نظم

تجربه ـ له دې شاعرۍ کرکه لرم

تجربه
ـــــــــــ

ای!
یوه غوښتنه مې مني ګلابه!؟
راځه چې یو بل سره مینه وکړو
او بیا به درد د بیلتانه وګالو
د تجربې لپاره
راڅخه لرې لاړ شه.
چې لیونۍ شمه له ډېره غمه
راځه شاعره مې کړه
له خپلې مینې نه محرومه مې کړه
چې دې بیلتون د ریاضت فرصت شي
د شاعرۍ ریاضت
د خاموشۍ او تنهاییو خلوت
ماته شاعره به شم
ستا د بیلتون درد به سندره کړمه
د خاموشیو ترجمانه به شم
سندرې ټولې به دا ستا په نامه
له داسې سوز او داسې ساز ډکې کړم
چې هر میین په کې خپل ځان وویني
د هر دردمن زړګي کیسه به شعر کړم
تر لرې لرې به مې شعر ورسي
په موسیقۍکې به یې شور واورې
په هر محفل کې به یې شرنګ ته غوږ شې

یو ورځ به ډوب په میخانه کې ناست یې
ډک ډک جامونه به په سر اړوې
خو د مودو خومار به نه ماتیږي
په یو کونج کې به د غټو سترګو ښکلې پیغله
یوه جذابه او مرمرو نه تراشلې پیغله
چې یې په سترګو کې پټ غم لکه هېنداره ښکاري
له سوز او ساز ډکه سندره وايي
هغه سندره چې زما له ریاضت جوړه ده
هغه سندره چې زما په تنهايۍ راڅرخي
هغه سندره چې زموږ د بیلتانه کیسه ده
تاته به زموږه تجربه یاده کړي
جام به پر سر واړوې، پورته به له ځای څخه شې
له غوسې سور اوښتی
غاښ به چیچې، له دواړو سترګو به دې اور څاڅي
لاس سندرغاړې ته وروغځوې
سینې ته جوخته به یې کړې
ورته به غوږ کې وايي:

”له دې شاعرې ځنې کرکه لرم!
د شاعرۍ په پار یې
ما سره مینه وکړه
د تجربې لپاره
چې په سندرو کې یې سوز پیدا شي
شور پیدا شي
له دې شاعرې ځنې کرکه لرم!
زه یې تر سوې لیونتوب راوستم
له ما یې روح له ما یې زړه ولوټه
تر څو په زړونو باندې راج وکړي
او شاعرې یې له خوږ درد ډکه شي
دا لیونۍ شاعره!
دا په ما نه، په شاعرۍ مینه
زه یې بس تش د بیلتانه تجربه
د یوې سوې شاعرۍ ریاضت
او د یو تېر هېر ملاقات تصور
له دې شاعرې ځنې کرکه لرم!“

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!