شعر

امانت يې رانه وړی وو

هغه نجلۍ هم له ښوونځي منع شوه
چا به چې په زړه پورې نیوه کتاب

هسې نه ترې وایخلي او وی سوځئ
پټ به یې له هر چانه ساته کتاب

ټول عمر سکوت کې او خاموش چې و
نن یې راسپړلی دی د زړه کتاب

بند په المارۍ کې چرته پروت ښه و
نه مې وی لوستلی د هغه کتاب

چا ورته دننه پکې لیک ایښئ!
ځکه خو په بیړه یې کاته کتاب

” مهر ” امنت یې رانه وړی وو
اوس ترینه منکر دی چې د څه کتاب؟!

لیکواله/لیکوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Copyright © 2023 Mehar Taj

error: Content is protected !!