ژوند بدمرغه نه دی!
نن من حیث د وطن جګړه ځپلې او قربانې شوې افغان پیغلې نه، بلکې د وطن هغه ارواپوهه،چې حالاتو ورښودلي او پوهه کړې، پیغلو او وطنوالو ته د پورته کیدو او نه ماتېدو حوصله یم.
زما هم د ارواپوهني ژبه او نسخه زده ده.
زما هم زده دي، چې څرنګه د خپلې برخې تورو شپو کې د وطن په هره کوڅه کې یوه د همت ډېوه په لاس وګرځم او له هرې کړکۍ یوه ویده پیغله څراغ په لاس را پسې لیکه کړم.. دا د وطن تور برخلیک که روښانه نه کړای شو، نو باور لرم، چې د حجر شپه به سره په ګډه یو ځای سحر کړو او لمر به شو!!
اې پیغلو!
ـ خوښې اوسئ، خوښ اوسیدل ستاسي حق دی.
په نړۍ کې هېڅ دین..مذهب د خوښۍ خلاف نه دی.
هر هغه انسان مو له ژونده نفي کړئ، چې ستاسي خوښي درنه اخلي یا یې نشي لیدای، او هر هغه څوک چې ستاسو د خوښۍ سبب ګرځي، له ځانه سره وساتئ.
له کمو امکاناتو، ډېره استفاده وکړئ!!
په دې سړه هوا کې د خپلې خوښې او وسعې مطابق خواړه پاخه کړئ؛ داسې موقعیت د ناستي لپاره غوره کړئ، چې ستاسي روح اراموي، خپله د خوښې موسیقي درته چالان او د خپلې خوښې جامې واغوندئ او ورته کېښنئ!
پدې باور ولرئ، چې ستاسي خوښي ارزښتمنه ده!!
یو څه وخت یوازې له ځانه سره تېر کړئ، خپل هر د توان مطابق فرامائش مو پخپله پوره کړئ.
باور وکړئ، دومره د خوښۍ و سوکالۍ احساس به وکړئ، چې اوسني حالاتو کې د تصور خلاف وي. ژوند ډېر لنډ دی؛ خوښې اوسئ او خوښي وویشئ!!
او هو، هېڅوک د دې حق نلري او مه چاته دا حق ورکوئ ولو که ستاسې خپل هم وي، چې ستاسي خوښي درڅخه واخلي، دوی ته ثابته کړئ، چې تاسي څومره قوي یاست!!
منم چې اوسنۍ ورځې مو بدمرغه/ترخې شوې دي، خو ژوند بدمرغه نه دی!!
ستاسو لیکنو کې درد احساس، د خوېندو او وروڼو د ورځني ژوند ترجماني وینم!
ژوند مو له خوښیو او بریاوو ډک شه، خورکۍ!