لیکنې

لور ته د پلار لیکونه

ډېری وخت موږ د مطالعې او مالوماتو لپاره ډېر په وزن غټ کتابونه انتخابوو، پدې فکر چې د کتاب نس څومره پراخ وي همدومره به پکې دننه معلومات هم ډېر وي، چې اکثریت یې یا تکرار او یا هم پکې یوه موضوع ډېره شاربل و کشاله شوې وي.
داسې کتابونه هم شته چې په تن خوار د شمېرلو څانګو په شمېرلو پاڼو کې غونچې غونچې میوه لري. یانې د څو پیړیو مالومات یې دومره په ښه شکل او مختصر ډول بیان و راټول کړي وي، چې موږ ورته « په کم وخت کې ډېر مالومات وړاندې کول» ویلی شو.
“لور ته د پلار لیکونه ” یو له همداسې کتابونو له جملې څخه دی.

کله چې زه کوچنۍ وم، مور ته مې ویل؛ د ښوونځي ترڅنګ غواړم د انګلیسي کورس شروع کړم. مور راته ویل ” په تا نو دنده/کار څوک کوي، چې ته لا انګلیسي هم وایي ” ( دغه د شل کاله وړاندینۍ فکر اوس هم زموږ په افغانې ټولنه یا ممکن نورو ټولنو کې موجود دی/ وي، چې که څوک زده کړې کوي یوازې د کار موندلو لپاره یې کوي، ترڅو په اینده کې یوۀ ښه دنده یا کار ولري) په جواب کې ما مور ته وویل،
« مورې، زه انګلیسي د دې لپاره نه زده کوم، چې سبا ستره شم او ښه دنده دې ولرم، بلکې زه انګلیسي د دې لپاره زده کوم، ځکه چې ستا نه زده!
ـ مور، نو ستا د انګلیسي زده کړه زما د زده کړو پورې څه اړه لري؟
ـ دغه خو وایم کنه، زموږ په ټولګې کې هغه “ولوله، سعیده او شکیلا په انګلیسې کې ډېرې تکړه دي، هره ورځ له انګلیسې استادې څخه په مخ سټار (ستوری) اخلي او دا ځکه چې د دغو میندې لوستي، په انګلیسې پوهېږي او له خپلو لوڼو سره کور کې په درسونو کې مرسته کوي. نو که ستا انګلیسي زده وای، ماسره به دې هم مرسته کولې. نو په دغه وجه زه غواړم چې ډېر تعلیم وکړم، انګلیسي زده کړم،ترڅو زما لوڼې نالوستي او بې مرستي مور ونه لري. زما لوڼې باید ښوونځي کې تر هرچا مخکې، تکړه او زه ورسره په درسونو کې مرسته وکولای شم.
مور راغبرګه کړه، د دغې فکر لپاره ته لا ډېره کوچنۍ یې، کله چې ستره شوې بیا دغه پلانونه سنجوه…»

کوچنیان په خپل ذات کې کوچني فکرونه نه لري، کوچنیان ډېر ژور فکرونه او ژورې پوښتنې له ځانه سره لري. دا موږ یو چې کوچنیو ته نه یوازې په کوچني نظر ګورو بلکې له سترو افکارو یې هم راګرځؤو چې د دې او ها فکر کولو یا زده کولو لپاره لا وخت شته یا هم لا ډېر کوچنی/کوچنۍ یې.

کوچنیو ته خبرې مه ورزده کوئ، بلکې د هغوی د خپلو خبرو او پوښتنو پر مخ تړلي لارې پرانیزئ، پاتې مزل پرې هغوی پخپله کولای شي. که تاسي بچو ته څه ورزده کول غواړئ، هغوی ته په ځان باوري ورزده کړئ، دا ورزده کړئ چې “زه په تا باور لرم” ته یې کولای شي”!

” ته یې کولای شي ” دا جمله بیا په خپل ذات کې خورا ډېرې او مختلفې لارې لري، چې دغه لار باید تاسو (مشرانو) طی کړي، سنجولي او پلان کړي وي؛ چې یوه لار یې موږ د بحث لاندې نیولي ده او هغه ” د لیک له لیارې ‘ د زده کړې، روزنې او انګېزه ورکولو ‘ لار ده.

د پلار لیکونه لور/ زوی ته، د مور لیکونه، د نجلۍ لیکونه او…
ما د ډېرو مشهورو عالمانو، لیکوالانو، فلم او ډرامو اکټرانو لکه “امیتابچن” او داسې نور چې خپلو اولادونو ته یې شهکار لیکونه لیکلي لوستي او اورېدلي دي.
دوی خپلو اولادونو ته داسې شهکار روزنیز وصیتونه یا په اصطلاح لیکونه پرېښي چې پوره نړۍ ترې استفاده او زده کړه کوي.

بې یادؤنې دې نه وي چې زموږ ګڼ لوستي، پوه او سنجیده ډېری افغانان هم د خپلو اولادونو روزنه بېخي په نایاب شکل باندې کوي، زه ورته متوجه او ځنې متاثره هم یم. د بیلګې په توګه؛
“نذیر احمد نذیر” او مېرمن یې “ذکیه غیاثې ” دا هغه خوندوره جوړه ده چې کله یې خپل لومړی اولاد ” ارشاک ” ؤ د هغه په نوم فیسبوک اکونټ او د هغه د عامه پوهاوې، عملي تمرینونو او روزنې ویډیویي کلیپونو لپاره یوټوب چینل جوړ کړی دی، چې اوس یې ورسره دويم اولاد، لور “اسرا جانه ” هم ده. دغه جوړه خپل اولادونه پداسې ډول روزې چې حتی اوس که هر لوی و کوچنی کار ترسره کوي نو مور و پلار ته وایي، چې کلیپ به جوړ کړو ترڅو له نورو ماشومانو سره یې هم شریک کړو. دوی خپلو اولادونو د زده کړو بنسټ کېښود، پاتې مزل دوی پخپله پرې کوي.

دغه شان، د فیسبوک ملګرې، لیکواله او شاعره “زولۍ لمن ” به خپلې لورکۍ ته ښایسته ښایسته لیکونه لیکل او پر خپلې فیسبوک پاڼې به یې هم شریکول.
لیکواله او ژورنالیسته “حسینه همدرد ” هم خپلې کمکۍ لور “حورې ” ته د (حوره) په نامه کتاب لیکلای دی.

دوی څه لیکلي؟!
دوی هر یؤ د لیک په بڼه یوۀ جلا انګېزه ورکونکي او هڅوونکي تګ لار لکه؛ ژوند، فن، هنر، لارښوود، نصیحت، وصیت یا هم ډېری ناویلي ویلي و لیکلي دي، چې دغه هغه انګېزې دي، که خدای مه کړه دوی د خپلو اولادونو په ژوند و حال کې ورسره وي او که نه (مړه ژوندي، لېرې، نږدې) خو دوی ته یې داسې څراغ په لاس ورکړئ یا ورته پرېښئ چې دوی په هره تیاره کې نه یوازې ترې استفاده کولای شي، بلکې هغه عاطفې مینه او د دوی شتون و ملاتړ هم حسولای شي.

دا هغه لیکونه دي، چې مستقیم وچ کلک نصیحت، مشوره، سپارښتنه یا په اصطلاح امر نه وي، بلکې په غیر مستقیم ډول اولادونو ته پکې د پلټنو، څېړنو، موندلو، فکر کولو، ځان او ټولنې جوړوني انګېزه ورکول شوي وي.
مثال کې یې د فیلسوف ” جوسټین ګارډر ” “د سوفي نړۍ ” کتاب هم ورکولی شو، چې لیکوال پکې د یو پلار په کرکټر کې خپلې لور ته د ټولې فلسفې تاریخ د لیکونو له لیارې پداسې شکل تدریس کړی چې نجلۍ ته پکې یوازې انګېزه ورکول کېږي،تلوسه ورکول کېږي، فکر کولو ته پکې اړ کېږي او فکر یې بیا دې ته اړ باسي چې خپلو پوښتنو ته پخپله ځواب پیدا کړي. وړوکې نجلۍ څو پیړۍ وړاندې ژوند کړئ او کوي یې.

اوس نو موږ نور نه باید د اصلي موضوع(کتاب) لېرې لاړ شو.
دا چې ولې مې د دې کتاب (لور ته د پلار لیکونو) په هکله څه ونه ویل؟!
لیکوال “جواهر لال نهرو ” خپلې لور ته د څه لیکونه لیکلي دي؟!
ـ ما داسې فکر کاوه چې “جواهر لال نهرو” به حتمن، د خپل ژوند، بندیخانو شپو، جنګونو، خپلو دښمنانو،قرضدارانو او پټو خزانو (چې موږ اکثریت افغانان یې د معمول مطابق خپلو اولادونو ته تل اول خپل دښمنان، قرضداران ورپیژنو یا د پټو خزانو په هکله وایو) ورته لیکلي وي، خو دغه لیکونه برعکس او زما له انده ډېر لوړ ول.

په نوموړي کتاب (لور ته د پلار لیکونه) کې پلار خپلې لور ته د هستۍ له ابتدا تر انتها؛ د نړۍ د رامنځته کیدو، د انسان له پیداښت، تمدن، سیاست، اقتصاد، سوداکري،کرهڼې،کار، کسب، جنګ جګړو، پوهې، ساینس، ټیکنالوژي، فن، هنر او… لیکلي.

اوس تاسي فکر وکړئ، چې په یو کوچني سل مخه کتاب کې یې دغه ټوله هستي و کاینات ځنګه ځای کړي دي؟!
خلاصه، هم یې له خدایه تر انسان او هم ټول کاینات او هستي لور ته ورپیژندلې او هم یې د دې انګېزه ورکړي، چې څرنګه دغه هستي او ځان پیژندلی او بخصوص ځان جوړولی شي!
هم یې د دې احساس و ځواک ورکړئ چې ” ته یې کولې شي “!!

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!