ژوند او بریا

د دنیاوې ژوند د کامیابۍ یولس اصول:

ژباړه او راټولؤنه

د دنیاوې ژوند د کامیابۍ یولس اصول:

۱، د لوړ معاش لرونکي دندې څخه، کوچني کاروبار ته ترجیح ورکړئ، ځکه دنده تاسې، هېڅکله شتمن کولای نشي.

۲، په شخصي سرمایه کاروبار مه شروع کوئ. شخصي سرمایه ستاسې د عمومي سرمایې ساتونکې ده، چې عمومي سرمایه مو یوازې ژغوري، زیاتولی یې نشي. هڅه وکړئ د نوي کاروبار له شروع کولو دمخه سرمايه پیدا کړئ.

۳، تاسې هره ورځ په لس کاروباري طرحو( ایډیا) فکر وکړئ، دغه ۱۰ کاروباري طرحې به تاسو ته په کال کې ۳۶۰۰ د نوي تجارت موقع مساعدي کړي، چې له دې جملې څخه به حتماً څو طرحې ستاسو د خوښۍ باعث شي.

۴، په ژوند کې هېڅکله د چای، کافي او یا هم ټیکسې پیسې مه سپما کوئ، د پیسو سپما کولو لپاره د بس سفر(ارزان کرایه) مه غوره کوئ، ځکه چې تر ننه هېڅوک هم په سپما نه دی شمتن شوی. شتمنې د ډېرو عوایدو په ذریعه ترلاسه کېږي، نه په سپما کولو سره.

۵، تعلیم حاصل کړئ، تعلیم د انسان په سوچ و فکر او د پوهې په صلاحیت کې ډېروالی راولي او کاروباري اهلیت یې لوړوي. هغه کسان چې یوازې سوچ و فکر کوي، هېڅکله صحتمند نه وي.

۶، که نغدې پيسې لرئ، هڅه وکړئ تر %2 ډېره يې سرمایه ګذاري نکړئ او %98 پیسې له ځان سره وساتئ. دا %98 پیسې به ستاسې باور او حوصلې زیاته کړي.

۷، داسې کاروبار هېڅکله مه غوره کوئ، چې سیالي پکې ډېره وي یا په بله اصطلاح تر ډېره په سیالۍ ولاړ وي، بلکې داسې کاروبار پیل کړئ، چې تاسې پکې خپل تسلط یا حاکمیت کلک وساتئ.

۸، په ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته خوب کول؛ تر ټولو لویه سرمایه ده.

۹، همېشه هغه چاته وخت ورکړئ، چې تاسي سره مینه لري، نه هغه چاته چې تاسې ته وخت نه لري یا هغه څوک چې ستاسې شتون او نه شتون ورته هېڅ توپیر نه کوي.

۱۰، تاسې ټوله ورځ د الله تعالی په هغو نعمتونو شُکر کوئ،کوم چې الله تعالی تاسې ته درکړي دي، شُکر د انسان مدافعیت پیاوړی کوي.

۱۱، په خپل ځان، په خپل ذهني صلاحیتونو او خپلو تجربو باور ولرئ، تاسې د نورو څخه د صحیح و غلط پوښتلو پر ځای،په حالاتو پخپله غور و فکر کوئ، ځکه چې په نړۍ کې پرته له خپل ځانه بل نږدي ملګری نشته.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!