ژوند او بریالیکنې

ښځه د کور “داخله وزیره ده، خو که د خپل ښځېینه توب په ګوهر و هنر پوهه اوسي.

زموږ په ټولنه کې او بخصوص مېرمنو ته اکثریت دا پیغور ورکول کېږي، چې په ښځو د تاوتریخوالي لوی لامل پخپله ښځه ده. یعني یوه ښځه په بله ښځه ظلم کوي.

د خواښې پر اینږور او اینږور په خواښې همدا راز نندور او نورو د ژوند و او کړنو مثالونه ورکوي، چې تر ډېره بریده ریښتیا هم ده.
د هر کور مشره مېرمن یعني مور د هغه کور “داخله وزیره” وې. د هر کار کولو د امر او پلان صلاحیت، د بچو د کنټرول، میړه و زوی په لاس کې د نیولو او راپور ورکولو چارې د همدې داخله وزیرې مربوط او صلاحیت وي.

که په یوه کور کې په اینږور ظلم کېږي، ترشا به یې ضرور د مور (خواښې) لمڅون یا شکایت وي. همدا راز که اینږور ظلم کوي، لامل یې میړه وي.
مور فکر کوي، چې لومړی زما زوی او بیا وروسته ستا میړه دی، دا کور اول زما او مشره یې زه یم او بیا وروسته ته یې، چې اینږور دیته غاړه نه ږدي.

برعکس اینږور فکر کوي؛ چې ستا زوی و، خو اوس زما میړه دی، اول زما میړه او بیا وروسته ستا زوی دی. دغه راز کور هم، فکر کوي، مخکې ستا کور و او د چارو سنبالښت یې ستا ترغاړي و، اوس یې باید بشپړ صلاحیت زما په لاس کې وي.

په هر صورت، حقیقت خو دا دی چې، که میړه / زوی دی او یا هم که د کور چارې؛ د دواړو مشترک او خپل ځای معلوم دی.
هوښیاره مېرمن هغه ده، چې د دواړو د ساتلو او د خوشاله ژوند په هنر وپوهېږي او ځنې کار واخلي.

نو نن موږ هم د دغې تاوتریخوالي له منځه وړلو او د دې هنر یو څو نکتي ذکر کوو، چې نه سیخ وسوځي او نه هم کباب.

۱، مېړه ته مو د دې عادت ورکړئ، چې کله کور ته راځي، تر ټولو لومړی باید د خپلې مور خواته او بیا وروسته ستاسو خوا یا خونې ته درشي.

۲، هر کله چې بازار ته ځئ، نو خواښې ته مو یو څه ناڅه حتمي راوړئ، ولو که هغه د کاټن، کتان کالیو سیټ وي او یا هم که د لس روپو مومپلې.

۳، کله مو چې جامې بدلولئ، د اغوستلو لپاره دوه جوړې انتخاب کړئ او خواښې ته مو وروړئ، له هغې وپوښتئ چې کومه یوه جوړه واغوندئ؟ بیا چې هغې هر نظر درکړ، هماغه جوړه واغوندئ.

۴، کله مو چې مېړه درسره ښه رویه، رفتار کاوه،نو د خواښې ترمخه د هغې ستاینه وکړئ، چې خپل زوی ته یې دومره ښه روزنه ورکړئ ده.

۵، هېڅکله د هېچا پر وړاندې؛ د خپل مېړه، خواښې یا د کوم بل چا د خسرګنۍ بد مه وایئ، ځکه چې دا غیبت دی او غیبت کورونه ړنګوي.

۶، کله مو چې پخلی کولو، مخکې د پخلې نه له خواښې نه یو ځل حتمي پوښتنه وکړئ، چې نن څه پاخه کړم. اکثریت دا معامله ستاسې خوښې ته پرېږدي، خو احیاناً که د کوم څه فرمایش یې درکړ، بیا د هماغې په خوښه پخلی وکړئ.

۷، که کله مو مېړه و خواښې یو ځای ناست او په مجلس و، تر ډېره هڅه مه کوئ، چې مېړه باندې غږ وکړئ یا یې هم له هغه ځایه دروغواړئ.

۸، د خواښې د خوښې ستاینه کوئ، دوی ته د دې باور ورکړئ، چې تاسي یې له اعلی ذوقه متاثره یاست.

۹، کله چې له خواښې سره ناستې وئ، نو دې سره د دې د پلارګنۍ خبرې کوئ او د دې د کوچنیوالي او پیغلتوب کیسې اورئ.

۱۰، کله کله پرته د هغې د ویلو یې پښې چاپي کوئ، سر یې مالش/زور کوئ.

۱۱، د خپلو ګاونډیانو او خپلوانو دمخه د خپلې خسرګنۍ و خواښې ستاینه کوئ.

۱۲، کله کله پرته د خواښې، خسر د ویلو، هغوی ته د بدلولو لپاره جامي را اخلئ او ورته ووایست، چې بدلي یې کړئ.

ـ الله رب العزت دې پدې خبرو موږ ټولو مېرمنو ته د عمل کولو توفیق راکړي.

آمین

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!