ژباړېلیکنې

ارواپوهنه

په ژوند کې د اروا پوهنې یوه نکته، چې زه پرې ډېر وروسته پوه شوم “د یوې کوچنۍ انجلۍ لخوا پرون په خورا ساده الفاظو تشریح شوه.”

ما له هغې وپوښتل،کله چې په ټولګي کې ماشومان تا ځوروې او بیا تښتي.. نو
“ته یې په ځواب کې څه کوې؟”

هغې په ډېر اطمینان ځواب راکړ:
“زه راحته یم، داسې څرګندوم چې هېڅ هم نه دې شوي.”
ـ ومې پوښتل ، “ولې؟”
ـ ویې ویل:
“زه دوی وهلی شم، خو زه دا کار کول نه غواړم. که زه دوی ووهم، نو ستونزه به تر ادارې او ښوونکي ورسېږي.”

ـ ومې ویل:
“اخر دوی غواړي څه؟”

ـ “دوی همدا غواړي، چې زه په تنګ شم،ترڅو دوی پسې منډې ووهم ..او دوی هم خوشاله شي، خوند واخلي.”
نو ځکه مې پریکړه وکړه؛ زه څه اړتیا لرم او ولې هغه څه باید ترسره کړم چې دوی یې غواړي. “
“کله چې زه کوم عکس العمل ونه ښایم ، دوی ته ډېره غوسه ورځي او زه د دوی له غوسې خوند اخلم ، نو هغه څوک چې ما په غوسه کول غواړي، پخپله په غوسه کېږي.”

نوټ : دا “ټکی” تاسي هم زده کړئ!

هېڅکله خپل واک نورو ته په لاس مه کوئ. د دوی په خوښه عکس العمل مه څرګندوئ ، په ځانګړې توګه کله چې د دوی “هدف منفي” وي.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!