ریښتیا وایې کنه؟!
کله چې انسان مئینېږي، نو زړه و دماغ دواړه یې د یو و بل دوښمنان شي.خو په مینه کې د دوکې وروسته دواړه د یو و بل سره دومره سکني شي، چې مه کوه پوښتنه.
ځکه، د مات زړه سره دماغ هېڅکله نه جنګېږي،او کله چې دماغ اندېښمن شي،نو بیا زړه هېڅ چیرې نه لګېږي.
ریښتیا وایې کنه؟!
الله تعالی زموږ د خوښیو لپاره موږ ته ډېر څه راکړي، خو که موږ یې په خپل شاوخوا کې د لیدلو لپاره له سترګو، د محسوس کولو لپاره له حسه او د تر لاسه کولو لپاره له همته کار واخلو.
ـ ژوند هېڅ چاته نه ورکوي، بلکې ځنې اخیستل کېږي، هغه که له ماتې بریا وي او که په خفګان کې مسکا.
مثلاً، فرض کړئ، له یو چا ډېره کرکه لرو. کرکه به ضرور کوم علت لري. دا کرکه هغه ته هېڅ زیان نشي رسولای، برعکس زموږ عصاب خوږوې، نو د عین شخص د هغو ښېګڼو په هکله فکر وکړئ، چې کله یې درسره کړي یا هم په ذهن فشار راوړئ، چې کومه ورځ یې په څه خندولې وی. کینه مو له زړه ورته وځي او پر شونډو مو مسکا خپرېږي.
همدا راز، که د ډېرو کوښښونو باوجود مو هم څوک خپل نه کړ او نه خپلېده، نو دا ستاسي په نېمګړتیا دلالت نه کوي، تاته به تر دې بهتر څوک منتظر وي او دوی ښایي د هغه چا لوری میلان ولري، چې قابل یې وي.
پرېښودل و هېرول به یې درته ستونزمن وي، خو ناممکن نه دي، او د ممکن والي پاره یې ۹۹ نوې ښېګڼې هېرې او یوه بدګڼه یا نېمګړتیا چې لري په هماغې دومره فکر وکړه…وکړه… تر څو دومره درته لویه بلا شي، چې هغه ۹۹ ټولې ښېګڼې یې وخوري او درځنې یې هېر کړي. (حل لاره)
ـ د ځان لپاره، نفرت له هېچا مه کوئ، ژوند کې یو ایډیټس (احمق) ملګری/ې هم ښه وي. که د دوی حماقتونه نه وي، زده کړه به له چا کوو؟
د ښه و بد توپیر به په څه کوو؟ دومره تجربې به له کومه کوو.
هوښیاران تل، سنجیده وي، ډېر محافظه کاره او ډېر فکر کوي. د هوښیارانو مجلس، چاپیریال، خاموشه وی، تر څو چې یو احمق راشي او احمقانه خبره پکې ونه کړي، خاموشي نه ماتېږي او د هوښیارانو د خندا شور نه پورته کېږي.
خندا د هر مرض، دوا ده.
ځکه خو وایې:
زه پکې ښه خاندمه ښه خاندمه
ته پکې څه کړې، زنده ګي که شي یوه دقیقه!؟