ارواپوهه: ډاکټر سیده عارفه زهرا
ژباړه: مهر تاج
د دې ویل به لږ ستونزمن وي او ښایي دا خبره زه د ټولو په وړاندې وکړم؛ هغه خلک چې زیان نه شي ګاللی ، هغوی به هېڅکله ګټه هم ونه کړي.
موږ کلونه وړاندې د دې ثابتولو لپاره هڅه کوله، د کاغذ هغه ټوټه چې موږ ورته ډیګري (اسناد) وایو، ډېر مهم وي، چې د هغې لپاره مونږ نصابي تعلیم هم… که د انګلیسي کلیمو ویلو اجازه راکړئ لکه:
multiple choices, Quiz
(له یو نه ډېر انتخابونه)
نه! موږ خو طوطیان نه روزو، بلکې حساس او هوښیاره انسانان روزو،خو د هغوی له حِس او ذهن څخه کار نه اخلو. د دې اصلي لامل دا دی چې زما نسل تقریباً له میلاد څخه وړاندې پورې تړلی. هغوی چې به تعلیم کاوو، نو د تعلیم سره به یوه لویه او اړینه خبره تړلي وه، چې هغه (تربیت) و.
اوس موږ له تعلیم سره تربیت نه دی یو ځای کړی… هېڅ ځای به تاسو دا دوه توري (تعلیم او تربیه) یو ځای ونه ګورئ!
بیا ښاغلي * جنرال ضیاءالحق، چاته چې زه خپل محبوب وایم، هم یو بل کمال وکړ، هغه له موږ څخه خبرې اترې واخیستې! د پوښتنې کولو اجازه راڅخه واخیستل شوه…کومه ټولنه چې پوښتنه کول هېر کړي؛ نو هغه ټولنه به ځواب له کومه ځایه ومومي؟
او اسناد موږ ته راکړلی شو،تر څو موږ د ښه کار/ژوند په لټه شو.
زه به پدې ویلو ویلو ومرم؛ چې « ژوند ته کار کول پکار دی، کار ته ژوند نه دی پکار…» موږ د اوږو بار لا پسې ډېروو، موږ ذهن پراخوالي ته نه پرېږدو، نه یې آزادوو.
یو ښوونکي ته د دې اجازه نه شته، چې کوم کتاب د هغه په لاس کې دی له هغه پرته دې نور څه وویلی شي.
او بیا چې کله دلته د مذهب لاسوهنې وشوې؛ د ژوند ټول خوبونه اویا ۷۰ حورو ته منسوب شو.
اویا حورو ته منسوب شو!!
تاسي وایئ، چې پلټنې ته اړتیا ده، خو ستاسو ولسمشر وایي، چې آرام به په قبر کې ترلاسه کېږي! نو څوک چې د هغې آرام په لټه کې دي؛ هغوی به ولې هڅه او پلټنه کوي؟ خو د مرګ راتګ ته به انتظار اوباسي… زموږ په ټولنه کې تلې/ترازو بدلېږي، زموږ میعارونه بدلېږي.
تو په کومه ټولنه کې چې انصاف نه وي؛ د وخت مصلحت کېږي.
په یوه ټولنه کې چې د دولت هر فرد ښاري نه وي او د هغوی حقوق سره برابر نه وي، په دې خاطر چې د هغه رنګ د هغه نسل یا د هغه عقیده او یا د هغه ژبه له موږ څخه مختلفه ده… نو ته ووایه، چې هلته څوک څنګه ډاډه ژوند کولای شي؟
او که د ټولنیزو رسنیو پوښتنه را څخه وکړې، نو مثال یې داسې دی، لکه د شادو لاس ته چې ادرک ورشي… څوک چې په دې نه پوهېږي چې د همدې ټولنیزو رسنیو له لارې په څومره مثبتې طریقې سره تربیت ورکولی شو… د هغوی په روزلو کې همدا اله ډېر اړین رول درلودلی شي، زده کوونکي ترې څه څه زده کولای شي… خو د دې پر ځای تاسو وګورئ چې څه څه روان دي؟
کله چې ما د پېغلتوب په درشل نوی پل کېښوده او زده کړې مې کولي؛ هغه وخت د (Diary) (د یادښتونو کتاب) لیکلو دود و، او د یادښتونو کتاب به دومره شخصي څیز و، چې د نوي بانک اکونټ پټولو لپاره به دې هم هومره هڅه نه کوله.
خو اوس که تاسو یوه خبره لیکئ او د هغې څلور پنځه دقیقې وروسته که څوک پرې تبصره ونه کړي، نو تاسو خفه کېږئ، چې ستاسو په لیکنې اوسه پورې چا رایه/نظریه ولې نه ده درکړې؟
که د پرمختګ کومه لاره وي، نو هغه به دا وي چې، څو ورځې موږ ټول د هندارې په وړاندې سرونه ښکته کړو او خپل ځانونه پکې وګورو، کله چې موږ په هنداره کې ځانونه وګورو، نو موږ به ځانونه وپېژنو.
کله چې زه ځان وپېژنم، نو زه به پدې پوه شم چې زما حال منفي او که مثبت دی.
نو راځئ، منفي یې پرېږدو او مثبت مخ ته بوځو!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
- ((جنرال ضیاءالحق یو څلور ستوری لرونکی جنرال و وروسته له دې چې په ۱۹۷۷ م کال د مارشالۍ قانون رامنځ ته شو دی د پاکستان د شپږم ولسمشر په توګه وګامرل شو، هغه له ۱۹۷۸ م کال څخه د پاکستان د ولسمشر په توګه پاتې شوی تر هغه چې په ۱۹۸۸ م کال په یوې هوایي حادثې کې ژوند له لاسه ورکړ.))