رسنۍژباړې

د کارګرانو نړیوالې ورځې د نمانځلو ریښه

د کارګر نړیواله ورځ یا (International Workers Day) هر کال د می میاشت په لومړۍ نيټه د کارګرو لخوا لمانځل کېږي.

ـ د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې بیلابیل ګوندونه لکه د کمونیست، سوسیالیست، آنارشیست او ګارګرانو ټولنو لخوا دا ورځ واټونو ته په راوتلو او مظاهرو لمانځي.
دا ورځ د هغې غونډې په ویاړ او یاد نمانځل کېږي، کله چې په لومړي وار امریکايي کارګرو د می په لومړۍ کال ۱۸۸۶ د یو سراسري او پراخ اعتصاب سره د کار وخت د کمولو غوښتنه وکړه، چې د کارکولو ساعتونه دې د ۱۴ نه اته ساعتونه په ورځ کې راټیټ شي.

تاریخچه:

کله چې د می په څلورمه کال ۱۸۸۶ د لاریون او اعتصاب په څلورمه ورځ د آمریکا په شیکاګو کې په لاریون کوونکو د پولیسو لخوا حمله او ډزې وشوې، د ډزو او همدې حملې په ترڅ کې یو شمېر کارګر ووژل شو، ځینې يي ټپیان او څلور یې غرغره شول.
دا په داسې حال کې وه چې کارګرو غوښتل کاري ساعتونه دې له لسو، اته ساعتونو ته راټیټ شي.
ددوې د غوښتنې په ځواب کې وویل شول، چې د کار قانون به د می په لومړۍ نیټه تعدیل او نوی قانون چې د کار ساعتونه په کې لږ شوي ول پلي شي، خو داسې ونشول، له همدې امله د دې هیواد په ګوډ ګوډ کې کارګر راپاڅېدل او د دې قانون د پلي کیدو غوښتنه يې وکړه.
د دې پاڅون په ترڅ کې د دې هیواد د ۱۲۰۰ تصدیو او کارخانو کارکوونکو د نه کار کولو اعتصاب وکړ.
د شیکاګو د لاریون کونکو کارګرو چې په دې لاریون کې ونډه اخیستې وه شمېر يې کابو ۹۰ زرو تنو ته رسید، په څلورم د می دوی د های مارکیټ (Haymarket) میدان کې راټول او له همدې ځایه وخوځېدل.
د دوی خوځېدو سره سم، پولیسو یې مخه ونیوله او غوښتل یې چې دا لاریون کوونکي تیت و پرک کړي، چې چاودنه وشوه، په دې چاودنه کې یو پولیس مړ، ځینې کارګر او پولیس ټپیان شول.
همدا وه چې پولیسو پر لاریون کوونکو ډزې وکړې او ګڼ شمېر یې ووژل، د وژل شویو کارګرو کره شمېر یې مالوم نه دی، خو د ټولو ټپیانو لیست یې جوړ شوی و.
د پولیسو له دې زور زیاتي سره لاریون کوونکي تیت شول، په ترڅ کې پولیسو اته تنه هغه لاریون کوونکي ونیول، چې ګوندې دوی دا لاریون په لاره اچولی وه.
د نیول شویو کارګرو له جملې پنځه یی آلماني مهاجر او یو یې آلمانی آمریکايي و.
محکمې یو په پنځلس کلونو قید او نورو ته د غرغرې حکم وکړ.
کله چې دا خبر خپور شو، نو په ټوله نړۍ کې به د دوی په پار یاد غونډې کیدلي او دا لمانځغونډې به هر کال بیاځلې او بیاځلې نیول کېدي.
نو له همدې کبله دا ورځ د کارګرو په نړیواله ورځ بدله شوه، د شیکاګو ډیری غرغره شوي آلمانیان ول نو کله چې په آلمان کې د آلمان نازي ګوند واک ترلاسه کړ په کال ۱۹۳۲ کې د مۍ لومړۍ ورځ د کارګرو د ملي ورځ په نوم ونومول شوه، دا ورځ په آلمان کې عمومي رخصتي اعلان شوه او اوس هر کال د می لومړی نیټه په آلمان کې رخصت وي.
دا وه د کارګر یا ګارګرو د نړیوالي ورځې تاریچه.
بې یادونې دې نه وي چې زمونږ دیني و شرعي اړخ مو نه دی څېړلی، چې پرته له یادې تاریخچې په دین اسلام کې د هر فرد، بشر خپل بېلابېل حقوق مالوم و مشخص او ذکر شوي دي.
د لیکنې پای به د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د یو حدیث په مفهوم وکړم چې فرمایلي یې دي:
تاسو کارګر ته د هغوی حق الزحمه ورکړئ، مخکې د هغۀ له خؤلو د وچېدو څخه!!

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!