خبرونه

د نړۍ تر ټولو لویه د صحي اوبو د تیرولو فابریکه پرانستل شوه.

سعودي عربستان د نړۍ تر ټولو لویه د غیر صحي یا ناپاکه اوبو د تصفیه کولو کارخانه پرانیستله. چې پدې سره به په سعودي عربستان کې د صحي اوبو رسولو اسانه او خورا سهولت رامنځته شي.

د “العربيه نېټ” د راپور له مخې، سعودي عربستان په لوېديځ ساحل کې د “الشقيق بندر” ته څېرمه د صحي اوبو د کارونې لومړنى فابریکه پرانيسته.
د چاپېریال، اوبو او کرنې وزارت د هېواد په ټولو برخو کې د اوبو رسولو د تامین لپاره بېلابېل پلانونه پلي کوي، چې دا هم یو له دې جملې څخه دی.

د “جازان” والي “شهزاده محمد بن ناصر” د چاپېریال د اوبو او کرنې وزیر “عبدالرحمن الفضلي” د صحي اوبو د استفادې ملي ادارې (SWCC) مشر “عبدالله بن عبدالکریم” په ګډون د دې نوې پروژې پرانیسته وکړه، چې دغه نوی فابریکه به هره ورځ ۱.۵ ملیون متر مکعب اوبه چمتو کوي.

SWCC (د غییر صحي اوبو د صحي ( استفادې وړ کولو لپاره د فلوټینګ فابریکې جوړولو پالیسي تعقیبوي.

والي “عبدالله العبدالکریم” وویل: “موږ د خپلو پلانونو د پلي کولو لپاره د حکومت څخه غیر معمولي ملاتړ ترلاسه کوو.”
د البحري اجراییوي رییس “عبدالله الدبیخي” وویل:
“زموږ شرکت د SWCC په ملګرتیا کار کوي – چې دا نوې پروژه زموږ د ګډو هڅو پایله ده.”

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!