ژباړې

څنګه چې غواړې په غوسه شه


څنګه چې غواړې په غوسه شه
زما احساسات هم هغسې مات کړه چې څنګه یې ته غواړې
ګلدانونه او هندارې ماتې کړه
د بلې ښځې ګواښ راته وکړه
هر څه چې کوې ویې کړه
هر څه چې وایي ویې وایه
زما خوږه ته لکه ماشومان داسې یې
چې هر څومره ورانی وکړي
بیا هم راباندې ګران وي
په غوسه شه!
ته چې راوپاریږې لا ښکلی شې
که څپې نه وای، سمندر نه جوړېده
که کومه ورځ رانه ستړی شوې
ما او ازل دواړه تورن کړه
خو زه به ..
په خپلو اوښکو او غم صبر وکړم
زما چوپتیا زما غرور دی
خواشني زما لویي ده
که کله هم ستړی شوې
په ځمکه کې ښځې او عطرونه ډېر دي
شنې او تورې سترګې ډېرې دي…
او که دې وغوښتل چې ما وګورې
او کله چې زما غیږې ته لکه ماشوم محتاج شوې
زما زړه ته هر وخت راتلی شې
زما په ژوند کې ته
زما د سږو هوا یې
ته زما ځمکه او اسمان یې
څنګه چې غواړې په غوسه شه…..
چېرته چې غواړې لاړ شه
او کله چې غواړې لاړ شه….
یوه ورځ به هرومرو بېرته راګرځي
بیا به پوه شې چې وفا څه شی ده

لیکواله/لیکوال

One thought on “څنګه چې غواړې په غوسه شه

  • اسمان

    دیر عالی او ښکلی پاڼه
    مننه

    Reply

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!