موږ اصلاً، نه متمدن ؤ او نه هم د نجونو د حقونو او زده کړو غوښتونکي!
ویل کېږي چې نن “۱۱ د اکتوبر او د نجونو نړیواله ورځ” ده، من حیث د یوې نجلۍ ځان مسوول ګڼم،بلکې نن ځان ته د خپل زړه او ځان په هکله څه ویلو ته پخپله آزادي ورکوم او د زړه خبرې مې لیکم:
ـ زه پوهېږم چې عنوان ته په کتو به د اکثریتو په لکۍ پښه اېښودل او ماته د لسګونه محدودو مثالونو څخه د رد امېل جوړوي او غاړې ته را اچوي.
ـ زه نه وایم چې ژوند مصروف او ستړی دی، بلکې زه اعتراف کوم چې زه لټه يم او دغه د کاذبي و غیرتي ملغلرو جوړ امېل چې زما په غاړه کې تل لکه تاویز پروت دی، ستړې کړې او د لټۍ په رنځ يې اخته کړې یم، دومره یې وزن راباندې دروند دی، که دغه امېل نه وای، ما کې دا جوهر شته چې زه دغه امېل په مازې د یو پیغور په خنجر پرې او ځان ځنې آزاد کړم، آزاد ولیکم.. دا هم زما ظرفت دی چې زه یې دې ټولنې ته د مېلینونو نورو نجونو په څېر لرم!
نو ژوند زندان نه دی، زه غلامه او زندانې یم، دې اوږمهاله قید لټه کړې یم، ځکه د بره (عنوان) د اعدا لپاره مازې څو مثاله راوړم:
ـ کله چې “عمران خان” د افغان نجونو په زده کړو د بندیز په هکله دا خبره کړې وه، چې« د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانانو فرهنګ دی » نو افغانان ډېر قهریدلي او د خپل تاریخ خال خال مثالونه ورکول.
حقیقت څه ؤ او دی؟!
ـ زموږ ټولنې تل، د ښځو پرمختګ، عصریت نه دی خوښ کړئ؛ د ښځو لیدل، د نرانو دمخه غږیدل او څرګندیدل یې عار ګڼلی دی، له دروازې وتل، غم ښادی ته تلل، مکتب ته تلل، په لوړ غږ خبرې کول، خندل دا ټول عار ګڼلی او ګڼل کېږي. میراث، خُلع غوښتل، کونډه مېړه کول یا د نجلۍ څخه د خوښې د هلک په هکله پوښتنه یا پرې خبرېدل خو شین کفر او په کور بندیدل او عق کول دي.
ـ د عمران خان نغوته او زده کړو په هکله به ووایم :
اصلا ښځې د “شاه امان الله خان” په دور کې د زدکړو له پاره پرېښودل شوې، چې مرکز يې د افغانستان پايتخت کابل ؤ.
تر څو چې ښځې د پوهنتون تر زدکړو ورسېدې، هغه وخت د “ظاهر شاه” د دورې پای و.
البته د “امان الله خان” له دورې رانيولې بيا د “ظاهر شاه” د پای تر وخت، د نجونو د تعليم لړۍ يوازې په کابل کې مخ پر وړاندې روانه وه اما په ولايتونو کې نه.
د “ظاهر شاه” د دور په ورستۍ لسيزه، په لويو ولايتونو لکه هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار کې هم پوهنتونونه جوړ شول، اما هغه وخت هم د دوديزو محدويتونو په اساس نجونې پوهنتونونو ته نه پریښودل کيدلې او د ښوونځي د پای ته رسېدو وروسته به کابل ته د لوړو زدکړو له پاره تللې.(هغه هم د هغو کورنيو چې اقتصادي او علمي سطحه يې لوړه وه)
چې وروسته وروسته بيا حتی په يادو اکثرو ولایتونو کې حتی د نجونو ښوونځي د دوديزو او اسلامپالو له سختو تهديدونو او خطرو سره مخامخ کيدل.
مثلآ:
- ښوونځي ته به اور وراچول کېده،
- د څښاک د اوبو په مغزنونو کې به زهر اچول کېده،
- د مکتبي نجونو پر مخ به تيزاب پاشل کيده،
ـ د کمونيسټي دورې په وخت، پوهنتونونه لا ډېر شول او تقريباً د هرات او بلخ ولايتونو په ډېره کمه فيصدي ښځينه فارغينې لرلې اما د کندهار پوهنتون کې اصلا نجونه نه وې او ننګرهار پوهنتون ته هم د اورېدو له مخې ښايي د ګوتو په شمېر، څو فارغينې لرلې.
په ټوله کې د پوهنتون اکثره فارغينې د کابل پوهنتون وې هغه هم د “کمونيسټي جمهوريت په دور” کې.
د “امان الله” له دور راپدیخوا که څه هم پر نجونو او ښځو زدکړې تر يوه وخت جبري او بيا غيرجبري شوې، خو له دور وروسته ټولو نورو حاکمو دورو لار د ښځينو د زدکړو/لوړو زدکړو او کارکولو پر مخ خلاصه کړې وه او هېڅ کوم ممانعت نه وو، خو د کور نارينوو (پلار، تره ورور، مېړه او هر بل غړې) د نجونو او ښځو د زدکړو يا نه زدکړو پوره واک او اختيار درلود چې آيا لوڼې زدکړې/لوړې زدکړو يا کار ته پرېږدي يا نه.
ـ حتی پدا وروستیو کلونو (2017-2018 جمهوریت) کې موږ د ننګرهار پوهنتون نجونو: په کانکور کې د نجونو د کم ګډون، ته په کتو یو کمپاین په لاره واچاوه، په ښوونځیو، د زده کړو په مرکزونو او کورونو کې مو د نجونو د لوړو زده کړو لپاره غونډې نیولي، نجونې، کورنۍ او نارینه مو د نجونو لوړو زده کړو ته هڅول او ګډون ته رابللې.
خلاصه: نجونې او ښځې له وخته تر نننه، حتی د کور بهر د وتلو واک او اجازه خپله نه لري او نه نران خوښوي،نو د ښووني او کار واک اجازه به څنګه ولري؟
دا زموږ د ټولنې دود دی؛چې د نجونو او ښځو نه يوازې د زدکړو کولو يا نه کولو، بلکه د هر څه اختيار د نارينو په لاس کې دی…