ژوند او بریالیکنې

عمر یوازې یو عدد دی.

موږ عمر او ظاهري بڼه د داخلي کیفیاتو سره تړلې ده.
د انسان خوښي او خفګان د هغه له ​​دروني شخص سره تړاو لري، چې په حقیقت کې دا دننه ناست شخص د یو ماشوم په څېر اوسېدل غواړي؛
ځيني مضریتونه/شوخي، چپه و راسته کارونه کول، ټوکي ټکالي، په لوړ ږغ خندل، کله د جوکر(مسخره) په څېر ټوپونه وهل، کله د ماشومانو په څېر خبرې کول، کله بې ترتیبه دلته او هلته غږېدل او کله هم د چا په مینه کې “ګلاب په لاس د انتظار په دار د ځړېدلو هېله لري”.

موږ داسې فکر کوو..؛ چې د یو چا سپین ویښته، د عمر ډېرښت ، د مذهب/دیني پوهه یا عالم کېدل یې د میچور (بلوغیت) نښه ده.
موږ غواړو:
هغه خلک چې دیني پوهه لري، د علم خاوندان وي؛ یوازې د ریموټ کنټرول ماشین ووسي. په ۴۰ کلنۍ کې باید نرم و ارامه خندیدل یا مسکا وکړي،تل نصیحتونه او د کار خبرې وکړي، تیروتنې خو اصلاً نه ځنې سر ووهي.
موږ هڅه کوو، چې د عمر سره سم د خلکو احساسات وڅیړو.له دې وروسته احساس کوو، چې داخلي کیفیات یې هم بدل شوي دي.

په داسې حال کې چې ځواني، ماشومتوب یا بوډاتوب؛ ټول داخلي کیفیات دي.د دې پرېکړه عمر نه، بلکې فکر یې کوي، چې څوک ځوان، څوک ماشوم او څوک بوډا دی؟.

د څیړنو له مخې، زړښت د یو چا په عمر یا د زیږون نیټې پورې اړه نلري، بلکه په State of mind ..”ذهني حالت” /فکر پورې یې اړه لري، چې څوک ځانله د څه فکر کوي او څرنګه اوسیدل غواړي یا یې خوښوې، یعني هغه چې وایې،
په سپین اوربل مې غلط مه شه
زړه مې باغچه دی بوراګان نه قبلوینه

خو برعکس..
موږ د یو چا عمر ته په کتو پرېکړه کوو، چې د جذباتو او احساساتو عمر یې تېر شوی دی، په داسې حال کې چې حقیقت په همدغه… کلنۍ کې هم انسان په احساساتي ډول ځوان پاتې کیدلی شي/کېږي، خو د چاپېریال له امله ورځ تر بلې د ستړتیا احساس کوي، چې په پایله کې « د عمر زړښت نه، بلکې زوړ فکر پرې غالبیږي» او کله چې زوړ فکر غالب شي،نو د انسان ځواني هم د زړښت په قبر کې ښخېږي.
نو..
عمر یوازې یو عدد دی!
ـ تل هغه څه کوئ، چې ستاسي خوښېږي.
خندانه اوسئ، په هر حالت و هر سن کې ورزش کوئ، خپل د خوښې رنګونه په خپل ذوق اغوندئ، نه د خلکو په خوښه!
حدالقل د ورځې، نیم ساعت وخت خپل ځان ته ورکړئ؛ خپل ځان سره قدم ووهئ، خبرې درسره وکړئ.
دا سمه نه ده چې هر وخت دې جدي ووسئ! که نه نو ستاسې داخلي (دننه) ماشوم به خفه شي.😊

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!