ژباړېژوند او بریا

که کله مو خندا نه درېده، نو ځان وسکونډئ.

آیا پوهېږئ؟!

ـ که تاسې نېم سیری (نېمه سردردي) لرئ، نو خپل لاسونه یوه شېبه د یخ (واوري) په یخو اوبو کې کېږدئ. سردرد به مو ارام شي.

ایا پوهېږئ؟
ـ کله چې د خوب پرکالي درباندې راځي او غواړئ مخه یې ونیسئ یعني ویده نه شئ، نو اوږده موده مو ساه (څومره چې کولای شئ) بنده او بیرته واخلئ.

ایا پوهېږئ؟
ـ کله چې په ملاسته هم درباندې سرګرځي، نو خپله یوه پښه په یخه ځمکه یعني توشک نه لاندې يه یخ ځای ږدئ.

ایا پوهېږئ!؟
ـ کله چې خوب نه درځي، نو د یوې دقیقې هومره خپل باڼه په تیزی سره رپوئ، خوب به درشي.

ایا پوهېږئ!؟
ـ د جلدي امراضو څخه د مخنوي لپاره؛ وروسته د لمبا نه یخي اوبه پر ټول بدن تیروئ.

ایا پوهېږئ؟!
ـ کله چې د زړه بدوالي یا قعی (کانګې) کولو احساس درته پیدا کېږي، نو خپله د لاس غټه ګوته مو په لاس کې کلکه او زور سره موټی ونیسئ، زړه بدوالی به مو ښه شي.

ایا پوهېږئ؟
ـ کله مو چې دننه ستوني خارښت کاوه، نو غوږ کې مو ګوته ووهئ او وه یې ږروئ، د ستوني خارښت به مو ارام شي.

ایا پوهېږئ؟!
ـ که د شپې مخکې د خوبه مطالعه وکړئ، نو سهار به مو ښه په یاد وي.

ایا پوهېږئ؟
ـ که کله مو خندا نه درېده، نو ځان وسکونډئ.

آيا پوهېږئ؟
ـ که غاښ مو درد کوي، د لاس د شهادت ګوتې او منځنۍ ګوتې ترمنځ يوه ټوټه يخ (واوره) کېږدئ چې ټکور شي.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!