یو څوک باید ولرې

یو څوک باید ولرې (دویمه برخه)


یو څوک باید ولري؛ 

کله چې خوږه مړۍ خوري دریاد شي او نېمه د هغه/ هغې په نوم وساتي.

یو څوک باید ولري؛ 

چې په نوم یې د یادښت کتابچه کې څه ولیکي.

یو څوک باید ولري؛

چې د موبایل پر سکرین یې انځور پریږدي.

یو څوم باید ولري: 

چې د ښېګنو لپاره دې بدګڼې هېروي. لس منفي نقاطو ته دې نه ګوري په یوه ښېګڼه دې خپلوي.

یو څوک باید ولري:

چې ستا په سر له رقیب سره وجنګېږي؛ درباندې بخېل وي، که هوا دې هم لمس کړې په هوا پسې لاس واچوي.

یو څوک باید ولري: 

چې په لرلو او یادولو یې د غرور احساس وکړي.

یو څوک باید ولري؛ 

کله چې رب ته لاسونه لپه کوي، لپه کې دې راشین شي، هر څه د هغه لپاره وغواړي او یوازې هغه د ځان لپاره وغواړي.

یو نه ستړی کیدونکی څوک باید ولري؛ 

که ته نادان/ه وې نه پوهېږي، د لاس خوشي کولو هڅه ځنې کوي.

هغه پدې پوه اوسي؛ که چیرته لاس دې پریږدي داسې به ولوېږي،چې بیا د پورته کیدو همت نه وي درپاتې.صرف په همدې وجه د سلو رټلو باوجود دې هم لاس نه پرېږدي،👫🏼تر څو یوه ورځ یې درک کړې او تاته ستا د نېمګړتیاو احساس درکړي.

ـ یو څوک باید ولري؛ 

که ژوند په داسې سړو رازونو نیولې وې، چې هېچا سره یې شریکولای نشي، خپلې بستري ته پناه یوسي، خو ساړه درڅخه مخ نه ګرځوې، او دا راشې، پرته له څه وایلو درسره په یو بالښت سر کیږدي، ګرمي پښې درټولي،مهربانه غېږ درځنې چاپېر کړي، اوږې دې په پستو ورغویو تر هغه مږي چې خوب دې همداسې پسې یوسي ـ

کله چې سترګې وغوړوې ستا د خوښې جامې یې راخیستي درته ووایي؛ ځان تیار کړه، د ځمکې هغې برخې ته دې په سیاحت بوځم، چیرته چې هر لوری د ښاپیرۍ سولې👰🏻خوشبو خپره او یوازې ذهني ارامتیا ویشل کېږي.. خو ګوره! ته دا ګومان ونه کړې چې ګوندې تاته چکر درکوم، غواړم له “سولې 👰🏻 ” سره نوی ژوند پیل کړم، نو یو څوک خو باید راسره وي که چیرته له سولې په تنګ شم جنګ ورسره وکړم .

ـ داسې یو څوک لرل؛

چې ستا زړه یې مات کړی وې، خو د وجود برجونه دې پر هماغه/ې تکیه وي، پرې یې ږدي،  قهر شې پرې وه یې ځوروې، خو ته هم ورسره وځورېږي، ورپسې ورشې او بیا ورته ووایي:

زه پوهېږم چې ته ملامته یې خو ځه بخښم دې، ځکه زړه مې درته بدېږي،  بغیر له ما دې خداکه کباړي په کباړ هم  واخلي او بغیر له تا مې هم خداکه په بل چا ارزښت پیدا شي!

هغه هم درته ووایې،  

راځه لوده راغاړې وځه

زمونږه څوک دي چې به مونږ پخلا کوینه…

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!