لیکنې

دولسم (ب)

نسبت عامو ورځو ته نن ډېره ناوخته او لمرخاته له خوبه بیداره شوه.
اوفف دومره ستړی او دروند خوب لا مې هم سر ګنګس دی، لکه یوه پېړۍ چې ویده پاتې شوې وي او تر راوېښیدو وروسته هر څه بدل شوي وي.
پر مخامخ دیوال راځړېدلي ساعت ته یې نظر شو، له بسترې یې ځان لکه د برق وغورځاؤۀ، ځان سره لګیا شوه، ډېره ناوخته شوې ده ..ډېره…
نن په ښوونځي کې دومره لوی او مهم کلکسیون هم لرو.
مخ ته یې څو لپې اوبه واچولې پرته د غاښونو له برس کولو یې له المارۍ نوي پنجابي ګلابي رنګه او ورسره همرنګ ګلابي بوټونه راواخیستل، ویښتۀ یې په بیړه منظم، همرنګ لبسیرین یې پر شونډو تېر او څو پشه عطر یې پر غاړه پش کړل. سپین څادر نماز یې ورسره پر سر، سره د سپین دستکول یې اوږې ته واچؤ، یوازې موبایل يې پۀ کې کېښودۀ. د مېز له سره یې په خپلو لاسونو اُبدل شوي ټټرونه، نانځکې او نور صناعي توکي همداسې ګډوډ په لاسي پاکټ کې له ځانه سره واخیستل، د کور له ورۀ ووتله… په چټکو ګامونو مخ په ښوونځي روانه وه، چې له شا لورې یو چا په کڅوړه شوي کاغذ وویشته، مخ یې پسې وګرځاوه ، له څهرې یې وپیژانده؛ د جمهوري دوري یوتن چاپلوس مدني و فرهنګي فعال ؤ، پر فیسبوک ورسره فرنډ ؤ. هغۀ نۀ پېژنده، ځکه په مستعاره نامه وه، خو دې د فیسبوک (د پروفایل له انځور) څخه وپیژند .. له ځانه سره وبڼیده .. دا حرکت یې نو څه مانا؟ فکر کوم پر فیسبوک د نجونو په نامه د شاعري ترڅنګ یې په لارو کوڅو کې له نجونو سره داسې چلند هم دنده ده؟! نور نو ځنې څه تمه کیدلی شي، بلا مې ورپسې…
لاره کې یې هغه د “همیشه بهار” راډیو “ثنا ” هم ولیده، ماشاءالله نهه خویندي دي، خو ورور نه لري. ځان یې پرې ناګاره او ډډه ځنې وکړه، اوس به څه ورسره په کیسو بوختېږي، سره له دې چې ناوخته کړې یې هم ده.
قدمونه یې لا ګړندي کړل، خو تېزه نۀ شوه تللې ځکه د نوي بوټونو سایز یې لږ لوی و.
له ځانه سره لګیا وه: کاش نه وی مې پر پښو کړي، بېرته به مې بدل کړي وای. یو قلم او د یاداښت کتابچه مې هم له ځانه سره نه ده راخیستې دومره په بیړه نو څوک له کوره وځي، ځه خیر هسې هم بل ځای نۀ خپل ښوونځي ته روانه یمه. له کومې یوې به یې راواخلم مهم په کلکسیون کې ګډون او ځان رسول دي.
د ښوونځي دروازې ته په رسېدو امنیت ټینګ نیول شوی او پرته له کارت چاته د داخلیدو اجازه نه ورکول کېده.
ـ اوه زه خو کارت هم نۀ لرم، دننه به چا ته زنګ وکړم مرسته به ځنې وغواړم چې بهر ولاړه او څوک مې دننه نۀ درپرېږدي.
د انتظار په ځای کې د ګڼو هلکانو ترمنځ یوازینۍ جلکۍ دا ولاړه وه، هر یو به د کتار له اخره د دې ترڅنګ په یو نۀ یو پسې څټ را اوږدوۀ یوه نه یوه خبره به یې پلمه کوله، دا هم متوجه شوه، چې دوی په اصل کې دا څټ په ماپسې رااوږدوې پوښتنه کول یې غرض نه وي. او دې لیونۍ ته وګوره چې د لیوانو ترمنځ بېخاره ولاړه ده.
همداسې د دروازې په لور رهي شوه، دروازه کې یې متفاوت لباس ته په کتو امنیت والاو ورباندې د یوې زده کوونکې نه بلکې کومې بهرنۍ معززې مېلمنې ګمان وکړ، هېڅ یې ورڅخه ونه پوښتل نه یې هم د داخلېدو کوم ممانعت وکړ، برعکس مودبانه یې ورته ګیټ پر مخ خلاص او په عزت دننه بدرګه کړه.
په داخلیدو سره د ښوونځي په حویلۍ کې لکه لار ورکې مرغۍ ودرېده، سر ورباندې وګرځید، دا ګړۍ خپل ښوونځي کې ولاړه وه. بیا لکه نوې په سد راغلې له ځانه سره په خبرو شوه: زما ټولګی کوم لوري ته دی؟ تۀ نو څرنګه زده کوونکې یې چې د خپل ټولګي له موقیته خبره نۀ یې؟
اوه رایاده شوه؟ پس له دوه کاله “کورونایي قرنطین” او وروستي دوه کاله د نجونو پر ښوونځیو د تګ له بندیز چې ښوونځي ته راغلې یمه؟!
استادان، مدیر او ګرځنده نماینده ګان ولې دومره په خشن نظر راګوري؟
او ځینې یې حتی پر سینه لاس راته ږدي، مودبانه چلند راسره کوي؟ دا څه روان دي؟!!
اوه زما خدایه! اوس پوه شوم ؛
نوي خلک راباندې د یوې بهرنۍ هیحاتې ګمان کوي، ځکه احترامانه چلند راسره کوي او زاړۀ استادان چې په قهرجن نظر راګوري؛ علت یې زما رنګه د اصولو خلاف ګلابي لباس او لبسیرین دی، چې ولې د ښوونځي یونفارم (تور کاليو) خلاف او په سینګار کې راغلې یم؟!
خجالته شوه، ژر یې د ټیکرې پیڅکې پسې ورو لاس ښکته کړ په منګولو کې یې د ټیکرې پیڅکه مچوړه او شونډو ته پۀ داسې حال کې ورپورته کړه چې څوک ورپوه نۀ شي، غلې یې شونډې پاکې او ځان ملامت کړ.

له ځانه سره کرل او رېبل کوي، ښا نو استادانو ته به څه پلمه کوې، چې ولې په دې لباس کې راغلې هغه هم امتحان ته بې قلم و کتابچې؟
بهانه به وکړم، وبه وایم چې بل چیرته په مېلمستیا تللې او له هغه ځایه مستقیم دلته راغلې یمه.
اوه، تندي ته یې بیا ټک ورکړ، زه خو کلکلسیون ته راغلې وم او نن امتحان دی؟ دا ناڅاپي امتحان نو له کومه شو؟ پرته له مالوماتو په کې ګډون کول، چې له مضمون هم خبره نه یمه څه خېل امتحان ورکوې؟
دا امتحانونه له کومه شو؟ ما نو درس کله ویلای؟
دا ځل بیا ژر وریاد شو، چې ښوونځي خو بند شوي وو، نجونې یوازې امتحانونو کې ګډون کولای شي او هسې هوایي امتحانونه ورکوي.
خیر په هر صورت “دیر اید درست اید ” حدالقل له امتحانه خو به نه پاتې کېږم .
څومره ډېر بدلون راغلی دی، زما ټولګی کوم لوری دی او زه کوم ټولګي کې یم؟
پر حافظه یې زور راوړ .. هو رایاد شو، “دولسم (ب) ” کې وم.. هو، هو… دولسم (ب) …
له یو چا یې وپوښتل، سرمعلم ورباندې نظر او ټولګي ته سیخه کړه، د ټولګې په موندلو بیا د ندامت احساس ورولوید، زما رنګه لکه د بهرنۍ مېلمنې لباس او ټولګیوالې لکه د سولې کوترې اه څومره شرموونکې ده ..لا به نور څه وینم او څومره سپکې به له استادانو اورم.
خیر خدای راوستي پېښه ده، تېښته ترې نۀ شي، اوس ورځه امتحان مهم دی. اما زه خو امتحان ته چمتوالی هم نه لرم؟ په دغو اندېښنو کې یې سترګې په اولنمره “سیلۍ ” ولګیدې. اها، د سیلۍ ترڅنګ به کېنم که په کوم څه نه پوهېدم مرسته به ځنې وغواړم.
د ټولګي په غولي دوې بنګالۍ هیحاتانې ولاړې دي، چې په پښتو نه پوهېږي.
می ایم کمین میم؟
ـ یس
دوېیمې ته، هیلو میم!
ـ هیلو…
سرښوونکی و
سرښوونکی ورته متوجه او سر تر نوکه یې له نظر تېره کړه بیا یې د دې له خولې په پیښه ناک انداز ورته کړل، هیلو میم.. میم دیخوا..؟!
ـ سلام استاد
ـ وعلیکم السلام، ته څوک یې؟
ـ استاد، زه د دې ټولګي یو تن زده کوونکې یمه!
ـ ماشاءالله، ماشاءالله ..اغلې شهزادګۍ! مخکې له دې خو ما تۀ دلته کله نه یې لیدلې، ریښتیا ریښتیا وایه د کوم چارواکي لور او چا له کومه ځایه هوایي رالیږلې یې ها؟
ـ ریښتیا وایم استاد، زه په همدې ټولګې کې یمه د حاضري په کتاب کې مې هم نوم کتلی شې؟!
ـ هن درواخله دا د حاضری کتاب او دا ته، پخپله یې وګوره!
ـ اوه په دې کې خو په ریښتیا هم زما نوم نشته افف دا څه روان دي اخر؟؟
اولنمرې راغږ کړ، استاد دا زموږ ټولګيواله نه ده،خو زه یې پېژنمه، “څانګه ” نومېږي؛ کله چې زه په اول ټولګې کې وم دا جیګو صنفونو کې او نماینده وه!
ـ استاد، ښااا، یانې ته لا هم دولسم (ب) کې پاتې شوې یې؟
سر یې په دواړو لاسونو کې ونېوۀ .. نااا، نا هرګز.. زه خو یوۀ تن با استعداده زده کوونکې وم، زه خو اوس حتی له پوهنتون هم فارغه او لیسانس یم.. او هو ریښتیا، استاد زه په ډېر ښه معاش هم په یوه ښه اداره کې کار کوم.. دا څه روان دي.. په داسې حال کې چې سر یې لا هم هماغسي په دواړو لاسونو کې نیولی او غوږونه دپ کړي ول غږېده، دا څه راسره کېږي… دا هر څه، څه دي …؟؟؟
چې په همدې کشمکش کې له کېڼ لوري یو بل ډبل غږ واورېدل شو؛ په بښنې سره، د دې وروستیو بدلونونو له لامله دې خوارکۍ خپل ذهني توازن له لاسه ورکړی دی، کله کله یې حافظه کار پرېږدي.. اوس هم ممکن یوازې د ښوونځي ادرس او دولسم (ب) وریاد وي، دا چې د ژوند سره یې څومره مزل کړی او څومره تغیرات راغلي دي، ځنې هېر شوي.. یو څوک مرسته ورسره وکړئ، چې تر کوره یې ورسوي….

پای
Sunday, 13 Aug, 2023

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!