یو څوک باید ولرې

یو څوک باید ولرې (دریمه برخه)


یو څوک باید ولري:

چې بدرنګۍ ته دې نه تعریف شوې بې مثاله شاعرانه تعریف ورکړي او نېمګړتیا دې ځانګړنه وګڼي.

داسې یو څوک ؛ 

کله چې بیده وې باڼه دې وشمېري،

سهار له تخته د پاڅېدو پر مهال دې له مټه کش په سینه دې راواړوې، بېرته له ځانه سره دې کمپله کې په ځان کې ورک/ ورکه کړې او درته ووایي،زمونږ سحر ته لا وختي دی .

داسې څوک؛ 

چې ژمی یخي اوبه پرې واړوې، پکه پرې چالان کړي، چې ویده وې په خېټه ورته کښېنې یا هم له غوږه👂🏻 یې کش کړي، سترګو👀 ته یې د مالټي پوست اوبه وروزبښې، د دې هر څه باجود غوصه ورنشي، برعکس وخاندې او غېږ درنه چاپېر کړي…

د داسې چا لرل؛ 

چې ستا د خوښې ګلان درته په پسرلي کې نال کړي،کله چې یې په نه شتون کې اوبه ورکوي د خپلو ناویلو رازونو کیسې ورته کوي،ګلان هم درته په مينه غوږ او خبرې درسره وکړي.

داسې یو څوک؛

چې د یارانو په بنډار کې ناست خوږه مړۍ یې ستانه بغیر له ستوني نه ښکته کېږي.

داسې څوک چې چیرته ښکلا وویني ستا څهره یې سترګو کې انځور شي، ښه حس یې ووایي، ځای دې خالي دی یاره (یعني خپل ترڅنګ ستا حصه خالي ځای هم درته پریږدي)

هغه څوک؛ 

که په پارک/هوټل کې دوه میئن په چوکۍ/مېز ته ناست لاس په لاس وګوري، ستا په لرلو شکر وباسي او ووایي “شکر چې لرمه دې “

داسې یو څوک ؛

چې د رنګونو او ښکلاګانو په ښار کې، د حورو او غلمانو تر منځ، ستانه بغیر تنها وي.

داسې یو څوک:

چې د یو او بل په لرلو نړۍ نه درته ښکاري، د چا لباس او بنګله نه درته ښکاري، ولږي نه خبر نه وئ، یو بل ته په کتو مو چای سړي او زړه  ګرمېږي.. د خلکو سره سیالي درته حماقت ښکاري او د خلکو خبرې خپل زاوال وګڼي.

داسې څوک؛

چې په هر حالت ، هر مصروفیت کې درته پنځه دقیقي وخت حتماً پیدا کوي؛ زنګ درووهي او درته ووایي “غږ پسې دې خفه شوی/ ې وم غوښتل مې انرژې واخلم. 

داسې څوک؛

چې مسج درته پریږدي او لیکلي یې وي ” درپسې خفه شوی/ ې یم، هیر/ه  مې نه یې “میس یو یار 

او  ” ته هم ریپلی وروکړي ورته ولیکي : ” بده وکړه، مکاره دغه ساعت مخکې خو راسره وې، همدا دې ویل درځه چې خپل کارونو ته سره ورسېږو او بې مچکي لاړې.

هغه هم مسکی/ ۍ شې او ووایي: د لیوني لورې/زویه “زه هم درباندې مرمه “

یو داسې څوک خو باید ولري، 

چې د الفاظو په دروغو د زړه له حقیقته او د سترګو په خبرو دې پوه وې….

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!