یو څوک باید ولرې

یو څوک، څوک دی؟

یو څوک، څوک دی؟

یو څوک، زه یم! یو څوک تۀ یې! یو څوک موږ یوو.

که چیرته هر یو د همداسې ژوند هېله من یاست، نو ناممکنه نده، داسې څوک لرل داسې څوک کېدل غواړي، ته پخپله همداسې یو څوک شه د چا لپاره، که آیئنې ته ودرېږي، ضرور له ځانه بغیر بل څوک نه ویني، هر عمل چې ترسره کوي هماغه عکس العمل به وینې.

داسې ژوند او داسې یو څوک لرل، اروپا کې ژوند، مادیات او نورو ته احتیاج نه دي. د داسې چا لرلو او ژوند لپاره، صرف ځان بدلول غواړي، د حویلۍ څلور دېوال، وړه خونه کې یې هم جوړولی شې، معنویات دي، مینه ده، حوصله ده، مهرباني ده، ترحم دی، عاطفه او مخکې له یوې پرېکړې نیولو لږ سوچ و فکر کول او مبارزه و زحمت دی!

راځو د لړۍ پیل کوو

ـ چیرته مې لوستي و؛ یو د موبایل اخیستلو بل له واده کولو وروسته پښېمانې ضرور وي، چې اې کاش لږ صبر مې نور هم کړی وای، تر دې به مې ښه و بهتره تر لاسه کړی/ې وه.

دا حقیقت دی، اما له دغې پښېمانۍ له ویرې، چې له دې به بهتر ترلاسه یا پیدا کړم، د دې سبب کېږي، چې پایله کې د هېڅ او هېڅ چا لایق پاتې نشو.

ـ د خپلې مینې/انتخاب تر لاسه کولو دومره هڅه او کوښښ وکړئ، چې هېڅ د “کاش” ویلو ځای مطرح نشي؛ که مو بیا هم تر لاسه نه کړ/ه نو پرې یې ږدئ، چې یې لایق/ه وه هغه به یې تر لاسه کوي او تۀ! چې د چا لایق/ه وې، پیدا به دې کړې!

ـ جنسیت او یو پر بل برترې، چې هره اړیکه کې مطرح شوه هغه اړیکه یو کوږ بار دی کله به په یوه او کله به هم په بله کنده کې پرته وې.

ـ انتخاب د اصل و نسب له مخې وکړئ، خو د خان غریب، ټیټ و جیګ، کور کلي، دوستانو، قام ولس، خلکو او بنګلې له مخې نه. هلک د ثروت او جینۍ د خدمت و کورکارونو، خدمتونو لپاره مه انتخابوئ.

کنه نو، اې پيغلې، تاج محل به ولرئ، خو په سر تاج نه. او اې ځوانه! کور کې به تکړه او یوه ښه کارکوونکې ولرئ، خو سکون او مینه نه .

ـ د ژوند ملګري/ې ټاکنه کې حتا د ذوق و فکر سمون هم  اړین دی ولو که هغه که د فلم لیدل، میوزک اوریدل یا هم پاپجي ګیم کول وي او یا هم که د کرکټ و فټ بال لوبه وي، چې یو تن پکې دلچسپې لرې او بل نه، نو همدا د فکر و ذوق نا انډول والی یې تر منځ د یو دېوال حیثیت لري، که یو تن یو څه او بل بل څه لیدل و کول غواړي، په ټکر، درز، یو تضاد/ یو بل ته (ستړي کوونکي) تمامېږي، خو برعکس که یو د بل لپاره قرباني ورکړي بیا هماغه د زور یارې شوه، نه د خوښې.

ـ که یو ځل مو چا باور مات کړ دا پدې معنی نده چې د هر چا پر وړاندې بې باوره شو، شک پرې وکړو. که په هر چا بې باوره او شکمن اوسو.

هو البته، که یو څوک ښه میئن/ مینه ثابت نشي، هغه یو ښه د ژوند ملګری/ ې هم نشې کیدلي.

که یو ځل ناکام شوی/ې وې، دا پدې معنی نده چې بیا به هم ناکامېږئ او هڅه او هېله لرل به پرېږدئ، بل ځل بل چاته به موقع نه ورکوئ، ژوند په بیا بیا کولو او بیا بیا ازمایلو ارزي، همدا د ژوند تقاضاء ده!

دغه شان، که یو ځل چا دروغ  درته ويلي وي، دا پدې معنی نده، چې هر ځل به دروغ وایي، شاید یو ځل یې مجبوریت و او تر شا یې کوم لوی و معقول لامل موجود وي او هغه لامل “ستاسو د لاسه ورکولو ویره” هم کیدلی شي.

ـ وایې، یو کولال کوڅه په کوڅه ګرځېده او غږ یې کاوه، چې “روغ لوښي واخلئ او مات کنډولونه اخلم” مات کنډولؤنه اخلم…

یو میئن ورته ویلي، ” مات شوی زړه هم اخلې؟ ”

کولال: که زړه مو دومره ارزښت درلوده نو چا به ماتولو نه!!

هو، د زرو قدر په زرګر وي. کولال مات کنډولونه رغولو او په ارزښت یې پوهېده نه د ماتو زړونو. که غواړئ ارزښتمن ژوند ولرئ، نو مات زړه پیدا کړئ، بیا یې له سره ورغوئ نوې ساه ورکړئ او ژوند پکې پیل کړئ، ځکه؛ مات زړه د روغ زړه په ساتلو بهتر له روغ زړه پوهېږي.

ـ نو، د ژوند لپاره اړینه ده، چې د ژوند ملګرې/ی یو ایډیال ولرئ، که پیدا نشو، اړینه نده، چې له خپلې نظریې څخه لار چپه کړو او په توکل یې انتخاب کړو، نه یوازې “توکل” موږ ته زموږ په ذهن/تصور کې جوړه دنیا نشي راکولی، بلکې د ټول عمر لپاره به یوۀ تشه، یوۀ خالي ګاه وي زموږ په زړه کې د همیش لپاره پاتې کېږي.

نو بهتره ده، چې د ژوند دا مهمه پرېکړه سطحي ونه نیسو او هېڅ تؤکلي ټاکنه ونه کړو.

ـ له مینې ملګرتیا مهمه ده او له ملګرتیا باور،چیرته مو چې زړه اوبه نه څښي، هلته زړه مه نیالوئ، ثمره خو څه حتی ټیغنې (ټوکېدل) به ونه کړي.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!