خپل مسؤلیت وپیژنئ او همدا نن خپل پورونه ادا کړئ!
ــــ ـــ ـــ ـــ ـــ
هر څوک د “جنت سفر” پخپله په یوازیتوب ترسره کوي…!!
موږ د هېچا جنت ته د رسولو مسولیت نه لرو.!!
هو،مګر … موږ کولی شو چې د یو چا لپاره د جنت لاره اسانه کړو، د جنت په سفر کې ورسره مرسته کولی شو!
نو د همدې لپاره، تل “له بدیو ځان وساته او په نیکۍ امر کوه “
ـ په حقیقت کې تاسي د خپل ذات قرضداره یاست، چې دا ستاسو د رب حکم دی او پوښتنه به یې درڅخه کېږي.
ځکه، چې د حدیث له مخې څوک چې زموږ ماتحت/ تابعین دي، موږ باید له هغوی وپوښتو:
هغه که زموږ خویندې وروڼه وي،که ملګري وي، او یا هم که زموږ اولادونه …
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
كُلُّكُمْ رَاعٍ
ستاسو هر یو مسؤل دی،
وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ،
او له هر چا څخه به د خپلو ماتحتانو په اړه پوښتنه کېږي.
الْإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ ،
امام پیرودونکی دی او د پیروانو لپاره مسؤل دی،
د وخت حاکم د خپلو رعیتونو په اړه مسؤل دی او له هغه څخه به د رعیت په اړه پوښتنه کېږي.
وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ،
هر څوک د خپلې مېرمنې او اولادونو مسؤل دی او له هغه څخه به د خپلو مسؤلیتونو پوښتنه کېږي.
وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا،
ښځه د خپل میړه د کور مسئوله ده او د کور د مسئولیتونو په اړه به ترې پوښتنه کېږي.
وَالْخَادِمُ رَاعٍ فِي مَالِ سَيِّدِهِ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ،
نوکر د خپل بادار د مال مسئول دی او له هغه څخه به د هغه د مسئولیت پوښتنه کېږي.
(صحیح البخاري: ۸۹۳)
نو که ستا په نغري کې اور بلېده او ګاوڼډیان دې نهاره ویده شول، پوښتنه به یې درڅخه کېږي!
همدا نن .. همدا اوس… خپل شاوخوا وګورئ!
مخکې له دې چې وپوښتل شئ، له ځانه وپوښتئ او خپل مسؤلیتونه وپیژنئ!!
اوږي مو سپکې او پورونه مو ادا کړئ!!!