پوهنهلیکنې

د بریالیو نجونو راز

یؤ له هغو کتابونو څخه دی، چې په هره جمله یې غور کېدلی او لوستونکی پرې تمېدلی شي.

ـ هو،ځینې کتابونه دغه جوهر لري، چې موږ، زموږ فکر، زموږ ځینې پرېکړې او حتی زموږ د ژوند د بدلېدو سبب کېږي.
د نجونو ماتو هېلو او ستړیو ارواحو لپاره په اوسني شرایطو کې د دې کتاب ( د بریالیو نجونو راز) لوستل نه یوازې یؤ غوره کتاب دی بلکې لوستلو ته یې رابلل یوۀ الهي ډالۍ ګڼم.

ماته هم په مناسب وخت کې د یو خیرخوا ملګري له لورې دغه کتاب ډالۍ شوی چې تر لوستلو وروسته داسې فکر کوم چې پر ما یې لوی احسان کړئ دی. لکه زما ماتې ارواه ته چې یې تازه ساه ورکړي وي.

پدې کتاب کې نجونو ته د ژوند ، کار، سوداګری پیلول، په ځان باور ، له وېرې سره مخامخېدل، خپلواکي، د نورو بریالیو مېرمنو سره یوځای او ملګرې کیدل، د نورو له شتمنیو او لاسته راوړنو، استعدادونو رخه او حسودي نه کول، سالمه سالي او پرتلنه کول، دا چې بل څوک یې کولای شي، زه یې هم کولای شم. او په ټوله کې له رواني ستونزو رغېدل او په خپلو پښو بیا درېدو لارې چارې او انګېزه ورکول دي.

ماته یې پنځم او شپږم څپرکي ډېرې په زړه پورې او سالمې مشورې درلودي.حوصله او بدلون یې راکړ.

ـ د کتاب په ۷۷ مخ کې دوه پوښتنې کوي:
کله چې هر څه درته ناشوني ښکاري، څه پېښېږي؟
کله چې منفي نظري او بخېل کسان وینئ او پر نوښتونو مو تمرکز کمېږي، نو څه باید وکړئ؟
ځواب کې یې لیکي:
« هغو کسانو ته ورشئ چې پرې ګرانې یئ. د دې پر ځای چې د منفي نظرو پر ناسمو چلندونو فکر وکړئ، پر هغو کسانو فکر وکړئ چې ملاتړ مو کوي او پرې ګرانې یئ.د هغو درناوی وکړئ، چې ستاسو درناوی کوي»
کله چې مې دا مشوره ولوسته، واقعاً خوند یې راکړ او دستي مې کتاب بند، موبایل ډیټا ان، واټس اپ ته لاړم خپلو دوه نارینوو او یوې ښځېینه ملګرې ته مې غږېز پیغام پرېښود، لومړی مې دا متن ورته ولوست او پسې مې زیاته کړه چې( شکر چې په خپل ژوند کې ستاسې په څېر مثبت اندي او بې مطلب و بې الایشه ملګري لرم، زه هم له تاسې سره مینه لرم، راته ګران یاست او ډاډه یم درباندې) پدې کړنې سره مې یو ډول روحي سکون او دروني خوښي حس کړه، له بېځایه غرور څخه یې ازاده کړم.

ـ په اتم څپرکی کې د رخې او حسادت په هکله وایي:
« ایا تاسو په داسې شي پسې ګرځئ چې ټولې هیلې مو پرې له لاسه ورکړئ؟
ځواب یې اسان دی: هغه شی له نورو سره بېځایه رخه ده. ! »

ـ بل ځای بیا د مینې او ژوند ملګري د انتخاب په هکله وایي:
« که د مییندو وخت مو راغی، نو داسې څوک انتخاب کړئ چې د ښځو او نرانو پر برابرۍ باور لري او پرې اند وي چې ښځې هوښيارې دي او له ځانه فکر او باورنه لري.
داسې څوک وټاکئ چې په گډ ژوند کې د خپلې برخې مسوولیت ادا کړي او ټول بار ستاسو پر اوږو وانه چوي. اوس هم دا شان ښه نارینه شته او ژمنه کوم چې هېڅ شی په ژوند کې تر دا ډول کسانو لرلو خوږ نه دي.»
“شريل سندبرگ “

تر ټولو خوندور او جالب څه چې ما پکې نوټ کړل، له کار، سوداګری او هان ملګرو پیدا کولو وسیله پکې همدا، انټرنیټ، ټکنالوجي او ټولنیزې رسنۍ دي. هغه رسنۍ چې څوک یې د خپل زاوال، بل سپکولو او سوءاستفادي، او څوک یې هم د ځان جوړونې، نوي اړېکو او مهربانو ملګرو پیدا کولو لپاره کاروي.

په پای کې باید ووایم چې دا کتاب نه یوازې د نجونو لپاره غوره دی، ځوانان هم ډېر څه ترې زده کولای، ځان پکې موندلی او ځان ته بدلون ورکولی شي!

ـ مشوره به مې دا وي، هر کله که تاسي داسې کوم کتاب مطالعه کړ، چې ستاسې ژوند یا د یو چا ژوند بهتر او بدلولی شي، ضرور یې ورته ډالۍ او که مو د ډالۍ توان نه درلوده، نو لوستلو ته یې ضرور وهڅوئ!

یو ځل بیا هم وایم، په اوسنیو شرایطو کې چې له ټولو د ژوند لوری ورک او په رواني ستونزو کې ښکلېل دي، هر ځوان بخصوص پیغله باید دا کتاب ولولي.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!