سیاست

په نړیوال نظام او سیستم کې د هېوادونو د قدرت موازنې/انډول ارزښت.

لکه څرنګه چې، د هېوادونو قدرت/توانایي د اندازه کولو لپاره مشخص معیار او واحد وجود نه لري؛ نو د یو هېواد قدرت د ملي ځواک عناصرو ته په کتو سره تثبیت او مشخصېږي. هر هېواد د خپل ملي امنیت، ملي حاکمیت، وګړیز حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه په دفاع او تحفظ کې دې ته لومړیتوب( اولیت) ورکوي، ترڅو
اوسنې نړیوال سېستم او یویشتمه پېړۍ کې د ګاونډ، سیمې او سیمې څخه بېرون هېوادونو سره خپله د قدرت موازنه مساوي او معادله وساتي.
د ورته حالت لپاره هېوادونه په اوسني نړیوال سیستم کې ناګزیر هم دي، ترڅو دخپلو رقیبانو او زبرځواکونو په لومو کې د ښکیل کیدو له کړاوه دمخه ځانونو ته نجات ومومي.

که چیرې کوم هېواد دغه چاره کې ناکام/ پاتې وي تل به دنورو ځواکونو د تهاجمي بریدونو تر تاثر لاندې قرار ولري.
زموږ هېواد موجود وضعیت د پورتنۍ ادعا ښکاره بېلګه ده، چې تل د خوا او شاه(څلور لارو) لخوا د زبرځواکونو د ښکېلاک او تسلط سبب ګرځېدلی.

په تاسف سره باید و وایم《د پورتني حالت نشتون په صورت کې د زبرځواکونو استعمار په نتیجه کې زموږ ولس او ملت د متمدنیت او صنعتي کیدو له پروسې ډېر وروسته پاتې شوی؛ چې لا هم خپلو اولیه اجناسو او ضرورتونو مرفوع ته لاسرسی او حل نه لري، بلکې ولسونه مو د بد اقتصادي وضعیت له امله د مرګ شپې او ورځې تېروي》

په نړیوالو اړیکو او نړیوال سیاست کې د “Realism” تیوري، په لاندې څلورو شمارو کې خلاصه کولای شو.

①په نړیوال سیستم کې بې نظمي( International System is Anarchy)
②د هېوادونو ملي ګټې(National_ Interests)
③د قواوو توازن( Balance Of Power)
④د هېوادونو ملي امنیت( National Security)
③ دریمه شماره کې یو هم( Balance Of Power) دی.


ریالېستان وایي: کوشش باید وشي ترڅو د رقیبو هېوادونو سره خپل توازن برابر کړې. معنا دا دوښمن هېواد سره هره برخه کې باید ستا قدرت برابر وي.

مثال کې هند او پاکستان فرض کوو، که پاکستان د چین هیواد سره دوستي کوي، نو هند هېواد مجبور دی، د دې لپاره چې د پاکستان سره خپل توازن برابر کړي په مقابل کې یې د افغانستان، روسیې، استرالیا… ته د دوستۍ لاس غځوي.
بل مثال: که هند نن اتومي او ذروي وسلو برخه کې نوی او عصري لرې واټن ویشتونکی توغندی جوړوي او ازموي، نو پاکستان هم مجبور دی ورته توغندی جوړ او ترلاسه کړي، ترڅو د مخنیونې تیوري( Deterrence theory) پر اساس د هند دقدرت مخنیوی پرې وکړي.

له بلې خوا که چیرې یو هېواد په تهاجمي لحاظ پیاوړی وي باید دځاني دفاع پروخت هم ښه تکنیکي، ټیکنالوژیکي او لوژیستکي وسایل ولري ترڅو دمقابل طرف لخوا د دروند تخریب او تجرید سره مواجه نشي.

دنړۍ ورځ تربلې پرمختګ او د زبرځواک هېوادونو دنوو صنعتي، اقتصادي، نظامي پالېسیو پلي کول، د دریمې نړۍ هیوادونو پرمختګ او انکشاف مخه ډب کړې.

د ابرقدرتونو له تسلط څخه د خلاصون په موخه ځینې سیمیز تروریستي هېوادونه د خپلې خپلواکۍ، ملې واکمنۍ، ارضي تمامیت، سیاسي استقلالیت او ملي امنیت څخه په دفاع او ساتنه د ځینو تروریستي تحریکونو او وسلوالو جنایتکارو ډلو تمویل او حمایت ته لاس اوږدوي.
ښه مثالونه یې هم پاکستان، ایران، هند او داسې نور کیدلای شي.

که وګورو زموږ د سیاسي مسؤلانو غېرې عقلاني او بې شعوره تصامیمو او احساساتې پریکړو تل دا هېواد دنورو هیوادونو په سیاسي او استخباراتي لومو( دامونو) کې ډوب کړی.
د دې لومو څخه د خلاصون لپاره باید په بېلانس اف پاور کار وشي.
دولت ته پکار ده خپلو ملي امکاناتو او وسایلو ته په کتو ملي ځواک هم په داخلي او هم په خارجي دواړو سطحو پیاوړی او اغېزمن کړي، ترڅو راتلونکې کې هېڅ قدرت پرموږ د یرغل او ناوړه دسیسو دطبیق جرآت ونه کړي.

نتیجه دا د قواوو توازن په اوسني نړیوال نظام او سیستم کې هر هېواد لپاره ډېر ضرور او اهم دی، چې نن ورځ زیاتره هېوادونه دغه چاره باندې زیات فوکس او تمرکز کوي.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!