ژباړې

هېڅکله خپل کنټرول، نورو ته په لاس مه ورکوئ

په ژوند کې د اروا پوهنې یوه نقطه، چې زه پرې ډېر ناوخته پوه شوم “د یوې کوچنۍ انجلۍ لخوا پرون په خورا ساده الفاظو تشریح شوه.”

ما له هغې وپوښتل،کله چې په ټولګي کې ماشومان تا ځوروې او بیا تښتی.. نو
“ته یې په ځواب کې یې څه کوې؟”

هغې په ډېر اطمینان ځواب راکړ:
“زه راحته یم، داسې څرګندوم چې هېڅ هم نه دې شوي.”
ـ ومې پوښتل ، “ولې؟”
ـ ویې ویل:
“زه کولی شم،چې دوی ووهم، خو زه دا کار کول نه غواړم. که زه دوی ووهم، نو ستونزه به تر ادارې او ښوونکي ورسېږي.”

ـ ومې ویل:
“اخر دوی غواړي څه؟”

ـ “دوی همدا غواړي، چې زه په تنګ شم،ترڅو دوی پسې منډې ووهم ..او دوی هم خوشاله شي.”
نو ځکه مې پریکړه وکړه، زه څه اړتیا لرم او ولې هغه څه باید ترسره کړم چې دوی یې غواړي. “
“کله چې زه کوم عکس العمل ونه ښایم ، دوی ته ډېره غوسه ورځي او زه د دوی له غوسې خوند اخلم ، نو هغه څوک چې ما په غوسه کول غواړي، پخپله په غوسه کېږي.”

ـ دا “ټکی” تاسې هم زده کړئ!
هېڅکله خپل کنټرول نورو ته په لاس مه کوئ. د دوی په خوښه عکس العمل مه څرګندوئ ، په ځانګړې توګه کله چې د دوی “هدف منفي” وي.

ژباړه

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!