یو څوک باید ولرې

یو څوک باید ولرې (شپاړسمه برخه)

۱۶ برخه لړۍ «یو څوک باید ولرې»

ـ فکر مې کاوۀ نمبر به دې بند او ته وېده وې؟
ـ نا، وېښه یم!
ـ ولې تر دې وخته وېښه یې؟
ـ خوب نه راځي.
ـ خفه یې؟
ـ بېخي ډېره…
ـ راځه راوزه بهر ولاړ یم، قدم به ووهو؟!
ـ په چا ځان ډبوې، دا وخت او دا حکومت؟
ـ هو، که څوک ډبولی نشم، ځان خو په چا ډبولی شم، اوس نو دا راته مه وایه چې ته هم ورته حس نه لري او داسې نه غواړې! ؟
ـ غواړم..ډېر یې غواړم او درووتلم…

  • د کابل پر عمومي لار، پیاده لرو کې قدم وهئ چې ترڅنګ مو د ط… رینجر ودرېږي!
    ـ څوک یئ؟ د شپې په دوه بجو دا مېرمن درسره څوک ده؟ چیرته روان یاست؟؟
    په ځواب کې ورته ووایست:
    ـ د نامراده ځوانی ناکام مئینان یو.. په خپل ورک برخلیک پسې ګرځو، د خپلو مړو هېلو په ماتم راوتلي یو، د بې شوره ښار د خاموشه کوڅو، د بې ساه ماښامونو، د چا د ورکو پلونو، بې سازه سندرو، بې سروده مکتبونو، بې محصلینو پوهنتونو او د شهیدو بیرغونو فاتحه اخلؤ!!
    ط … هم درته ووایې، خدای مو هر کله راوله؛ او دومره مرش دومره مرش درکړي، چې د ۲۰۶ هډو څخه درته ۴۲۴ هډوکي جوړ او اخر کې مو ترلاس و پښو زولۍ ونیسي، د بهسودو تر پله لاندې مو ګوزار کړي..
    داسې څوک چې نه دې لاس ورسېږي، نه یې هم سر په څنګل ایښودلی شي، منګول وروړاندې او یوه زړه د خلاصه په ډکه خوله غبرګه د ژوند وروستۍ آزاده مسکا ورسره وکړي او پاس آسمان ته وګورئ، د خپلو ازادو ارواحو ننداره وکړئ؛ چې څرنګه د خدای په لور په چټکۍ الوت کوي….

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!