د غریب سړي هغه شاعري هم چټیاټ وي.
هغه فلسفې و شاعرانه ډرامه، چې کریکټر یې نه یوازې بدرنګ بلکې یو غریب شاعر دی.
وروسته له دوه ځله مینه کې ناکامېدو په درېیم ځل په یوې شتمنې بازارۍ نجلۍ (لبنا) چې پوهنتون کې ورسره وي، مئینېږي. د نجلۍ مور ورته وایې:
دا شکل و صورت، لباس او شخصیت، دا هر څه د ټیټو او میډل کلاس خلکو مسایل وي. د نارینه صورت، شخصیت او وقار؛ دا هر څه د هغه په پیسه کې وي. لاړ شه او له دې بې رحمه نړۍ څخه د خپلې برخې “شتمني” تر لاسه کړه او ځان دومره شتمن کړه، چې دا د شکل او صورت بدرنګې/ عیبت دې هم نړۍ ته یو سټایل /فېشن ښکاره شي. بیا به نو زما د لُبنا په څېر په زرګونه لبناوې ستا د پښو لاندې وي.
او هو، دا شاعري مائيري پرېږده! دا د مړي خیټې فارسي ده؛ دلته خو د غریب سړي شاعري هم خلکو ته چټیاټ ښکاري، خو « که انسان شتمن وي، نو د هغه د خولې راوتلې حتی کنځلې هم خلکو ته شاعري ښکاري!!»
*(د شمتن شاعري، نکته اخره کې)
ـ خو برعکس بل ځای، غریب و بدرنګ شاعر چې هرې نجلۍ د بدرنګۍ له وجې رد و داغلی وي. په “احساس کمترۍ بشپړ اخته او مکمل ناهیلې شوی وي”. ملګری یې (احمد ناساز) چې هم شاعر وي ورته وایې:
شکل و “صورت” د انسان لومړنی پیژنده ده، چې د انسان دوېیمه او “اصلي پیژندنه” د هغه “الفاظ” دي. خپله دوېیمه پیژنده بشپړه کړه؛ په هغې باندې دومره کار وکړه، چې خلک ستا لومړنی شناخت/ پیژنده هېره کړي. د “لفظونو” د سلطنت پاچا له ځانه جوړ کړه، بیا وګوره! چې څوک څوک به ستا د پښو لاندې وي.!!
*
ـ په همدې موډلې مئین یو سوداګر چې غواړي لبنا لاسته راوړي غریب شاعر ته وایې:
ـ شاعري زما کمزورې ده، زه غواړم چې تۀ زما لپاره شاعري وکړي،خپل کتاب مې چاپ شي او دا “لبنا ” چې له تا او ستا له شاعری متاثره ده، غواړم زما څخه همدومره متاثره شي؟
شاعر یې په ځواب کې وایې:
شاعري خو د چا لپاره نه کېږي،بلکې د خپل ځان و زړه لپاره کېږي.
مکالمه یې غځېږي؛
ـ سوداګر: نړۍ کې هر څه یو قیمت لري او پلورل کېږي، بس یوازې په سم وخت کې سهي قیمت پرې لګول غواړي.ته چې په بدل کې هر قیمت غواړي در به کړلی شي؟!
ـ ریښتیا دې وویل، نړۍ کې هر څه پلورل کېږي، زما فن/هنر نه، خو بیا هم که کله د دې اړتیا شوه چې خپل فن وپلورم، زه به ضرور د خپلو لفظونو پاڼې ستا دوکان ته د پلورلو لپاره راوړم… له دې سره ځنې روانېږي…
*نکته( د لفظونو قیمت،د لیکنې اخر کې)
**
ـ چې یو غریب شي بل بدرنګ، بیا نو انسان ته خپل فن و لفظونه هم له غربته کم نه وي.
وخت و حالات یې اخر هم د لفظونو سوداګر دوکان ته د فن پلورلو لپاره مجبوروې او ورځي.
دا نو هغه مهال وي چې سوداګر “لبنا ” د خپلې شتمنۍ په زور ترلاسه کړې وي.
شاعر ته وایې: څو قیمت دې پرې لګولی؟
ـ پنځه لکه!
ـ “پنځه لکه” ډېري دي!
ـ صیب، ما کولای شو، چې “لس لکه” یادي کړم او داسې ډېر سوداګر شته چې په لس لکه یې واخلي، خو تاسي ته ما هغه قیمت وویل چې زما ورته اوس اړتیا ده!
«لفظ پلرونکی ضرور یم، خو ایمان پلورونکی نه یم.»
پدې ځواب سره سوداګر ورته وایې:
ـ که دې یاد شې! ما درته ویلي و کنه، چې پدې نړۍ کې کامیاب انسان هغه دی، چې په سم وخت کې په سم قیمت ځان وپلوري، تا سم وویل، ما دا شاعري هغه مهال په لس لکه هم اخیستله خو هغه ټاکنه ستا وه…
*نکته( د لیکنې اخره کې)
**
(زما د بحث مهمه نکته دلته ده، وضاحت اخره کې!!)
یو ځای د دوست و شاعر ملګري “ناساز” سره مکالمه:
ناساز: کوم شاعران لولي؟
غریب شاعر: همدا “غالب “،میر درد، خیام او داسې نور…
ـ د میر درد د رویاتو او خیام د غزلونو وختونه اوس تللي دي. اوس د “فراز ” چرچي دي او د “فیض ” صیب به نو څه وایې… “خو نن سبا د منیر نیازي شعرونه/نظمونه د نجونو زیات خوښېږي” نو ایا “تۀ د نجونو لپاره شاعري کوي؟” (نکته)
ـ نور نو څه، شاعري خو کېږي د ښځو لپاره، ته څه فکر کوي، دا ټول نارینه شاعران دي، او موږ نارینه ؤ ته شاعري کوو؟! “غزل” خو وي د ښځو سره د خبرو کولو دوېیمه ژبه/وسیله .
په همدې موضوع، چې په پوهنتون کې د شاعری په سیالۍ کې ناساز د یوې نجلۍ پر وړاندې قصدي سیالي بایلي نو، غریب شاعر ورته وایې:
ـ تا داسې ولې وکړل، تا له “مریم ” څخه ګټلی شوه؟!
ناساز: تۀ ښایې سم متوجه شوی نه وې!! اصل کې خو ګټلې ما ده، هغې ته خو مازې انعام/میډال ورکړلی شو… هسې کله نا کله د ښکلو پر وړاندې ماتې منل خورا اړینه وي، « د هغوی(جینکو) له یوې مسکا (خوښۍ) نه داسې زرګونه میډالونه قربان شه!! »
(نکته)
غریب شاعر: خو ما همېشه بایللی او په بایللو مې بیا هم یوازې ماتې نصیب شوې ده… (نکته)
*-
دا خو وي د فلسفې و شاعرانه ډرامې (پریزاد) ځنې شاعرانه بحثونه و برخې؛ چې زما غرض دلته له پورته نکتو څه دی؟!
ـ زما عرض:
زموږ په ټولنه کې دوه ډوله غریب شاعران دي:
یو هغه چې تکړه و با استعداده شاعران دي؛
د خپل فن په ارزښت و قیمت ښه پوهېږي، خو دا چې د غریب زوی/ لور وي، نو څوک پرې وربشې هم نه بېلوي، نه په نظر ورځي او شاعري یې هم چټیاټ بلل کېږي.
دوېیم ډول، غریب شاعران بیا هغه دي:
چې په “احساس کمترۍ” اخته وي؛
دوی باوجود د دې چې با استعداده و تکړه دي، خو د خپل فن، لفظونو د قیمت په ارزښت بیا نه پوهېږي، دوی دختر/حسن پرسته وي؛ د دوی د مینې او توجه راجلبولو تږې، دا چې د یوې نجلۍ ملګرتیا و ملتیا لاسته راوړې، دوی ته لکه خرکار، لیکل و شاعري کوي. مقابل لوری نجونې نو بیا له دوی بدترې په “احساس کمترۍ” اخته او “شهرت پرسته” وي. او د دې لپاره ځان دومره ټیټوې،چې د دوه ورځو شهرت لپاره ځان د ټول عمر غلامه او احسامنده ګرځوې چې دا چاره نه غځېدلی شي او نه هم ورسره تلپاتې ملتیا کولای شي. برعکس، که لږه څه وړتیا هم ولري په ځان کې یې وژنې…
- دغه دوېیم ډول یې نهایت د زړه خوږي وړ دي، دوی دواړو (شاعر/ لیکوال او نجلۍ/ ښځه) ځانونه په ډېره ټیټه بیعه پلوري.
اول شاعر/ لیکوال د خپلو لفظونو په قدر و قیمت نه پوهېږي او دوېیم اخیستونکي خپل شته استعداد هم فلجوې.
په ټولنیزو رسنیو کې نن سبا دا چاره ډېره عامه ده، ما ډېری ولیدل، چې؛ له عادي ژباړو، خبرونو هان تر شاعری ورته لیکل کېږي او دوی د کاذبي شهرت تندي اخیستي خپل حیثیتونه له لاسه ورکړل، چې دا لړۍ نه یوازې چې دوام نشي کولای، بلکې منزل نه لري!!
دوی په یوه بله غلطفهمۍ کې هم اخته دي، فکر کوي چې څوک نه خبرېږي یا د بل “سبک و لیک” نه پیژندل کېږي یا به حال نه وایې. خو دا هېروې، چې
«هر راز یو رازدار ضرور لري! »
پخوا به دیوالونو یوازې غوږونه درلودل، اوس دیوالونه خبرې هم کوي!!
میړه ښځې ته په لیکلو، چې ګوندي سپورټ یې کوي د ښځې د استعداد وژنۀ کوي، ورور خور ته په لیکلو د خور شته استعداد وژنې،پلار د لور… او حسن پرست و د مینې و ترحم تږي بیا د خپل دوه ورځینې غرض په پاره د یوې تنکۍ و نادانې پیغلې نوی استعداد لکه نیالګۍ مخکې له دې چې ونه شي ریښو ته زهر ورکوي.
- ځان و یو بل ته قناعت
دوی یو بل ته پدې دلیل سترګې غوړوې، چې ګوندي تاسو سپورټ کوو، کورنۍ مسئله کې بیا دوی پدې عمل سره خلکو ته ځانونه متمدن ښایي، په اصل کې دوی باید خپلو منځو کې حقیقت ومني، چې دا چاره یې زاوال او د استعداد فلجول، تیارخواره اموخته کول دي!! نه شهرت او نه هم مدنیت و سپورټ!!
ځینې خو حتی لکه له ماډلینګه چې څوک فلمونو ته ووځي، دغسې ناڅاپي شاعره او شاعرۍ ته راووځي، هغه هم لکه ستر غني خان دومره پخه شاعري به کوي، حالانکه پدې یو شاعر ښه پوهېږي، چې تر شاعر کیدو مقامه یې شعر لکه د اوسپنې پوخوالي څومره د څيټک ګوزارونه خوړلي هله یې بیا شعر پوخ او دوی شاعر شوی دی.
شاعري وحي نده، چې ناڅاپي دې په چا نازل او هغه هم روانه او پخه شاعري وکړي.
پدې هکله، کله کوم شاعر راوغږوئ،چې خپلې تجربې څرنګه درسره شریکوي؟!!
پیشو جوړول اسانه ده، ګران کار د میو..میو.. په وخت کې میو..میو کول دي، تر کله به ورته ژوندي او ورته لیکل او بند وخت کې یې په خولۀ کې ژبه او ذهن کې فکر شئ؟؟
ها چې وایې، « ماهي مه ورته رانیسه، بلکې د ماهي رانیولو چل ورزده کړه!! » هو البته، که چیرته په واقعیې مانا یې سپورت/کامیابي او مرسته کول غواړئ!!
سلام مهر!
له یوه شخصیت نه بل شخصیت ته ځان اړول څنګه ارزوئ!؟
له پري زاد ډېر زيات متاثره یم!
ځواب په هیله.
I really like this website