یو څوک باید ولرې (دیارلسمه برخه)
یو څوک باید ولرې
د دې پر ځای چې درته ووایې، څه غواړي،څه وکړم؟
پرته له پوښتلو دې په ذوق پوه اوسي.. درته ووایې،دا مې ستا لپاره خوښ شول.. ستا لپاره مې د دې راوړل/تیارول مناسب وګڼل.
ـ یو څوک باید ولرې،
کله چې سهار له خوبه پاڅې،موبایل ان کړې؛ پر واټس اپ یا مسنجر یې درته مسج پرېښئ وي.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې له کړکۍ نه د باران نندارې ترڅنګ ورسره د ترخې کافي څښلو او د یو رومان د لوستلو خوند واخلي.
او کله چې شمال ته غوږ کیږدئ، احساس درکړې چې ضرور یې هغه لمس و ښکل کړی او بیا ستا خواته راغلی دی.
ـ داسې څوک چې،
د ژوند ټولو شېبو کې یې حس کړې.
داسې څوک وي، چې د نړۍ له هره کونجه د ځان لپاره خوږې شېبې لټوونکی ووسي او په هر حالاتو کې خوښ اوسیدل خوښوې.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې په سترګو پټۍ دروتړي او کله چې سترګې پزانیزې؛ ځان په یوۀ لوی کتابتون کې وګوري.
ـ یو څوک باید ولرې، چې په اوږه یې سر کېږدي او د خوښې موسیقي ورسره په یوۀ غوږۍ کې واوري.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې د ټولنې سره د کړس کړس خندا پرځای تاته په سترګو کې ومُسېږي، چې د زمانې سره په سرعت تللو پر ځای له تاسره لاس په لاس او لوڅو پښو ورو ورو قدم ووهي.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې تۀ یې هغه “دعا ” وې؛ چې یوازې د ځان په حق کې دې له خدایه قبلیدل غواړي، نه د بل چا لپاره.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې ستا د خندا تر شا ستا د پټ غم و خفګان په ژورتیا پوه شي.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې د ټیکنالوژۍ پدې عصري او د ټیلیفون په دا چټک انټرنټي دور کې درته هر وخت د “زاړې زمانې” په څېر ښکلي د “مینې لیکونه” ولیکي.
ـ یو څوک باید ولرې،
چې ستا په نه لیدلو او نه هم زنګ و مسج کولو سربیره درته ووایي؛
“ستا له ماسره رابطه نه کول هم، زما په مینه کې کمی نشي راوستلی!”
ـ یو څوک باید ولرې،
چې کله له آئینې نه ناهېلې راستنه/راستون شې، هغه درته ووایي؛
“تۀ نهایت ښکلې/ی یئ!
ـ یو څوک باید ولرې،
چې د کورنۍ نه پټ دې انځورونه د موبایل ګالري په “Recycle bin” کې وساتي.
ـ پاتې نورې ټوټې په لینک کې