لیکنېنثر

دا ټولنه به کله دا زده کوي،چې “څوک څنګه دي” هماغسي یې ومني” ؟!!”

نړۍ دومره ظالمه او بې رحمه ده چې حتی د هغه ګناهونو سزا هم درکوي، کوم چې تاسو اصلاً کړي نه وي. مطلب په دې بې حسه زمانه کې که تاسي په طبیعي پیدایښت کې نیمګړتیا ولرئ یا هم یو غییر نورمال و معلول انسان وې. (په ځانګړې توګه نجلۍ وې) په داسې حالت کې؛ پردي خو لا څه چې … حتی د خپلو خلکو د طعنو ښکار به هم وي او د انتقاد په توپونو به درسره سلام و کلام کوي.
دا ډول خلک پخپله د کمترۍ په احساس اخته وي، خو د خپل نسل په ذهني ناروغه کولو کې به هم هېڅ ډول کمی نه پرېږدي.

بیا لا نړۍ وايي:
چې هو، دا سمه نده، خو څه وشو؛ ځان ثابت کړه، کار وکړه، نوم پیدا کړه، پیسې وګټه او داسې نور…
ولې…؟
ولې څوک باید ځان ثابت کړي؟
ولې یو چاته باید د هغې څه/ ګناه سزا ورکړل شي،چې هغه کړي نه وي؟
ولې یو څوک د دنیا (خلکو) د خوشالولو لپاره خپل ژوند ضایع/خراب کړي؟
او یا هم، که دا نړۍ یوازې د هغو خلکو لپاره ده، چې بې عیبه او ښکلي دي؟ او عام صورته،غیر نورمال انسانان د منلو وړ نه دي؟!

دا ټولنه به کله دا زده کوي،چې “څوک څنګه دي” هماغسي یې ومني” ؟!!”

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!