لیکنې

د اندېښنو لپاره دلایل مه تراشئ، بلکې حل یې ولیکئ

دنیا د غم ټال دی او پدې ټال د زنګېدلو لپار بهانې، دلایل کم نه دي،خو د دې ټال نه د کوزېدو او د دې قلف ماتولو لپاره کیلۍ لرل پکار دي.

مثلاً

د خواشینۍ دلیل که لیکي، نو دا هم ولیکه

دا چې انسان باید د انسان په ځای او رب د رب په ځای وګڼل شي. هرکله چې انسان د رب په ځای کښېنول شي، د دوی عبادت کوي، دوی به یې زیان پخپله ویني. الله تعالی انسان هغه ځای کې ناهیلې کوي، چېرته چې یې د الله پر ځای هېلي تړلي وي.
اړیکې ، کار ، پیسې … هر څه چې دي، یوازې الله به د امید محور پاتې وي.

د خواشینۍ دلیل که لیکي، یو دا هم ولیکه:
دا چې تاسې هرڅومره یو چا ته د روح دننه ځای ورکوئ، په همغومره اندازه ژور ټپ به درکوي. ستاسې ذهني سکون، ستاسې دروني ارماتیا، ستاسې د سترګو په وړاندې به یې درڅخه یوسي او تاسو به یې یوازې تماشه کوئ.
په ډېر سوچ و فکر سره د زړه و روح دروازه پرانیزئ او ورته وایست چې څه دي؟
که د روح دروازه بېخي خلاصه نه کړئ، نو دا به لا غوره وي.

د خواشینۍ دلیل دا هم ولیکه:
چې سوله او ارمتیا زمونږ د رب لخوا ډالۍ ده.
له همغه یې غوښتونکي یو، یوازې همغه ذات یې راکولای شي او کله چې یې غواړئ، نو بیا اندېښنه د څه، چې ولې وځنډېده؟
د هغه ذات رحمت د هغه په ​​قهر غالب دی.
د همغه ذات تعظیم ته یو ځل سر ټیټ کړئ …

د خواشینۍ دلیل که لیکي، دا هم ولیکه:
چې په یوځل د زړه څخه ، “الحمدلله علی کل حال” ووایه.
هغه زر ځله وایې، “کله چې ټول بدن سوځي ، نو تاسي زړه وژغورئ.” (زما په اړه قضاوت مه کوئ -)

د خواشینۍ دلیل که لیکي، دا هم ولیکه:

اوښکې تویول کوم زیان نه لري.
سهار د هر چا دمخه له خوبه پاڅېږه.
په چوپه خوله یوازې خپل لاسونه پورته کړئ، او د زړه درد مو د اوښکو په تویولو سره ومینځه، حتی که یوه کلمه هم په ژبه ونه وایئ، الله تعالی د زړونو په رازونو بهتر پوهېږي. د بې ځایه اندېښنو پر ځای له الله تعالی مرسته وغواړه او ستونزه مو حل کړه.

د خواشینۍ دلیل که لیکي، دا هم ولیکه:
ولو که هر دلیل وي، د غم و خفګان هر رنګ ما خپل رب ته نږدې کوي.

د خواشینۍ دلیل که لیکي، دا هم ولیکه:
چې خواشینې هم په خپل ذات کې یو رنګ دی، چې په هر رنګ (غم) کې یو خیر وي. بس یوازې د اوږدې مودې کیمپ/ ډیری ځنې مه جوړوئ، میلمه دې اوسي، نه اوسیدونکی.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!