غواړم، چیرته لاړه شم،
له ځانه ورکېدل خورا اسانه وي، خو د ځان بیا پیدا کول د ورکېدو په څېر یو نامعلوم مزل دی.
د ګڼو دوستانو ترمنځ، د غم ښادۍ په مجلس کې، د یوې مینناکي کورنۍ په شتون کې، په خبرو خبرو کې او حتی په لمانځه کې ورکېدل.
اخخ .. دا زه نو کوم ډول ورکه شوې یم او په ماکي زما د هر حس حسونه راڅخه لادرکه شوې سرګردانه کړې یې یم. یو څه خوړو ته مې زړه کېږي چې ویې خورم، خو پوهېږم نه چې دا څه به څه وي؟ په هر څه کې یې ذایقه لټوم نه یې شم موندلی.
غواړم، چیرته لاړه شم، خو نه پوهېږم چې چیرته باید لاړه شم، تلو تلو کې مې قدمونه چرتي او ځای پر ځای درېږي.
هغه هر څه ځانته اخلم، چې پخوا به یې په اخیستلو خوشالیدم، خو خوشالي مخ نه را اړوي.
فکر کوم څو ژبې مې هم زده وي، خو اوس یې راته کلیمې تتې شوې جملې نشم ځنې جوړولای…
ـ د ځینو کتابونو په لیدو رایاد شي، چې کتاب قلم سره اشنا او ممکن کوم وخت لوستي وم، خو ورځ تربلې د نالوستو مېرمنو وینه په خپلو رګونو او حرکاتو کې حسوم.
ـ کله کله زموږ له ځانه ورکېدو موده دومره اوږده شي، چې حتی خپل شناخت او حواس پکې له لاسه ورکوو؛ چې بیا نه یوازې د ځان په پیدا کولو کې له ځانه سره مرسته کولای شو،بلکې بل چاته هم خپل ادرس ورکولای نشو چې موږ پیدا کړای او موږ ته وسپارلی شي.
یوازې په یو حساب ښه پوهېږم چې پوره
یؤ کال،
۱۰ میاشتي،
۲۶ ورځې،
۹ ساعته، ۲۲ دقیقې او ۴۷ ثانیه وشوي، چې ځان مې ورک کړی دی.
اوس مې حافظه دومره خرابه شوې چې فکر کوم د (Dementia) ناروغي راته پیدا شوې ده؛ خپل شناخت مې ورک کړی، نه ځان پیدا کولی شم او نه هم چاته خپل ادرس ورکولای شم، چې راسره مرسته وکړي او ما، ماته راپیدا کړي…
Mondy, 24 July, 2023