مِهر ” د شعر او د ادب په ژبه څه پوهېده
سرکشه نه ؤ زمونږ کله جوړېده خبره
ما به راسمه کړه له تا به ورانېده خبره
باور دې وشه جنګ مې نه غوښت، بحث مې نه کولو
که مې هر څو رالنډوله، اوږدېده خبره
خلک یو بل ته ورکړي وخت نو په یو بل مئین شي
ما به چې وخت ورکاوه څومره ورانېده خبره
ورورولي څه وه، تضادونه، تضادونه وو بس
تربورولي وه، هر مجلس کې ترخېده خبره
تاته مې وکړله چې ته یې امانت وساته!
د کور د منځ نه تر مالت ورسېده خبره
چې په غیرت شوه، نو له خپلې پښتو نه تیریږم
که زورور یې؟! خپله کړم، خپله کوه خبره
هلته رالویه شوم کوم ځای کې چې دستور و داسې!
د غریب سپک، د خان درنه حسابېده خبره
پخلا کول یې نه ؤ سمه کابینه وه ځکه
یوې جرګې نه به تر بلې ځنډېده خبره
مِهر ” د شعر او د ادب په ژبه څه پوهېده
یو نیم غزل کې به کوم ځای ترې کږېده خبره