یو څوک باید ولرې

یو څوک، خیال که حقیقت؟ (دویمه برخه)

دڅرنګه خپل خوب و خیال په حقیقت بدلولای شو!؟

ـ د ژوند له شریکولو لومړی پر دې ډاډه شئ، چې د ژوند ملګری/ې مو څه رنګه شخصیت دی، هماغسې مو منلي او قبول/ه کړې ده.

ـ که زړه کې مو د ذرې هومره شک هم یو د بل پر وړاندې درلوده، له داسې اړېکې جوړولو صرفِ نظر شئ!

ـ د یوې ښې او ټینګې اړېکې لپاره، وعدو او شرطونو ایښودلو ته اړتیا نه وي، بلکې د دې لپاره يوازې دوه تنه پکار وي؛ چې یو پرې باور وکړي او بل یې درک کړي.

ـ اړیکې په زور او هڅو نه، له زړه تړل او په صداقت پالل کېږي، که په زور یې مخه ونیسئ، په پټه مو د خیانت زمینه برابره کړى ده.

آزاده یې پرېږدئ، چې ترمنځ مو د پټولو او بې باورۍ/ خیانت څه پاتې نه وي.

ـ خبرې هغه مهال له یوه او بله پټې ساتل کېږي، کله چې حساب غوښتل کېږي.

-تاوتریخوالی هغه مهال رامنځته کېږي، کله چې باور موجود نه وي.

ـ جرائت او زړورتیا یو بل ته وروبخښئ.

مثلاً:

چیرته چې د چا غوښتنې او هیلې نه پوره کېږي، هغه دېته اړ کېږي، چې له بله ځایه یې پوره کړي.

چېرته چې د چا د اوریدو څوک نه وي، هغه د داسې چا په لټه کې کېږي، چې خبرې یې واوري، درک یې کړي، وخت ورته ولري او ورکړي، چې د همدې وړو وړو ټکو ته نه پاملرنه د دې سبب کېږي، چې د ژوند ملګری/ ې یې د وخت په تیریدو د خپل ژوند له ملګري/ې زړه تورى او د هغه چا مسیحي شي، چې د اړتیا پر وخت اوږه ورکوي.

ـ د یو او بل خبرو ته ارزښت ورکړئ، پر وړاندې یې هېرجن/ه کېږئ مه، چې څه یې درته ویلي، او تاسي یې هم نه تنها دا چې عادي ونیسئ، بلکې هېر یې کړئ، په دې سره مقابل لوری دا فکر کوي، چې ګوندي یا زه یا زما خبره ورته کوم ارزښت نه لري یا ورته مهمه نه ده.

ـ هر تغیير د خیانت په مانا هم نه وي:

مخکې له واده ممکن انسان یو ډول وي، وروسته بل ډول شي، خو دې تغیير ته نه باید د خیانت یا بې مینې توب نوم ورکړل شي، ځکه؛ له واده وروسته د انسان مسوولیتونه زیاتېږي، مصروفیتونه او ستومانۍ یې هم ډېرېږي، د پخوا په څېر یو سر او په خپل سر نه وي، بلکې یو سر او سل سوداوې ورترغاړې کېږي.

ـ مېرمنو ته:

ځان پدې قانع کړئ چې ستا د ژوند ملګری بالفرض یو استخباراتي مامور دی، ژوند یې له ګنو پېښو او ماجراو څخه ډک دی، په یو لوی ماموریت کې دی په رازونو یې د ځان پوهولو هڅه مه کوئ، یا هم داسې ومنئ، چې کوم نظامي عسکر دی، ژوند یې له لوړو او ژورو ډک دی، دوښمن ته په سنګر دی، د یو ژور ذهني فشار لاندې دی او زما بغيیر هم ډېر نور لوی مسوولیتونه ورترغاړې دي. که کمولای یې نشو، نو بايد ورزیات یې هم نه کړو.

ـ میړونو ته

ـ یو ځل مو چې د زړه واوریدل او د دماغو مو ومنله؛ بیا پرې باور کول زده کړئ، له زده کړو، وظیفې یې او د هغو خوبونو چې د خپلې راتلونکې لپاره یې لیدلي، خنډ کېږئ مه، که چېرته یې هوس و غوښتنو ته رسیده ګي کولای شي، پوره مینه ورکوي، واده مو په خوښه او رضا پرته له کوم زور زیاتي او فشار ترسره شوی وي، نو شک مه پرې کوئ، چې ګوندي خیانت به درسره وکړي یا به بل چاته پر تا ترجیح ورکړي، پرې به دې ږدي، نوم به دې بد او شمله به دې ټيټه کړي.

دواړو ته! اړیکه باید داسې وي چې، د سپیناوې محتاجه نه وي:

یو د بل، شخصي آدرسونو ته په پټه مه داخیلیږئ، یو د بل موبایلونه مه چک کوئ، که پر لیکه خبرې کوي، خبرو ته یې پټ غوږ مه نیسئ، د تګ راتګ ټایم یې مه قیدوئ، جیب او عاید ته یې نه، بلکې د مخ ستړتیا ته یې وګورئ، څار، مه پسې کوئ. هره ښځه، ملګرې، همکاره او نور… معشوقه نه وي؛ د ښځې پرتله د نړۍ د هېڅ بلې ښځې سره نه کېږي او نه یې هم میړه پر ښځه بالا ګڼي.

همدا راز د ښځې په ژوند کې هم هر بل نارینه خپل ځای لري، لکه، ټولګیوال، استاد، همکار او نور… د دوی توپیر شته، د میړه سره نه مقایسه کېږي نه یې ځای نیولای شي نه ورته احساس پیدا کیدلی شي.

ـ هر څه په مادیاتو پورې هم مه محدودوئ، چې یو بل ته ووایست زه ستا لپاره هر څه کولای شم، سره سپین، کور بنګله درته اخیستلای او سهوولتونه برابرولای شم. خوښي و آرامش په مادیاتو نه بلکې په معنویاتو کې دی، او د معنویاتو لپاره کافي ده، چې احساس یې درک کړئ او زړه ته یې ښکته شئ او د دې لپاره باید؛

پدې پوه شئ، چې څرنګه لباس یې خوښېږي هغه ډول واغوندئ، څرنګه وېښتان جوړول یې خوښېږي جوړ يې کړئ، یو د بل د خوښې عطر ووهئ یا هم د هغه/ هغې د خوښې لپاره د هغه/ې د خوښې فلم ورسره یو ځای وګورئ، موسیقي ورسره واورئ، یو د بل ذوقونه وپالئ!

ـ کال کې یو ځل د واده کلېزه مه لمانځئ، هر ماښام یو عاشقانه ماښام انځور کړئ، اړینه نده، چې ډول ډول خواړه، رنګین دسترخوان اماده او قیمتې ډالۍ راونیسئ.

که برق مو نه وي، دا هم یو فرصت وګڼئ، د مېز په سر یوه شمع روښانه، د دوه الوګانو چیپس تیار، وچه ډوډۍ، دوه ګلاسه چای او یو قاب ګوړه کافي ده، خو چې د مینې په سلیقه د اخلاص دسترخوان اماده شي.

ـ هره شپه لکه د واده لومړۍ شپه ولمانځئ، هر سهار د واده لومړى سهار ګڼئ، څه معلومه ده، راتلونکي شېبې څه پېښېږي…

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!