یو څوک باید ولرې

یو څوک باید ولرې (څوارلسمه برخه)

و څوک باید ولرې،
چې درته ووایې: تۀ ځانګړی یې، ډېر ځانګړی.
لکه د عبادت په څېر، د لمانځه د وختونو په څېر، د لپه شوې لاسونو په څېر، په کتابونو کې د لیکل شوي ښکلو لفظونو په څېر، په بڼ کې د ګلونو په څېر،
تۀ ډېر ځانګړی یې، بېخي ډېر ..لکه زما د “ذات ” په څېر…!

یو څوک باید ولرې،
که هر څوک ورته ستا غیبت وکړي، بد و بدنام دې معرفي کړي، دا ورته ووایې؛ په همدې سرشارۍ و بدنامۍ( ځانګړنه) مې خوښ دی/ده او ما ورته ویلي چې دغسي اوسه!!

یو څوک باید ولرې،
چې د یونان ټول ستر علمي ښارونه،د فلسفې مکتبونه، کتابخانې او مشهور تاریخي معبودونه درباندې وګوري. شپه مو د آتن ښار په زړه کې وي؛ زلفې دې په اوږو خوري پښې دې یوه په بله اړولي غیږ کې ورته ایښي وي، د ورځې رانیول شویو انتخابي کتابونو مطالعې ترڅنګ پر « د خوشاله ژوند په راز » موضوع سره خبرې کوئ.
دا درته وایې،
“خوشاله ژوند یعني جسماني و نفسیاتي خوند او لذت اخیستنه ده “
خو ته ورته وایې چې نۀ! ژوند د څو دقیقو موقتي حسي خوند و هوس په معنا نه دی،
” ژوند ځینې نور ارزښتونه و معیارونه لکه، هنر، درک، اوږدمهاله هدفونه او هېلیو په معنا هم دی “

ـ یو څوک باید ولرې،
چې پوهنتون ته پسې ورشې ورته ووایې زما سره راځه! سنجیده او پر معنوایاتو مئین او قانون ته پابند “اصولي صیب” درته ووایې، نشم کولای! کلاسونه لرم. ته یې تهدید کړې؛ که راسره لاړ نشي، چیغې به ووهم … ط..بانو ته به دې په لاس ورکړم …!
او بیا اول د یوې اوونۍ خوراکي توکي راونیسي، کور ته په رسیدو موبایل ځنې واخلي بند او ښاغلی په کور کې بندي د دروازې کیلۍ هم له چته لاندې ګوزار کړي ،د اشپزخانې چارې وروسپارې او خپله ورته د خیر په غونډۍ کښېنې مڼه خورې، دا هم درته لوښې وینځل و پخلۍ کوي.
داسې څوک … چې د تخښتؤلو او په بندي کولو “ارزښت ” ولري او پرې پوه شي!!

ـ یو څوک باید ولرې،
چې درته ووایې: مقدسات باید ښکل شي.
نو تاته په درناوې! زه باید ستا سترګې، تندی، شونډې او غاړه ښکل کړم…!!

یو څوک باید ولرې،
مثلاً یوه سرشاره په مینه او ژوند مېینه لېکواله، لکه “مِهر ” چې درته ولیکي:
ـ د انسان د خوښۍ ټول راز الله تعالی د انسان سره په مينه کې د حکمت په طور پټ اېښودی دی، د دنيا ژوند او جدجهد سره مينه ددغې مينې پيدا شوې ده. په نړۍ کې هر قسم سر بازانه تصورات د مينې نه پيدا دي. د مينې د نشت والي وجه ده، چې شدت يې مينه بازارې کړي ده.
“هېټلر ” او “چېګويرا” هم مينه کړي ده…
چا نه ده کړي؟!، خو کوم قسم دا بيا بېله موضوع ده ،،،،،،،،
نو يو څوک باید ولرې، چې د مينې په موضوع درسره خبرې وکړي!

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!