افغانستانلیکنې

ژبه لمانځل نه، بلکې ورته کار کول غواړي!

ماشومان لکه هېنداره، راڼه او بې داغه وي. نه حافظه لري او نه هم کومه فلسفه.مخ چې هر چاته ورواړوې د هماغه شي، یوازې هغه څه ویني کوم څه چې ورته ښکاري.

ـ د دوه، درې او څلور کلنۍ خبرې مې په یاد نه دي، حافظه خامه وه؛ د لوبو مرحله کې د چاپیریال همزولو او د زده کړو مرحله کې د کورنۍ څخه زیات وخت په ښوونيز چاپیریال کې پاتې وم. له پلرنی خاورې وطن او مورنۍ ژبې پښتو نه لېرې لویه شوم.
زما اصل سپین رنګ لکه ” د هولي لباس ” په ګڼو رنګونو کې ورک او رنګ یې ترې واخیسته رنګین شو.

ـ زمونږ د ماشومانو د روزنې مسئولیت یوازې په والدینو نه جوړېږي، سمه نیمه روزنه کې یې استادان مسؤول او تر ټولو مهم زمونږ سلوک و کردار دی، علم ثابته کړي چې اتیا سلنه له خپل چاپیریاله رنګ اخلي.
او ولي یې وانخلي؟!
له مهاجرت وروسته چې کله وطن ته راغلو، زه وطن کې وروسته وروسته پدې خبره پوه شوم؛ کومې کلیمې چې زه په روزمره خبرو کې کاروم هغه د پښتو نه بلکې انګلیسې او پیښورۍ ژبې کلیمې دي. د “هو ” ‘بلی ‘ پر ځای به مې جي “جي ” هم ډېر ویل، څو ځایه ورټل شوم او په علت یې هم پوه شوم. “جي ” ویل مې هیر کړل خو پر ځای مې د ” بلی ” ویل زده کړل، ځکه عادت نه پرېښودل کېږي، خو عادت بدلېږي ضرور او بدلیدل یې بدیل غواړي.

خو ..ایا ما دا عادت بیا هم سم بدل کړلی شو او که نه، بیا هم د تاثُر ښکار شوم؟!

یو ځل بیا هم له قام/کورنۍ لېري چاپیریال کې؛ ټوله ورځ له دری/ فارسي ژبو سره، پر تلویزون اکثریت پرګرامونه او… د شپې هم یوازې خپله خونه کې.

ـ په پوهنتون به چې سرچونه، څېړنیزي لیکنو لپاره کوم موضوعات راکړل شو، نو اړوند علمي کتابونه،منبع او ویب سایټونه به په پښتو کې نه موندل کیدل، له نورو ژبو ژباړه کې بیا هم د بلې ژبې، لیک دود، کلتور او… تاثر چې دلته زمونږ د عقیدې او باورونو په تغییر کار فعالیت شروع کړو.

ـ ورک ځان مې پیدا او رنګین کمیس مې بدل کړ، د وطن په ویالو کې مې ولمبل رنګونه د فکر اوبو راځنې پریمنځل. د هر ځای خلک او ژبې داستانې کتاب مو په هماغه ځای بند او د خپل اصل رنګ فکر او یوه غیږه پوښتنو سره ځان ته مخاطب شو، انفرادي او د ځان په امر ځان لپاره مو ریسرچونه، علمي معلومات او پلټنې پیل کړي، اجتماعي شوم، کورنۍ سره وخت تیرول او له اقاربو سره راشه درشي مې سترګې وغوړولي.
خو بیا هم نیمګړې وم، سترګې مې درلودي، خو د نور (دید) د ډېرېدلو لپاره یې هغه ښکلا نه وه، په کومه چې سترګې یخي شوې او دید ډېر شوی وای.

ـ وخت یې ډېر ونیوۀ، خو لا هم په معیار برابر نه یو، که په معیار برابر هم شو، نو لا هم په معنوي اړخ یې پوره نه یو
موږ ټول په مورنۍ ژبه غږیږو، خو نه مو د مور (ژبې) مقام پیژندلی او نه مو پر وړاندې خپل مسئولیت پر ځای کړئ. دا تاثُر بیا هم نه ختمیدنکی دی!
پوهېږئ، ولي؟ ځکه چې:
کله هم په ګوګل کې ولیکو: #پښتو
ګوګل جواب راکړي: “زبان افغان ها”، “یک از زبان های ملی افغانستان…”، “زبان پشتو” او…..

ـ ژبه لمانځل نه، بلکې ورته کار کول غواړي!
بیت دی چې:

پښتو کوڅه په کوڅه ګرځي پښتانه لټوي
پښتون په شا منډې وهي چې ما دې نه لټوي (؟)

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!