یو څوک باید ولرې

یو څوک باید ولرې (پنځمه برخه)


یو څوک باید ولرې، 

کله چې تۀ حمام کوي، د حمام  دروازې تر شاته درته ځانپاک په لاس ولاړ / ولاړه او مړه مړه مرکه (بنډار)  درسره کوي او کله کله خپل د خوښې جامې یې هم درته راخیستي وي.

یو څوک باید ولرې،

چې د موبایل پر سکرین، کمپیوټر په ډیسټاپ، فیسبوک پر پاڼه ستا تصویر ولګوي.

داسې څوک چې درپسې خفه شې،د موبایل شمېره دې راواړوې یا پر پرده لګېدلی انځور دې ښکل کړي.

داسې څوک،

چې د ټولو خصوصي و رسمي ادرسونو/ خزانو هر څه ټول رمزونه  یې یوازې  تۀ وې .

یو داسې څوک باید ولرې، 

چې په سجده کې وریاد/ یاده شې او په لپه کې یې دعا شې،د مکي مکرمي زیارت یو ځای درسره وکړي، د دې غم هم ورسره وي چې په هغه دنیا کې یې هم باید تۀ ملګرې/ملګری ووسي.

داسې څوک چې درته ووایي، 

کور ته ناوخته مه راځه، حالات خراب دي، زما درته اندیښنه کېږي.

هو داسې څوک چې،

نه تنها ستا تر اوږې رسېدلي وي، بلکې ستا تر کارونو رسېدلي وي.

داسې څوک وې چې، ترخه قهوه یې د مینې په خوږو جوړه کړې څنګ ته دې کښېنې او ووایي، سبا دې ازموینه ده؟!  راځه په ګډه سره درس ووایو او بحث پرې وکړو.

هو همداسې څوک چې، 

 سترګو کې دې ستړتیا وګورې، درته ووایي، ځه ته لږ  استراحت وکړه، دوسیي دې ماته راکړه، او هو ریښتیا سر مې هم پرې راخلاص کړه، پاتې کار به زه پرې وکړم ان شاءالله سهار به یې پر مېز کار تمام وویني. اندېښنه مه کوه؛ چل مې زده دی، نن مې هسې هم د کور کارونه دومره نه و. یا هم کله په راپور چمتو کولو کې درسره مرسته وکړي.

یو څوک باید ولري چې، 

د سترګو ځلا یې بدن درسیځي خو د ایرو کیدو پر ځای د ژوند د زرغونېدو ډاډ دربخښي.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!