ژوند او بریا

زما د ژوند ملګریه!

زما د ژوند ملګریه!
زه بخښنه غواړم ، چې تاسره د موټر په مخکنې سیټ کې کښیناستلی او له موسیقۍ خوند اخیستلای نشم،
هو ، مګر تر څنګ دې کښېناستلی او تر ډېره دې خبرې اورېدلی شم، تر څو زموږ سفر یو ښکلی یادګار شي، چې څښتن تعالی هم راڅخه راضي شي او زړه مې هم راضي شي.

زما د ژوند ملګریه!
زه بخښنه غواړم ، زه تاسره په ګرځیدو خلکو ته دا قناعت/باور ورکولای نشم، چې تاسو ته خدای څومره ښکلې مېرمنه درکړې.
هو ، مګر د یوازیتوب په شېبو کې به زه تاسو هېڅکله مایوسه نکړم، د نبي کریمﷺ د حدیث مفهوم دی چې:
“غوره مېرمن هغه ده، چې خاوند یې په کتو خوشحاله شي “

زما د ژوند ملګریه !!
زه بخښنه غواړم، د دې دپاره چې زه هرڅه نشم کولی، ځکه چې زه بشپړه نه یم، زه نیمګړتیاوې هم لرم،
هو، مګر.. زه به په خوښۍ سره هر هغه څه زده کړم، چې ستا خوښېږي او ته یې رازده کول غواړئ.

زما د ژوند ملګریه !!
زه بخښنه غواړم، کله چې د جومات څخه د “الصلوة خیر من النوم ” غږ راځي، نو زه به ستاسو خوب ته هېڅ پام ونه کړم، او زه به تاسو د لمانځه لپاره راوېښوم؛ ځکه چې د حلال رزق ترلاسه کول بېشکه ستا وظیفه ده، مګر دا هم ریښتیا دي، چې د فجر په وخت کې د رزق فرښتې راځي.

زما د ژوند ملګریه !!
بخښنه غواړم، زما د کور څلور دیواله خوښ دي، ځکه چې زه پکې ځان خوندي احساسوم،
هو، مګر که د محافظ په توګه راسره وې نو بهر به هم ووځم، ځکه چې زه غواړم هر څه چې وم په تاسو تکیه وم.

زما د ژوند ملګریه !!
زه بخښنه غواړم، زه ښایي ستا بچو ته انګلیسي ورزده نشم کړئ،
هو، مګر دوی ته به حتماً د “ترتیل” سره د قرآن پاک تلاوت ور زده کړم.

زما د ژوند ملګریه !!
زه بخښنه غواړم، چې کله ناکله په غوسه کې ترخه کېږم، ځکه چې زه یو انسان یم او انسان خامخا نېمګړی وي.
هو، مګر، کله چې مې په مینه او خلوص پوه کړئ، نو سمدستي به مو درک کړم او بخښنه به وغواړم.

زما د ژوند ملګریه !!
زه بخښنه غواړم، چې د ماسختن لمانځه نه بغییر دې خوب ته نشم پرېښودلی، ځکه چې زه ستا د بستري لاندې د دوزخ لمبې نشم لیدلای.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!