د ضمیر او وجدان توپیر؟
او د عقل سره یې ربط څه دی؟
“ضمير” د خود دارئ په لاس کې يو داسې ګز دی چې انسان ته د انسان د عظمت رؤ ګودر ناپ يعني په تول کوي او پوهوي يې چې رؤ او ګودر د ټولنيزو قوانينو په آئينه کې وګوري. مثلاً عظمت چې سود نه لري بلکه تاوان لري دا لوی شی دی که دولت؟
نو ضمير که د انسان درسته راهنمايي کوي عظمت چه تاوانې شی دی ورته په ګوته کوي دولت نه، دا يې د پيژندو يو مثال دی.
نور مثالونه هم لري؛ لکه د ټولنيزو مقاصدو د پاره په خطرناکو لارو تلل، لکه خوشال چې وايي،
بدرګه که محبت را سره نه وی
يک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک
محبت که د ذات تر حده هم شي نو دا د بل تن سره کېږي ځکه نو دا په هره حواله مخ د خپل ذات نه د بل طرف ته اړؤل دي او د بل دغمه سره اشنايي د خپل ذات د غمه وتل دي، او دا د عشق جزبه يوازې د خپلې ټولنې د پاره ضروري جزبه نده، بلکه د عالم انسانيت جزبه هم ده چه ضمير د انسان د عظمت محور دی.
“وجدان ” ددغې جزبو نه جوړ يو لمحياتي کيفيت دی، چه د خطراتو په حالت کې يې پښې هم رپېږي.
“تعلق” د دواړو د “عقل” سره شته، عقل که ضروري هم دی خو د ژوند او مينې په ځینې مرحلو کې انسان خطا کوي هم. د جهان ټولې چالاکۍ غلاوې، ټګۍ دوکه بازۍ دا هم د عقل پيدا کرده لارې دي، خو د مينې د جزبې په مخ کې د عقل سيکه نه چلېږي. دلته وجدان يعني وجد ډېر لوی رول لرلی شي، خو دا نتايج ټول انتخابي نتايج دي. په عمل کې نور نتايج هم پيدا کيدی شي دلته دوه جمع دوه څلور ضروري نه وي، نور څه هم وي چه د عقل رول په کې ضروري وي.
ـ په اصل کې وجدان د جبلت يو طرقي يافته شکل دی. وجدان يعني جبلت په ځناورو کې هم وي، خو په انسانانو کې یې چې ځان ته د عقل او ضمير ترڅنګ کوم مقام پيدا کړی دی دا يې د ټولنيزو قوانيو په وجه پيدا کړی دی، دا لکه د فطرت په قابو کې را دننه شوی او د ضمير جامې یې اغوستي دي، رول يې دومره تېز او خوندور دی چې د اعلئ نه هم اعلئ مقاصدو کې پکار راوستې شوی دی.
عقل او ضمير دواړه چونکه ټولنيزې پديدي دي، يعني مفروضاتي او ژبني معنوي قدرونه لري. وجدان که هر څو د فطرت په ذات کې موجود دی، خو دده شډل والی په ټولنو کې تراشل شوی دی، دې نه يوازې د ټولنې د قوانينو طابع کړی شوی، بلکه د ژوند د هر مثبت عمل دننه دې د عقل او ضمير دواړو نه مخکې په موقع او ميدان ولاړ وي خصوصاً د عشق او مينې په معاملو کې، وجد کې راتلل او لکه بسمل ټوپونه وهل سر وهل ګډيدل او د دنيا و مافيها نه بې پروا رقصيدل په مينه کې خپل هر څه په يو داؤ تړل ددې نه زموږ ټوله شاعري بيا ډکه پرته ده
دلته شاعر ويلي شي چې:
دل کی بستي عجيب بستي هے لوټنے والو کو ترستی هے
يا دا چې
غضب خو دا قيامت خو دا دی کنه چې هم مې وژنې هم مې نه پيژنې