ژوند او بریا

عادت بدلول یا زده کړه په اسانۍ نه کېږي.

عادت بدلول یا زده کړه په اسانۍ نه کېږي. هر تغیر او زده کړه په ډېر تمرین کولو منځ ته راځي.

نو ځکه، ځینې خبرې باید تکراراً او تاکیداً ذکر شي.

مثلاً؛
۱، په لیني (سورلۍ) موټر کې پرته د اړینو او رسمي خبرو پر موبایل د شخصي او اوږدو خبرو څخه ډډه کول (نامزاد/ کورودانې او…سره خصوصي خبرې) یا هم په لوړ غږ خبرې و خندا کول.

۲، په لاره / سړک د پلي تللو ( په روانه) پر مهال، غوږي په غوږو کولو، میوزک اوریدلو او خوراک کولو څخه ډډه کول.

۳، ځانته د دې حق مه ورکوئ، چې د یو چا څخه شخصي پوښتنې وکړئ.

مثلاً، د کوم ځای یې، چرته روان یې، له کومه ځایه راغلي، څه کاره یې / څه دنده لري، څومره معاش اخلي؟ بچیان لري نه یې لري، کیږي نه کېږي، څه ناروغي/ ستونزه لري؟ واده دې کړی که نه او که دې نه دی کړی ولې دې نه دی کړئ، کله یې کوي؟؟؟!!

۴، د هر چا سره په هره اړیکه کې خپل موقف وپیژنئ او ځانته د درک له مخې یو “حد ” وټاکئ. حد مو درته سره کرښه کړئ او تجاوز ترې مه کوئ.
مثلاً؛ د چا سره باید تر کومه حده شخصي ووسي، تر کومه حده ګپ / ټوکې ټکالي کولی شې، تر کومه حده درسره راز شریکولای شي، تر کومه حده دې برداشت کولی / زغملی شي؟!

یادونه: مخکې تر هر څه باید د مقابل لوري طبعیت، تندي او وخت ته وکتل شي، چې نسبت نورو وختونو ته په کوم حالت او وضعیت کې دی، زه باید په کوم موډ کې ورسره وغږیږم او څومره وخت یې نیولای شم!؟۵، که د کورنۍ غړي مو هم وي، بې اجازې یې کتاب، کتابچه… مه را اخلئ، مه لولئ او مه هم ګورئ. موبایل یې مه جوابوئ، ځکه هر شخص په شخصي توګه خپله پرایویسي لري، دا یې حق دی.
(دلته د اعتبار موضوع نه مطرح کېږي! )
_ نه تنها په وسایلو کې لاسوهنه کول بلکې بې اجازې یې وسایل هم چا (ملګرو وغیره) ته مه ورکوئ، ولو که د چا امنت هم ورسره ایښئ وي، پریږدئ چې پخپله یې په خپل لاس ورته تسلیم کړي.

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!