لاشعور شعوري قدمونه وي چې د یوې ارامګاه په لوري یي بیایي، د کفاري توبې پرې باسي او اخرکار د عبادت په سجده یې سر ټیټوي.
نو د یوې شپې عبادت تر ټول عمر عادت غوره دی!