سیاست

پر اکراین د روسیې او امریکا روان کړکیچ

لیکوال: ثناءالله سمون

پخوانیو امریکایي سیاسونو، جنګیالي او مسلکي ستراتېژستانو، نظامي مبصرینو  اټکلونه او وړاندوینې هم بې څه نه وې. هغه وړاندوینې نن سبا د واقعیت بدلېدو حال کې دي. برژینسکي هم یو له هغه اشخاصو و، چې امریکا د نویو سیاستونو طراح او تیورېسن ګڼل کېږي. په ۱۹۷۰ لسیزه کې د امریکا ترومن ادارې امنیت شورا سلاکار و.

 برژینسکي په خپل کتاب کې د “سطرنج لوبې لویه تخته” کې وایي: په سړه جګړه کې د شوروي شکست د شوروي د ځینو خطاوو او تېروتنو پر اساس وه، چې شوروي به بېرته د خپلو خطاوو په جبران کې ایله ۳۰ کاله وخت ونیسي او یو ځل به بیا پر خپل موقف ودرېږي.

نن ورځ هماغه حالت دی. شوروي، برسیره پردې چې کریمیه یې تیرو وختونو کې یرغل او ځان پورې وتړه، لیکن  اوس غواړي د اکراین دوه ښارونه” لوهانسک” او “ډونټسک” له رسمیت پېژندلو وروسته ټول اکراین هم رسماً ځان پورې وتړي. 

روسیه ادعا لري، چې نوموړو پورته دوه ښارونو وګړي روسیې تابعیت لري او په ۲۰۱۴ کال کې د دغه سیمو ۲۷۰۰۰ تنو ته روسیې پاسپورتونه هم ورکړل شوي دي.

که روسیي ځواکونو د پرمختګ مخه ونه نیول شي عیناً لکه د ۱۹۵۰ م کال د “ډومینو تیوري” له مخې د شوروي دغه نیول به یې نورو هېوادونو ته هم سرایت وکړي او بلاخره به د امریکا په شمول نورو متحدینو ته د خطر زنګ وي.

په یویشتمې پېړۍ کې د ختیځ او لویدیځ جرمني یو ځای کیدل د روسیې د کمزورۍ په معنا وه.

که څه هم سوړ جنګ پای ته رسیدلی لیکن د ناټو راتلونکی ماموریت او ختیځ خوا ته پراختیا به د روسیې سره د امریکا په نیابتي جګړه وي.

امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۷ م کال په نظامي بودیجه کې د روسیې شاوخوا ګاونډیو هېوادونو کې د پوځونو د ملاتړ، تجهیز او تربېې په موخه ۳.۴ میلیارد ډالر ځانګړي کړي ول.

روسیې هم په ۲.۱۶ کال کې د خپلې نظامي ستراتېژۍ لویه برخه ګاونډیو هېوادونو جغرافیه کې د ناټو فعالیت او حضور مخنیوي ته څانګړې کړې وه.

بلاروس، بلغاریه، پولنډ، لتویا او استوانیا ته د امریکایي او ناټو ځواکونو داخلېدل د روسیې نظام پایو نړېدلو پر معنا دي.

روسیې ولسمشر پوتین هم د حالاتو پر پېچلتوب او د غرب پر سیاسي فرېبونو اګاه او پوه دی، نو ځکه کوښښ کوي مخکې له دې چې روسانو د زوال ورځې نژدې شي باید په بشپړه توګه له خپلې خاورې او ولس دفاع وکړي.

اکراین ۶۰۳۵۰۰ کیلو متره مساحت ۴۴،۵ میلیونه نفوس او ۳۴۷ میلیارد کلنی ناخالص عاید لري.

اکراین د وسعت او اقلیم په لحاظ د غلې دانې د شکور په نامه یادېږي او دا چې اروپا په ختیځ او روسیې سره ګډه پوله لري؛ ځکه یې ستراتېژیک پرېوت په خپل ذات کې د روسیې او ناټو لپاره حیاتي ارزښت لري.

اکراین په ۱۹۹۴ کال کې د ناټو سره ګډ کار پیل کړ او په ۲۰۰۲ کال کې یې ورسره د ګډې همکارۍ سند لاسلیک کړ.

کله چې د اکراین ولسمشر_ ویکتور یانکوبچ د اوکراین او اروپایي اتحادیي سره تړون لغوه کړ او د روسیې سره د نېژدې کېدلو پلان یې ونیوه، نو لومړی ځل د اکراین مرکز کېپ کې قیام جوړ شو او د ویکتور په عزل پای ته ورسېده. 

۲۰۱۶ کال یو ځل بیا د اروپایي اتحادیې سره اکراین د ګډو او دوه اړخیزو تعاملاتو ګډ سند لاسلیک کړ، چې تر هماغې ورځې اکراین د شوروي د حساسیت  نقطه ګرځېدلې.

ولسمشر پوتین بار بار امریکا تورنوي چې د ۱۹۹۴- ۲۰۰۱ کال تړون له لاسلیک شوو ژمنو سر غوړونه کوي او د روس پر وړاندې د اکراین عنادي مقاومت ته یې زور ورکړی.

بلې خوا امریکا دا ویلي چې په ناټو کې د اکراین عضویت سره به یې هېڅ وخت د روسانو ګوزار ته پرېنږدې. 

اوسمهال چې د اکراین معضله ډېر حساس وضعیت کې قرار لري، نو تر ډېره شونې ده، چې امریکا، ناټو او روسیه سره ونښلي او هغه څه چې وار له مخه روښانه دي، هغه د دواړو اړخونو دروند نظامي قدرت، اوږدمهاله او له تخریبه ډکه جګړه، د اتومي اسلحو د استعمال وقوع او نامعلومه پایله ده.

《زما په اند او شننه! امریکا د ځینو لاندې دلایلو له مخې روسیې سره د نظامي ټکر او جنګ زړه نه ښه کوي!”》

۱: امریکا وایي اکراین د ناټو سره رسمي غړیتوب نه لري. 

د ناټو تړون ۵ ماده صراحت سره وایي: چې د ناټو پر یو غړي هېواد یرغل پر ټوله ټولنه د یرغل په معنا دي؛ ځکه امریکا ادعا لري چې زموږ نظامي مداخله د تړون د اصولو خلاف کار دی.

۲: دویم دلیل دا دی، چونکې نن ورځ اټومي نړۍ ده، نو امریکا ګروهمن ده کېدای شي نظامي مداخلې په صورت کې اټومي جګړې د وقوع سبب وګرځي. امریکا د ورته حالت د مخنیوي لپاره یو ځل بیا روسیې د منزوي کولو لپاره سړې جګړې ته تیاری نیسي، ترڅو په غیر مستقیم او شکل د اشکالو سره روسیې د زړه زور اوبه کړي.

۳: د دریمې نړیوالې جګړې د وقوع خطر هم محسوسېږي چې دا به د ټول بشریت د هلاکت سبب وګرځي, ځکه د اټومي او ذروي وسلو د تکثیر او عصري کېدو برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوې دي. 

۴. امریکا تل غواړي جګړې پر دیپلوماسۍ حل او فصل کړي نه په زور او جګړه.

۵. امریکا په اسیا کې د خپلو نویو او زړو رقیبانو د توند غبرګون له خطر ویره احساسوي.

داسې نور دلایل هم وجود لري؛ مګر د اکراین کړکېچ که څومره هم شدت اخلي او زیاتېږې، نو امکان ولري زموږ په شمول د نړۍ یو شمیر ډېری هېوادونه هم تر خپل تاثر او اغېز لاندې راولي.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!