لیکنېنقلِ قول

په عمر ابن الخطاب دې میلینونه سلام وي.. !!

کله چې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه مسلمان شو ، د لمانځه وخت وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته وفرمایل: لمانځه ته تیاری ونیسئ.
عمر فاروق رضی اللہ تعالیٰ عنه وپوښتل، لمونځ چیرته کوئ؟
نبي کریم ﷺ وفرمایل؛ کومې ګوښې کې به یې وکړو.
عمر فاروق وویل: زما مور او پلار دې ستا په قدمونو کې قربان شي، که تاسي هم پټ ځای لمونځ وکړئ، نو بیا د عمر فاروق د مسلمانېدو فایده څه شوه.
عمر فاروق وویل، چې نبي کریمﷺ به نن په کعبه کې لمونځ کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: عمر په کفارو ډېر غالب ځواک دی.

وا ..! زما خدای ، عمر فاروق په خپل آس سپور د مکې چوکونو ته وواتۀ.. کوڅو کې په خپل آس سپور یې اعلان وکړ، چې اې د مکې خلکو! راشئ، .. نن زه د کلمې په ویلو د محمد مصطفی غلام شوی یم، نن ورځ موږ په کعبه کې لمونځ کوو، که څوک غواړي چې میرمنې یې کونډې او ماشومان یتیمان شي، نو د عمر مخه دې ونیسي.

په الله قسم ، کله چې عمر فاروق رضی اللہ تعالٰی عنه مسلمان شو، د مکې کافران د ماتم لپاره سړکونو ته راووتل او ویې ویل، چې نن د مکې نېمه برخه له موږ څخه واخیستل شوه.
عمر فاروق رضی اللہ تعالٰی عنه بیرته راستون شو او نبي کریم ﷺ ته یې وویل: اې رسول الله .. !! تاسو مخکې شئ، زه به درپسې، په بیت الله کې لمونځ کوو. زه ګورم چې کوم کافر د دې جرئت لري، چې زموږ لاره ونیسي.

سلامت د بیت الله تر دروازې ورسیدل، کله چې یې د بیت الله دروازه پرانیسته، نو نبي کریم ﷺ له ډېرې خوښۍ نه د تکبیر نعره پورته کړه، د ” الله اکبر ” نعره په بیت الله کې په لومړي ځل داسې پورته شوه، چې د کفر منارونه یې ولړځول. بیت الله یې له بتانو څخه پاک کړ او مسلمانانو په ښکاره توګه عبادت وکړ. اسلام ته یې ځواک ورکړ.
او کله چې زموږ پیغمبرﷺ له مکې څخه هجرت وکړ، نو هغه وخت هم عمر فاروق لومړی د الله تعالی د کور بې سارې طواف وکړ، بیا په آس سپور شو او د مکې په کوڅو کې یې اعلان وکړ، چې نن زه خپل محبوب محمد ﷺ سره مدینې ته هجرت کوم. که کوم کافر جرئت لري، نو د عمر مخه د ونیسي.

په عمر ابن الخطاب دې میلینونه سلام وي.. !!

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!