لیکنېنثر

ښځې ولې لوښې پرېمنځي؟!

مېرمنې د اخلي پخلي کولو سره هېڅ ستونزه نه لري. په اکثرو کورنیو کې لیدل کېږي، چې مېرمنې اخلی پخلی په ډېر شوق او مینه کوي، خو دوی ته غوسه په دې خبره ورځي، چې کله لوښې په ډېری ډېری جمع او د اشپزخانې نظم ګډ و وډ کړي.

کله چې په کور کې د خوراک څښاک نه وروسته د لوښو ورا ته وکتلی شي، نو هغه وخت دې زړه غواړي؛ هر چا چې ډوډۍ خوړلي وي، په هر یو دې خپل ککړ لوښې پخپله پرېمنځل شي.
په هر صورت، لوښې خو باید مېرمنې پرېمنځي.

نن په همدې هکله غواړو تاسي ته د لوښو وینځلو هغه ګټې بیان کړو، کوم چې څېړنو هم ثابتې کړي، چې تر پوهېدو وروسته به یې تاسي (مېرمنې) د لوښو پرېمنځلو نه، نه زړه تورې کېږئ.

د لوښو پرېنځلو ګټې:

۱، د لوښو په پرېمنځلو سره ډپریشن یعني ذهني اندېښنې لرې کېږي.
کله چې تاسي لوښې پرېمنځئ، نو ذهن ته مو مختلف فکرونه درلویېږي، چې ډېر زر مو له ذهنه وځي او فکر مو په بله کېږي، چې په دې توګه تاسي د ذهني ډپریشن څخه ژغورل کېږئ.

۲، مثبت فکر:

د کلیفورنیا پوهنتون د څېړنو له مخې:

د لوښو پرېمنځلو پر مهال د لاسونو کرښې مستقیمې په اوبو کې وي، چې له امله یې د وینې په حرکت یعني جریان کې بهتري راځي،چې د موډسوئینګ په څېر کار کوي، چې د مثبت فکر کولو ذریعه جوړېږي.

۳، د ملا درد:

پدې سره به مو د ملا درد نه وي، چې په نېغ یا سیده ودرېدلو سره د ملا د مُهرو د درد په تکلیف کې هم کمی راځي.

۴، جسمې ستړتیا؛

د لوښو پرېمنځلو په صابون کې “فائیکلیز زکیمیکل ” موجود وي؛ کوم چې جسمې ستړتیا کموي. په همدې هکله که چیرته تاسي فکر کړئ وي، کله چې تاسي د شپې لوښې پرېمنځئ او څملئ، نو ډېر زر مو خوب وړي او سهار هم وختي له خوبه بیدارېږئ.

۵، سوخت او زخم:

د لوښو پرېمنځلو سره، ستاسو د لاسونو چې کوم ځای داغ و سوځیدلی وي زر ښه کېږي او له منځه ځي، د مستقل حرکت په وجه د ګوتو هډوکي فعاله وي، چې په دغه حرکت ورکولو سره تاسي ځان قوي او صحتمند ساتلی شئ.

۶، نرم او ملایم جلد/ پوستکی :

د لاسونو پوستکی مو ورسره نرم، ملایم او موائسچرائز کېږي. تر څنګ یې د ګوتو د منځو ګونځې هوارېږي، خیرې یې پستېږي او لمر تور کړي، کړغیړن رنګ ورسره له منځه ځي، چې لاسونه یوه شیشیې ځلا خپلوي او صفا ستره ښکاري.

۹، عمر ورسره اوږدېږي:

د یوې چینایي څېړنې له مخې، د لوښو په پرېمنځلو سره عمر اوږدېږي،ځکه چې په دې موده کې جسم یو ځانګړې حالت کې حرکت کوي، چې دا حرکت ساعتوار یعني Clock WISE وي، چې پدې سره کیلیر یا زوفائینک کیمیکل رامنځته کېږي، کوم چې د عمر د اوږدېدو سبب کېږي.

نو اغلو مېرمنو، هر کار چې له زړه او په مثبت فکر تر سره شي، ضرور روغتیایي ګټې لري.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!