لیکنېیو څوک باید ولرې

۱۷ برخه لړۍ ” یو څوک باید ولرې “

یو څوک باید ولرې،

چې ستا د تلو وروسته خپل د یادښتونو په کتابچه کې ولیکي:
که تا له خپلې مینې کونډه /محروم هم کړم، خو په تیرو لنډو شېبو (څو میاشتو) کې دې دومره مینه او عزت راکړی، چې په یاد یې ټول عمر یو مست او مستغني ژوند تیرولی شم.

ـ یو څوک باید ولرې،
چې ستا پروړاندې د ګونډې وهلو او اعتراف کولو څخه نه، بلکې ستا له لاسه ورکولو ویرېږي.
داسې څوک،
چې تاسره په مینه کې دوه زړه نه وي؛ چې ستا په سپین وېښتو اعتراض ونه لري.
داسې څوک،
چې ستا د مخ ګونځې نه ورته ښکاري،خو ستا په تندي د خفګان کرښې لوستلی شي.
داسې څوک، چې ستا شکل و صورت نه، ته ورته مهم/مهمه وې!
داسې څوک،
چې بې وفایي دې په وفا وپالي!

ـ یو څوک باید ولرې،
چې درته ووایې،
ژوند ډېر پیچلی دی، د خورا ستونزو او کړاوونو ډک، که کله دې هم ورته سر ټیټولو،نو زما پر اوږه یې کېږده.
داسې څوک چې درته ووایي،
“هات حُزنك، وخُذ كتفي…!!”
خپل غم دې ماته راکړه، او زما اوږه واخله!

ـ یو څوک باید ولرې،
چې درته ووایي: ته ځواکمنه یې!
خو زه له تا ځواک اخلم.
داسې څوک چې درته ووایي،
زه د هغه څه ژمنه نه درکؤم، چې زه یې کولای نشم.
لکه، له اسمانه ستوري او سپوږمۍ راوړل.

یو څوک باید ولرې،
چې کله کله د کلاسېکې زمانې پڅېر، لیک درته ولیکي او کله هم د کوم ماشوم په لاس پټ بنګړې درولېږي!

ـ یو څوک باید ولرې،
چې ویدۀ وې، ورپسې خفه شي او چې راوېښ شې ورسره په جنګ شي.
داسې څوک،
چې ورسره د شتون په موده او خبرو په منځ کې درته ووایې، درپسې خفه شوی/شوې یم، یادېږي مې.

یو څوک باید ولرې،
چې ته ورته ووایي، بخښنه غواړم چې پرون مې خفه او غوسه کړې.
هغه درته ووایي، دا وړې خبرې دي، مینه لومړیتوب دی!

یؤ څوک باید ولرې،
چې شعر درباندي ولیکي یا درته شعر ولیکي، داسې څوک، چې ژوند کول ورسره شاعرانه وي..!

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!