زه او زه
هغه څه چې زه یې عاشقه او په خپل طبیعي رنګ و جوړښت مې خوښ دي:
زما د وېښتو، سترګو او ورویځو تور رنګ دی، چې د نړۍ هېڅ بل مصنوعي رنګ مې نه ورښودلی.. د خپل مخ جوړښت؛ پزه شونډې زنه .. چې د نړۍ هېڅ پلاسټیکي سرجرې و ارایش ترې لوړه ښکلا نشي وربخښلی.. زه مې په خپل طبیعي جوړښت میېنه یم.
هغه څه چې پرې پښېمانه او له لاسه مې ورکړي، زما د پرون ناهېلې ده:
کله چې له روغتونه بهر او مخامخ دوکان کې د ښیښې تر شا مې د برانډ هغه جیګو پوندو سپین بوټان ولیده؛ هغه چې ما پر انلاین شاپ کې لیدلي او د اخیستو هېله درلوده. خپلې ماتې پښې ته په کتو یې له اخیستلو ناهېلې شوم؛ چې ګوندي زه به نه بیا وګرځیدلی او نه هم جیګ بوټان په پښو کړلی شم.
هغه ورځې او فرصتونه چې ما پکې فکر کړی؛ چې “زه یې نشم کولای “…
هغه څه چې پرې پښېمانه نه یم:
هغه مې اېګو بلکې سوپر اېګو ده، خودغرضې یې هم بللی شئ. په ځان تکیه او د بل احسان نه اخیستل، د چا تمه نه لرل، د چا مرسته و لاس نیوی په هېڅ صورت نه خوښول دي.
د هغه څه نه خوښول، زما په ستاینه کې غلو و مبالغه کول دي او کاذبي مشهورتیا ده.
هغه خبرې چې په اړه یې ویل و چاسره شریکول نه خوښوم: د خپلو بدو او تنګو ورځو یادؤنه او ځنې سر ټکول دي.
هغه څه چې ځان پرې ملامتوم:
که څوک مې باور مات و دوکه راکړي یا مې هم د خفګان، ازار و اذیت سبب شي. وایم حتمن یا ما موقع ورکړې یا مې هم دوی ته د دې کړنې لپاره زمینه سازي کړي، یا مې د دې ارزښت و لیاقت درلوده. د دې پر ځای چې بل ملامت او ګیله ځنې وکړم وجه یې په خپل ځان کې لټوم، په خپلو نېمګړتیاؤ غور کوم او د سمؤنې هڅه کوم.
هغه څه چې ویاړل پرې عار ګڼم:
زما زده کړې،محنت ، په ځان تکیه، خودکفایي، کدري نمرې، جایزې، میډالونه، ستاینلیکونه، دیپلومونه اخیستل، ژبې زده کول، شاعري، لیکل و ژباړل دي. ځکه دا هر څه عادي او د ژوند نارمل چارې دي. کوم خارق العاده کار، کمال و نادري معجزې نه دي. نوي او په نړۍ کې د نورو انسانانو له لاسته راوړنو او کولو څخه معتبرې کارنامي هم نه دي.
هغه څه چې باید پرې وویاړم:
د انساني فکر و توان لوړې لاسته راوړنې دي، د نړۍ له نورو انسانانو له کړنو او لاسته راوړنو متفاوت څه وي، نه د ژوندپورته ذکر شوي چارې(نه ویاړل و عار موضوع) چې ډېر خورا ډېر بلکې د ګوتو په شمېر انسانان یې پر کولو او لاسته راوړنو بریالي شوي وي؛ چې د نړۍ، ټولنې حتی د یو انسان د ژوند د پرمختګ و بدلوون لامل شم. نوي کشفیات،پنځؤنې، خپلې څېړنې، خپل تحلیل، تصنیفات او… ولرم، وکولای شم.
هغه څه چې تل مې خپل اندرون کې خوري او افسوس پرې کوم:
زما لټي ده! حرکت نه کول، له شته توانه/امکاناتو هغسې چې پکار ده ګټه نه پورته کول دي، هغه څه چې کولای شم، هغه شان چې پکار وه او ده، خو کړي مې نه دي… د ځان و د وخت ضایع، د ځان و بل تیر ایستنه، د بل په کاذبي ستاینه خپل زړه ښۀ کول چې ګوندي د خپل ذات، ذهن، پوهې او ځوانۍ حق مې خپله برخه اداء کړئ دی…
افسوس پرې کوم او ځان به پدې هکله هېڅکله قانع نشم کړلی…
هغه څه چې په لرلو یې راضي و خوشاله یم:
د الله تعالی سره مې ژوره اړېکه د هغه بنده ګي او د مور وجود او راسره شتون یې دی